یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د قانون په نشتوالي نیوکې په زياتيدو دي

افغانستان کې د قانون په نشتوالي نیوکې په زياتيدو دي

تاند:(چار شنبه،د سنبلې شپاړسمه)‏‏ ‏د طالبانو د يو شمېر پلویانو تر څنګ ځینو نړيوالو بنسټونو په افغانستان کې د قانون په نه موجوديت بیا نیوکې کړي دي.

د پرزول شوي جمهوري نظام يوه چارواکي او حقوقپوه عبدالستار سعادت،چې د طالبانو له پلویانو څخه دی، پرون په کابل پوهنتون کې د يوې غونډې پر مهال په افغانستان کې د قوانينو د بې سرنوشتۍ او خلا په اړه نیوکې کړي دي.

په ورته مهال، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي،چې د طالبانو په واکمنۍ کې قانون کومه مانا نه لري.

دغه سازمان په تازه څرګندونو کې زیاتوي،چې دمګړۍ طالبانو ته هر هغه شی،چې دوی یې خوښوي،قانون ښکاري او د خپلې خوښې په اساس چلند کوي.

ياد شوی نړیوال سازمان دې ته هم انديښمن دی،چې د طالبانو هر کوچنی او غټ مقام خپله خوښه او سليقه قانون ګڼي او خلک نه پوهيږي چې قانون څه دی او څوک ېې څنګه ورباندې عملي کوي؟

دا په داسې حال کې ده،چې څو ورځې مخکې د طالبانو د عدليې وزارت مرستيال د یوې خبري غونډې پر مهال وويل،چې افغانستان اساسي قانون ته اړتيا نه لري.

ياد شوي وزارت وروسته په يوه بله اعلاميه کې وويل،چې په دې اړه ېې دریځ ناسم تعبير شوی.

د طالبانو د عدليې وزارت په اعلامیه کې ټینګار شوی،چې د دوی د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر څو ګومارل شوې کمېټې د اساسي قانون د جوړولو په اړه کار کوي.

1 COMMENT

  1. دا تربیه شوی جاهل قاتل خیټور وحشیان خپلو بادارانو قصدآ او پلانیز د ملت په اوږو ددی لپاره په ډرامائی شکل سره ( نوره جاهل قاتل چورکوونکی ئی په امر سره ورته وشړل داسی بی شرمانه ډرامه حتی د هولیوډ فلمونو متخصصینو هم نشوه رامینځ ته کولای ) دوباره سپاره کړل چی د افغان غیور ملت ددوی بادارانو له خوا هدایت شوو شرائیطو سره داسی وحشیانه تر شکنجو لاندی راولی چی ملت هم په وچه ډوډی پسی سرګردانه شی ( حتی غواړی چی د سوالګری لاره هم ورباندی بنده کړی ) او هم ددوی اولادونه د مکتبونو ، پو هنځیو څخه بی برخه کړ ۍ شی یعنی وروسته له لږه موده افغان غیرتی ملت هر ډول غلامی ته اماده شی اود سترو بادارانو له خوا به پنجابی پاکستان ته مستقیمآ علنی رهبری ورکړۍ شی افغانان باید دداسی خائین پلیت پلان مخه ونیسی هیڅکله باید افغانان ددوی تر مینځ په مصنوعی لفظی شخړو باندی ونه غولیږی ، حتی دا جاهل خیټور وحشیان غواړی چی د قدیانی تخریبی مذهب شرائیطو لاندی د افغانستان ټولو دوایرو کښی مذهبی ازموینه واخلی او د افغانستان دوایرو څخه پدی ترتیب غیری قدیانی مذهب اشخاص کاملآ خارج کړۍ شی ددوی داسی خائین اقدامونه د وحشی کمونیستانو وحشت څخه هم بدتره دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب