Homeخبرونهملا متقي: امريکا دې د افغانستان هوايي حریم نه نقضوي

ملا متقي: امريکا دې د افغانستان هوايي حریم نه نقضوي

تاند:(چار شنبه،د سنبلې شپاړسمه)‏‏ ‏د طالبانو د د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي په امریکا غږ وکړ چې نور د افغانستان هوايي حریم نقض نه کړي او د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.

 نوموړي نن په یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا د روسیې پر سفارت په شوي ځانمرګي برید خواشیني څرګنده کړه او ټولو سفارتونو ته یې د امنیت ډاډ ورکړ.

ملا متقي په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر

ایمن الظواهري وژل کیدو ته په اشارې وویل، نه امریکا تر اوسه دوی ته کوم شواهد او اسناد وړاندي کړي او نه هم په دې اړه د طالبانو څېړنې پای ته رسېدلي.

د هغه په وينا، کله چې د دوی بررسي تکمیله شي له افغانانو او نړۍ سره به یې پایلې شریکې کړي.

طالب مقام ونه ويل،چې دغه څېړنې یې کله بشپړيږي او آيا د الظواهري جسد دوی موندلی کنه ؟

هغه په عین حال کې نه دي ويلي،چې د افغانستان په هوايي حريم کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د ګرځیدو د دوام په صورت کې به د طالبانو غبرګون څه وي؟

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د ګزمو خبرونه ورکول کېږي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ویلي،چې دغه الوتکې د پاکستان له خاورې افغانستان ته الوتنې کوي او پاکستان باید له امریکا سره د دوی خلاف همکاري پای ته ورسوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي متقي په دې اړه پاکستان ته کومه اشاره ونه کړه.

1 COMMENT

  1. سمرقند کې د شانگهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې ویل کیږي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته په ډاگه کړې چې د اسلامي امارت په اړه د اسلام اباد د سیاست څرنگوالی مسکو ته ډیر مهم دی.
    روسیه فکر کوی، امریکا او پاکستان د طالبانو په تضعیفولو سره داعش ډله پیاوړی کوی
    شنونکي وایي، د پاکستان لخوا امریکایي بې پیلوټه الوتکو ته لار ورکول او پر طالبانو او ظواهري عملیات د داعش د لیکو د پیاوړتیا باعث گرځي او دا کار د مسکو تشویش راپاروي.
    د امریکایي شنونکو په وینا روسیه باور لري چې د پاکستان د ISI اداره په کابل کې د روسیې پر سفارت د داعش ډلې له بریده هم خبره وه خو مسکو ته یې اطلاع نه وه ورکړې.
    کابل نیوز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...