یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+وږمې ایوبي اسیا جام سیالیو کې د ټولو خلکو پام ځانته اړولی...

وږمې ایوبي اسیا جام سیالیو کې د ټولو خلکو پام ځانته اړولی وو

داود جبارخیل

وږمه ایوبي په متحده عربي اماراتو کې د ۲۰۲۲ کال اسیا جام سیالیو په ترڅ کې د افغان لوبډلې د خوشالولو لپاره په میدان کې راڅرګنده شوه او کله چې د تلویزون پر پرده دا افغانه له ښکلو جامو او د افغانستان له ملي بیرغ سره ښکاره شوه، نو د ډېرو نندارچیانو په ذهن کې دا پوښتنه راپورته شوه چې: دا ښکلې نجلۍ څوک ده؟

د دې افغانې نجلۍ عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر خپرېږي. په اصل کې دا نجلۍ په لومړي ځل د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د لوبې پر مهال لیدل شوې وه. له دې وروسته، هغه د سریلانکا او افغانستان په لوبه کې د خپلې لوبډلې د خوشالولو لپاره هم لوبغالي ته تللې وه. د دې نجلۍ عکسونه په ټوېټر او نورو ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول. دا عکس چې شاوخوا ۳۰ زره کسانو خوښ کړی او ډېرو نورو کاروونکو هم شریک کړی دی، د ټوېټر د پېژندل شویو تصویرونو په کتار کې راغلی دی.

 د کرکټ سیالیو پرمهال  د ډیرو نجونو عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي . د ۲۰۱۸ کال اسیا جام د هند او پاکستان د لوبې پر مهال د یوې پاکستانۍ نجلۍ عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول. حتی د IPL په جریان کې د ډیری نجونو عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول. خلک دا عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې له ښکليو کیپشنونو (تشریحاتو) سره شریکوي.

 خو نورو د وږمې ایوبي په شان شهرت نه دي پیدا کړی. د هغې د ښکلو عکسونو په شریکولو سره خلک په کیپشن کې د هغې ستاینه کوي.

 ایوبي یوه افغانه سوداګره او ټولنیزه فعاله ده. هغه له سپورت سره ځانګړې مینه لري.

وږمه نه یوازې د کرکټ د یوې لوبې پرمهال په عکسونو کې لیدل شوې، بلکې هغې په خواله رسنیو په تېره بیا ټویټر کې د هغې پیغامونه هم ډیر مشهور شوي دي.

وږمه ایوبي غواړي په بالیووډ کې کار وکړي.

 وږمه ايوبي په افغانستان کې زېږېدلې خو د خپلو زده کړو لپاره یې امریکا، منځنۍ اسیا او هند ته سفرونه کړي دي. په دې موده کې د کرکټ مينه يې په ذهن کې زياته شوه.

۲۸ کلنه وږمه دا مهال د خپل مسلک لپاره په دوبۍ کې ژوند کوي او له هغه ځایه د جامو پلورنځی هم چلوي.لامان جامې’ د دې د برانډ نوم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب