جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهيوناما: ط-انو مو ښځینه کارکوونکو سره ناوړه چلند کړی

يوناما: ط-انو مو ښځینه کارکوونکو سره ناوړه چلند کړی

تاند:( دوشنبه،د سنبلې يوويشتمه)‏‏ د طالبانو خبري سرچېنې وايي،چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو ښځینه کار کوونکې نه ده ځورول شوې.

د طالبانو د واکمنۍ د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي چې په افغانستان کې دملګرو ملتو کومه ښځينه کارمنده نه ځورول شوې اونه هم توقیف شوې.

د نوموړي په خبره،په کندهار کې د ښځو له یوې تجمع څخه د امربالمعروف کارکونکومعلومات غوښتي، خو کله چې واضح شوې چې هلته د ملګرو ملتو اړوند ښځينه دې، بیرته منصرف شوي او هيڅ کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.

يوناما په يوه اعلاميه کې ويلي،چې کارکوونکو سره ېې د طالبانو ناوړه چلند د انديښنې وړ دی.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي،چې په ټول افغانستان کې ېې د کارکوونکو د خوندي ګرځیدو راګرځیدو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...