یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچین: امريکا ۵۱زره افغان ملکیان وژلي

چین: امريکا ۵۱زره افغان ملکیان وژلي

تاند:( پنجشنبه،د سنبلې اوولسمه)‏‏ ‏په افغانستان کې د نړیوالو قدرتونو د نیابتي جګړو د انديښنو په درشل کې ،د چين د بهرنيو چارو وزارت پر امريکا تور پورې کړی،چې په افغانستان کې یې د شل کلنې

 جګړې په بهير کې ٥١ زره ملکيان وژلي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ژائو ليجيان له افغانستان څخه د امریکايي او نورو بهرنيو ځواکونو د وتو د لومړۍ کلیزې په مناسبت ويلي، چې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ بهرنيو ځواکونو څه نا څه ٥١ زره ملکيان وژلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د نوموړي د څرګندونو په اړوند راپور کې له خپله اړخه لیکلي ،چې په دې جګړه کې يو زيات شمېر افغانان چې د دغه هېواد فزيکي ځواک وو، خپل ژوند له لاسه ورکړ او دغه جګړه د افغانستان د زياتو ويجاړیو سبب شوه.

سرچینه زیاتوي:«په واشنګټن ګې د روسيې سفارت هم تېره اوونۍ له افغانستان څخه د وروستي امريکايي پوځ د وتلو د کاليزي په مناسبت ټينګار کړى چې د افغانستان جګړه د امريکا په ماتې سره پاى ته رسيدلې او له بدبختيو او وېجاړيو پرته د افغانستان خلکو ته نور څه نه دي پاتې.»

چینایي چارواکو نه دي ويلي،چې په افغانستان کې د امریکا د ادعا شويو وژنو ارقام ېې له کومه کړي او اوس مهال یې په کوم هدف یادونه کوي.

د نړيوالو چارو يو شمېر شنونکي انديښمن دي،چې طالبانو د واک ترلاسه کولو لپاره د سیمې د قدرتونو کلک لاس نیولی او دا پريکړه ېې په افغانستان کې د نړیوالو قدرتونو (امریکا ،روسیې،چین) د نیابتي جګړې او سياستونو سبب شوې ده.

دوی خبرداری ورکوي،چې دغه وضعیت به افغانستان ډېر ناوړه حالت ته بوځي او طالبان باید د دغه مسووليت له درک سره خپل ملت او نړيوالو سره ژر په هوښيارۍ او د واقعيتونو له درک سره تعامل وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب