یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد م.م. د بشري حقونو ځانګړی راپورتر: افغانستان د استبداد په لور...

د م.م. د بشري حقونو ځانګړی راپورتر: افغانستان د استبداد په لور روان دی

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۱ مه) د ملګروملتو د بشري حقونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بینیټ وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی دی.

بینټ نن (دوشنبه) وویل، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د استبداد لور ته روان دی او باید جدي بدلون راوړل شي.

ده د بشري حقونو شورا ته په خبرو کې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو د حقونو جدي سرغړونې، د مخالفانو او منتقدانو هدفي ځپنې او د بیان د ازادۍ مخنیوی د زورواکۍ لور ته د افغانستان د تګ بېلګې وبللې.

بینټ ته د تېر کال په اګست ګکې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا له لوري دنده وسپارل شوه چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت له نژدې وڅاري.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د افغانستان په ډېرو ولایتونو او پلازمېنه کابل کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع شوي، ښځو ته په اکثرو دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي او د حجاب په نوم راز راز محدودیتونه ورته وضع شوي دي.

څو ورځې وړاندې د پکتیا په مرکز ګردېز او څمکنۍ ولسوالي کې د نجونو څو لیسې پرانیستل شوې خو ډېر ژر وتړل شوې.

د پکتیا نجونو د طالبانو د دې اقدام پر ضد لاریون وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب