یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د خرافات ختمونې له وسیلې يې بېرته د پنځونې هڅې

د خرافات ختمونې له وسیلې يې بېرته د پنځونې هڅې

زبیر افغان

د قران کریم او عربي تاریخ له مطالعې معلومېږي چې عربي ټولنه تر اسلام وړاندې په خرافاتو کې غرقه وه، اصلن دا خبره ډېره پر ځای ده چې «هر ځای علم نه وي، هلته به يې خرافات او اوهام پرستي ځای نیسي»، عربي ټولنه د ساینس په برخه کې بیخي د عهد طفولیت له دورې تېرېده او له دینه تفسیر يې مکمل پر خرافاتي ذهنیت ولاړ و، له علمه او عقلانیته خالي ټولنې په یوه وخت کې جالب متناقض باورونه سره لري، د هغوی یو لور ته دا باور و چې که خدای هر څه کول، هغه کېږي(الانعام: ۱۴۸، النحل: ۳۵) او بل لور ته يې پر فال هم باور در لود، کله چې به يې سفر کاوه، نو یوځل به يې په غشو خپل فال کتی، یا که به يې له مرغانو یا حیوانو د یوه جنس حیوان یا مرغه په مخه ورغی، بس پر ښه فال یا بد فال به يې نیوی، بیا يې یا هغه کار کاوه یا يې پر بدشګون نیوی، ځان يې ځنې ساته.

هره ټولنه چې پر خپلو اوهامو پرستیو د بیا نظر کولو لپاره تیاره نه وي، د علم په تله کې خپل باورونه ونه تلي، هغه به په یوه وخت کې دغسې په خرافاتي متناقضو باورونو کې ډوبه وي.

قران کریم د هر شي د تقدیر او په وړاندې يې د انسان د بې اختیاره کېدو ادعا مشرکینو ته منسوبه کړه، د انسان دا وینا چې زما ګټلې دنیا زما د وړتیا نتیجه وه او کله چې مسکین شي، بیا وايي خدای زه په مسکینولو ذلیل او سپک کړم، قران کریم يې داسې ځواب کړی دی:

{كَلَّا بَلْ لَا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ (17) وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ (18) وَتَأْكُلُونَ التُّرَاثَ أَكْلًا لَمًّا (19) وَتُحِبُّونَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا} [الفجر: 17 – 20].

دغسې هيڅکله نه ده، تاسو د بې سرپرستانو درناوی نه کوئ، نه بې وزلانو ته د خوراک لپاره خلک هڅوئ، او په میراث درته پاته هر څه مو د ځان حق وبلل او د مال (له ډېرولو یوځای کولو سره) مو لېونی مینه ده(هيڅ ډول اصول په نظر کې نه ساتئ).

وګورئ قران کریم د هغه تاوان د هغه اعمالو ته منسوب کړ، دا د تقدیر مسلې نه دي چې تاته در کړې دنیا دې هم ستا د اهلیت له امله خدای در کړې وي او که در څخه واخیستل شي، بیا هم خدای در څخه اخیستې ده او ستا پکې توهین شوی دی، دا شرکي ذهنیت دی، قران کریم ورته وايي ستاسو د غیر منصفانه ټولنیزو اعمالو نتیجه وه چې په دې برخلیک يې اخته کړې. هر عمل د خدای له خوا مقدر نه وي، بلکې د اعمالو نتیجه مقدره وي، نو ستاسو عمل پر دې منتج شو چې له دغسې پښېمانه کوونکي وضعیت سره مخ شوې.

تر دې وروسته قران کریم په ګڼو ځایونو کې له اسلاف پرستۍ منعه کړې ده، په مقابل کې يې انسان له خپله فکر او عقله کار اخیستلو ته هڅولی دی، مګر انسان تر دې هر څه وروسته بیا هماغه پخواني خرافاتي ذهنیت ته وګرځېدی او د تعقل لارې ته يې د الوداع په ویلو، پخوانۍ ناسمه تګلاره د ځان لپاره غوره کړه، قران کریم وايي:

{أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ} [البقرة: 170].

که څه هم د هغوی اسلاف نه په یوه شي پوه شوي وي او نه پر سمه لار وي.

{وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ الشَّيْطَانُ يَدْعُوهُمْ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ } [لقمان: 21].

او کله چې دوی ته وویل شي: د الهي نازل کړي قانون پيروي وکړئ، دوی وايي: بلکې موږ د هغه څه پيروي کوو چې خپل اسلاف مو پرې موندلي دي، نو که څه هم شیطان يې سوځونکي عذاب ته ور غواړي(بیا هم د دوی تګلاره همدغه ده، بدلولو ته يې تیار نه دي)

د قران کریم پر دې الفاظو فکر وکړئ، د رسول د زمانې خلک په اسلاف پرستۍ کې تر کومه ځایه غرق ول؟ اوسنی حالت هم له هغو څخه ډېر بدل نه دی، یوازې دا توپير دی  چې هغوی ته د الهي قوانینو د تابعدارۍ خبره د رسول په خوله کېده، اوس رسول نه شته یو امتي ورته هماغه د رسول خبره تکراروي، د دوی ځواب بیا هم دغه دی چې تر موږ پخواني ښه پوهېدل، ځکه يې پر موږ تابعداري لازمه ده او همدا راته کفايت کوي.

تر پوهاوي وروسته که د رسول په زمانه کې دا تګلاره ګنا ده، نو رسول له زمانې پرته هم تر پوهاوي وروسته دا تګلاره خپلول او نه ځنې اوښتل ستره ګنا ده، د خدای د کتاب قانون د رسول په زمانه کې هم قاطع و او له هغې زمانې پرته هم پر خپل قاطعیت پاته دی.

د عربو جاهلي خرافات یو په یو قران کریم رد کړل، احبار او رهبانو ته د دین واک ور کول، حلال و حرام د هغوی په خوله کول، مرض او روغتیا د هغوی په اختیار کې ور کول، خدای ته څوک نژدې کول یا دهغه په دربار کې يې شفاعت غوښتل یا هم ردول، دوی ته سپارل، د زیارتونو، بزرګانو او نورو خرافاتي عقایدو له مخې حیوانات ورته نذرانه کول، ذبح کول او بې ګټې خوشي کول، پر قبرونو منجوران کېنول، کاهن، فالبین، ساحر، عراف او داسې نور اوهام پرستان د الله کتاب ورټل، دا کړنې يې شیطاني معرفي کړې، خو تر دې وروسته خلک بېرته هماغه خرافاتو ته وګرځېدل، نه یوازې تر پخوا په ډېر شدت ور تاو شول، بلکې دا ځل يې د دې ټولو خرافاتو لپاره د قران کریم یا رسول الله ص ته د منسوبو احادیثو په مټ دیني توجیهات هم ورته وموندل او په دې توګه يې د خدای مخلوق یوځل بیا د کعبې پر ځای ترکستان ته روان کړل.

د قران کریم له الفاظو او اصطلاحاتو یې داسې ناسمې معناوې را وایستې چې نه په عربي ژبه کې پخوا پېژندلې شوې وې او نه د قران کریم په تفسیر کې چا کړې وې، د شریعت او طریقت په نوم دوې لارې ورته ایستل، د شریعت پيروان د هغه په تابعدارۍ مکلف بلل او د طریقت پيروان له دې مبرا کول، یا دا طریقتوالو دا ادعا چې دوی هم علم له هغه ځایه اخلي لکه کومه چې رسول اخیستی و، د یوه طریقتوال دغه لاندې کرښې ولولئ:

ابن عربي په فصوص الحکم کې ليکي:

“له کوم ځای څخه چې نبي علم تر لاسه کاوه، هغه ځای د کامل انسان، صاحب الزمان، غوث او قطب سرچينه هم ده… شريعت پوهان هغه دي چې له قران او حديث څخه احکام ورکوي، که هلته صريح نه وي، قياس پر کوي، اجتهاد کوي، خو د اجتهاد اصل هم منقول قران او حديث وي، ددې برخلاف موږ داسې خلک لرو چې همدغه احکام د کشف او الهام په ذريعه ډاريک له الله څخه تر لاسه کوي. لهذا په دې شرعي حکم کې خليفة الله دي. نو پر يوه طور د کشف و الهام او د وحې و رسول ماده يو شی دي. صاحب کشف له الله څخه د حکم د طريقې د زده کولو له امله د رسول سره موافق دی، له الله تعالی څخه د علم په اخيستلو کې عيني د رسول په شان دي.”

موږ ځکه له دې حالت سره مخ یو، چې پر هغه شریعت مو بسنه ونه کړه چې الله تعالی نازل کړی دی، انسان ته يې په دې د عمل کولو امر کړی دی، له دې پرته يې په دیني چارو کې د نورو شیانو له پيروي منعه کړی دی حتا که له ځانه جوړه طریقه هم وي، یا له بل غیر الهي سرچینې تر لاسه شوې طریقه وي، قران کریم وايي: {اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ} [الأعراف: ۳] ستاسو د رب له لوري د نازل شوي قانون پيروي وکړئ، له دې پرته د بل هیچا د قانون پيروي (په دیني چارو کې) مه کوئ، تاسو ډېر کم په دې خبره پوهېږئ.

د کرامتونو په نوم دین کې نوې اضافې همدا نتیجه لري، اوس نو څوک د رسول په شان له خدای د ډاریک احکامو دعوه کوي، څوک د بل نبوت دعوه کوي، څوک په کرامت زنا او فحاشیو ته لاره جوړوي، څوک د خدای په نوم ډېرو حرامو ته د حلت مقدس(اصلن غیر مقدس او شیطاني) جواز لیکونه جوړوي، نور يې بیا حلالو د حرمت فتواوې ور کوي او انسانیت ته د خدای پيدا کړي زینتونه د حرمت په ټاپه د خلکو له استعماله باسي، دا چې خلکو د خدای پر ور کړي نعمت بسنه ونه کړه، اوس به يې ناسمې پایلې په خپله زغمي او دا لړۍ به تر هغو روانه وي چې خلک په دې راز پوه شوي نه وي.

هغه څوک چې د قران کریم رد کړي خرافات يې بېرته د روایت او لدني علم په مټ ژوندي کړل، هغه دې اوس د نبوت له درواغجنو مدعیانو سره د حق و باطل معرکه وکړي، څوک چې د مهدي منتظر لارې څاري، څوک چې په دې پلمه لاس تر زنې ناست وي چې یو غیبي مدد يې د خلاصون لپاره را روان دی، هغه به د ذلت په دغسې کنده کې د تل لپاره غوټې وهي او د ایستلو هيڅ لار به نه مومي.

قران کریم د عزت او ذلت لارې په خورا روښانه کرښو بیان کړې دي، دومره واضحې دي چې د انساني ژبې په قاموس کې تر دې نور وضاحت يې امکان نه لري، خو له دې وضاحت سره بې همته، مفت خوره، خرافاتي او د هر څه تر شا د یوه پټ لطیف راز لیدونکي ذهنیت خاوند، دغه روښانه لار پرېښوده، یوه بله لار يې ځان ته جوړه کړه، د خدایي لارې نوم يې پر کېښود، له ځانه يې بې بنسټه تعبیرونه ورته وتراشل او د خرافاتي روایاتو په نوم يې د خدای په رسول پسې روایات غوټه کړل، په دې سره يې د خدای په روښانه دین کې داسې لار وایسته چې د خدایي دین اصل او څېره يې ورسره مسخه کړه، په دې سره نه یوازې دوی د دین اصل له انسانانو ورک کړ، خلک يې د خدای په پيدا کولو کې سرګردانه کړل، بلکې خپل ځانونه يې هم د هغو بني اسرائیلو په شان ورسره مسخه کړل چې قران کریم د خنزیر او بېزوګیانو په نوم یاد کړي دي(البقره: ۶۵، المائده: ۶۰)، څوک چې د خدایي دین روښانه او پراخه لار پرېږدي، په مقابل کې يې له ځانه جوړه لار واخلي، نو حتمن يې ذهنیت مسخ شوی او د بشریت وړتیاوې يې په خپل ځان کې کوټلې دي، ځکه قران کریم یې پخواني سرلاري يې په خنازیرو، بېزوګیانو او عبد الطاغوت یاد کړي دي.

د پيرانو، ملنګانو، منجورانو، زیارتونو، کاهنانو، ساحرانو او دې ته ورته نور ټولو خرافاتیانو اصلیت قران کریم د خپلو هدایاتو په ځلا او پړق کې ټولنې ته ښودلی و، خو کله چې هم خلکو د قران کریم هدایاتو ته شا کړه، د خدای خبرې يې د هغه د کتاب پر ځای د خلکو له خولې اخیستل شروع کړل، نو د خرافاتو په یوه ګرداب کې ډوب شول، ذهنیت يې د سمې خبرې پر ځای کږې او وهمي خبرې ته جوړ شو، د خدای پر ځای د یوه انسان لور ته تګ يې خوښ کړ، د الهي عظمت پر ځای به خلک هر ځای ولاړ وي، انساني عظمتونه به بیانوي او د دې لپاره به د خپلو سلفو له خبرې او کتاب پرته بل هيڅ دلیل نه لري، دوی به په خپلو دې ښکرورو درواغو نه شرمېږي، خو که څوک د الهي کتاب هدایات ټولنې ته وړاندې کړي، هغه به په همدې جرم دومره بدنام کړي چې حتا خلک به يې له نوم اخیستلو ډډه کوي.

جالبه ده د دې خرافاتو په تاثر کې یوه اسلامي ټولنه دومره له سمې لارې لرې ولاړه چې د الهي کتاب پر ځای اوس ټولو خلکو د انسانانو کتابونه په لاسو کې نیولي وي، هغه ورته مقدس ښکاري، ان دومره مقدس چې سم يې د خدای د کتاب مقام ته رسولي دي، قران د منحرفو په اړه ویلي دي:

{وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ} [البقرة: 165].

او ځينې داسې خلک هم شته چې له الله ماسیوا يې هغه ته سیالان جوړ کړي وي، نو عیني د خدای په شان مینه ورسره کوي.

مینه يې چیش ده؟ او سیالان څه معنا لري؟ مینه يې همدا ده چې خبره يې له هر ډول حجت پرته مني او حتا د حجت ځای ور کوي، دا خو پرېږده چې د هغه د خبرې لپاره حجت و برهان ولټوي، بلکې د هغه خبره برهان بولي، سیالي يې داده چې څنګه د خدای په کلام د یوه شي حرمت او حلت ورته مهم دی او دواړه په ثابتوي، په همدغه کچه د یوه سیال په خبره حرمت او حلت ثابتوي او په عیني سطحه عمل هم په کوي، سیال دې ته نه وايي، نو څه سیال ډول وهي او که خپله نارې وهي چې زه د خدای سیال یم؟!

الحمدلله د علم له پرمختګ سره هيڅ ډول خرافات د هغه په وړاندې د درېدا توان نه لري، دنګې خیالي ماڼۍ يې هره ورځ را نړېږي، د خدای کتاب د یوه عادل فاتح په موډ کې تک تنها هسکه غاړه پر میدان ولاړ دی او د علم له کاروان سره خوله په خوله يې هدایات د انسانیت د لارې مشال دي، هغه ورځ لرې نه ده چې خلک ټول هغه خرافات رد کړي چې د علم په لار کې يې خنډونه ایجاد کړي حتا که د مقدسو کتابونو نومونه پر پراته وي. له دې امله خرافاتیان په ټول زور هڅه کوي چې د علم د راتلو لارې بندې کړي، په یوه او بل نوم يې مرکزونه بدنام کړي، خلک ترې متنفر کړي، د بې دینۍ او الحاد په نوم يې ځنې را وګرځي او دې ته ورته نورې ډېرې حربې کاروي چې د علم د کاروان دلته له راتلو منعه کړي، څوک چې له دې کاروان سره ملتیا غواړي هغه تر ګڼو نومو لاندې بدنام کړي او له خپلې سیمه و وطنه يې ایستلو ته مجبور کړي، څو دلته د علم رڼا خپره نه کړي او هغه د علمي کاروان مل کس وشړي، دلته يې علمي جلوې خپرې نه شي او دوی ته ټولنه هم داسې بې نوره او بې علمه په لاس ور شي، څو يې بشري توان په غلطو لارو کې مصرف کړي، د علم په مخ کې خنډونه په جوړ کړي، خرافات يې په ذهنیت کې ور پيچکاري کړي، د خدای په نوم داسې مسلک پر وتپي چې نه يې دنیا په ودانه شي او نه اخرت، هم يې له ځان سره په جنګ کړي هم يې له نړۍ سره، نه ځان په وپېژني او نه نور، نه دین ورته معرفي کړي نه يې د دنیا عشقونو ته ایله کړي، نه دلته ښه ورځ ځنې وويني او نه هلته د ښې ورځې توښه ور ایله کړي، نه خدای ځنې راضي شي ځکه تر اخیره يې سم ونه پېژني او نه انسانان ترې راضي شي ځکه هيڅ وخت يې د هغوی له کاروان سره د ملتیا تکل ونه کړ او هر وخت د بشریت په لار کې خنډ ول.

که په دومره تېزي د علم پلوشې خپرېدلې، ډېره لرې نه ده چې د دوی تیارې به ټولې شي، ځکه د رڼا را تګ په هغه دم د تیارې د مرګ پيغام راوړي، لامل يې دادی چې تیاره وجود نه لري، بلکې د رڼا له عدم وجود څخه را پيدا شوې وه او د رڼا بېرته راتګ سمدستي د تیارې ځای نیسي، زما په نظر د علم په وړاندې دغه غورځې پرځې د تیارې د له منځه تلو وروستۍ شېبې ښيي او دا هم لرې نه ده چې د علم په ګېڼه سمبال بشري کاروان به د خدای له کتاب څخه د خرافاتو او وهمیاتو ګردونه ایسته کړي او د علم و الهي کتاب سره مختلطې جلوې و ځلا کې به انساني کاروان مخ په وړاندې د خپل رب لور ته ګړندی سفر وکړي. وما ذلک علی الله بعزیز!!!

۲۰۲۲/۹/۵

1 COMMENT

  1. خرافات په خرافاتو نه ختمیږي، خرافات په ازادۍ ختمیږي، د فکر ازادي، د بیان ازادي، د ژوند ازادي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب