یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابلوف: روسیه به کابل کې د سفارت تړلو په اړه فکر هم...

کابلوف: روسیه به کابل کې د سفارت تړلو په اړه فکر هم ونه کړي

تاند:( دوشنبه،د سنبلې يوويشتمه)‏‏ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په کابل کې د روسیې سفارت د تخلیې په اړه ګونګوسې رد کړي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ويلي،چې هېواد ېې په دې اړه حتا فکر هم نه دی کړی او نه به يې وکړي.

روسیې په کابل کې پر خپل سفارت د داعش ډلې د برید په غبرګون کې ویلي وو،چې لویدیز ېې له طالبانو سره شته اړیکې نه شي زغملای،خو له ټولو منفي هڅو سره به د طالبانو او روسیې اړیکې سره خرابې نه شي.

روسیې له یاد شوي برید وروسته، په موقت ډول کابل کې د خپلو سفارتي چارو د ځنډ اعلان وکړ.

په دې برید کې د څو افغان ويزه غوښتونکو او طالب سفارت ساتونکو تر څنګ دوه روسي ډیپلوماټان ووژل شول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل،چې دغه برید نړيوالو جنایتکارانو کړی او دوی به ېې بې پوښتنې او بې ځوابه پرې نه ږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب