دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د کمپیوټر تجارتي استعمالونه

د کمپیوټر تجارتي استعمالونه

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هیري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

یو دېرشمه برخه

د کمپیوټر تجارتي استعمالونه

د ډیټا پر وخت او مؤثر پروسیس له کوچني پلورنځي تر نړیوال شرکت پورې، د هرې کچې د کاروبار لپاره اساسي ارزښت لري. تجارتي سافټویرونه په ګڼو لویو کټګوریو وېشلی شو چې د مدیریت، محاسبې، ادارې، تولید، بازارموندنې او خرڅلاو ډګرونه ترې یادولی شو.

اداري سافټویرونه د کاروباري فعالیتونو د سازمان سازي او مدیریت لپاره استعمالېږي، چې په دې برخه کې په کارمند پورې مربوط چارې راځي،  لکه ګمارنه، د کارمند د معلوماتو ساتنه، معاشات، د تقاعد پلانونه او د روغتیاساتنې غوندې نورې اسانتیاوې. په دې سربېره، په دې ډله سافټویرونو کې د منجمنټ معلوماتي سیسټمونه یا د تصمیم نیونې مرستیال سیسټمونه، د اړیکو سیسټمونه (له ساده ایمیل نه تر ویډیويي کانفرانسونو پورې) او پخپله د ډیټا پروسیس د مدیریت سیسټمونه هم شامل دي.

د محاسبې په ډلګۍ کې د ترلاسي وړ حسابونو (په نورو د تصدۍ د قرضونو) ډیټابیس او د ورکړې وړ حسابونو (مثلاً د پلورونکو د بیلونو) ډیټابیسونه شامل دي. دغه سافټوېرونه چې ډېر راښکونکي او ګټور هم نه وي، په لویو شرکتونو کې کوچنی مشکل یې هم د شرکت لپاره د لویو مصارفو یا عایداتي تاوان لامل ګرځېدلی شي. (مثلاً تر وخت مخکې د بیل تادیه یو شرکت له هغه سود نه محرومولی شي چې پر دغو پیسو اخیستل کېږي؛ او بل لوري ته د یوه بیل ناوخته تادیه ممکن د لویو تخفیفونو د له لاسه تلو او یا د اضافي جریمو لامل شي.) د دې لپاره چې اداره دا ډول پرابلمونه تشخیص کړي او ځان له مالیې او قانوني غوښتنو سره برابر کړي، حتمي ده چې په منظم ډول مختلف راپورونه جوړ کړي.

دفتري کټګوري په خپله لمنه کې د تولید او د کاروبار د ورځنیو فعالیتونو لپاره د غوښتنې په صورت کې د اسنادو (لیکونو او راپورونو) څارنه رانغاړي. کولی شوی چې د دې موخې لپاره د ورډ پروسیس، خپراوي، پریزنټیشن او نورو چارو سافټویرونه استعمال کړو.

تولید د اصلي محصول او هغو خدماتو لپاره یوه عمومي اصطلاح ده چې تجارت يې وړاندې کوي. د دې کار لپاره ممکن یو تولیدي تجارت د ډیزاین او تولید تخصصي پروګرامونو، تعقیبي او د کارونو د تکمیل لپاره مهالوېش جوړوونکو سافټویرونو ته اړتیا ولري. بل خوا، هغه تجارت چې چمتو شوي توکي خرڅوي، هلته بیا د کمپیوټر اصلي استعمال د ټرانسپورټ (د توکو انتقال تعقیبول)، ګودامونو او ساتنځایونو او توزیع په برخې پورې اړه لري. خدماتي کاروبارونه بیا دې ته اړتیا لري چې د مشتریانو لپاره حسابونه جوړ کړي او ترسره شوي خدمتونه (په ساعتوار یا بل معیار) تعقیب او خوندي کړي.

د بازارموندنې او خرڅلاو په کټګوري  کې د بازار څېړنه، اعلانات او نور هغه پروګرامونه شامل دي چې د دې لپاره ډیزاین شوي وي چې عام وګړي له یوه تولید یا خدمت نه خبر کړي او یا یې ور وپېژني. که خلک د یو شي د خریداري لپاره پلورنځي ته راځي، نو د پرچون، اصلي معامله باید په داسې ډول ترسره شي، چې د خرڅلاو د ټرمینل (یا په زړه اصطلاح د کیش رجسټر) انټرفیس له ذخیروي سیسټم سره وصل وي او د کریډیټ کارډونو او یا د تأدیې د نورو بڼو تصدیق وکړای شي.

د کمپیوټرونو بدلېدونکی رول

د کاروباري چارو لپاره د کمپیوټرونو ملاتړ په مختلفو بڼو برابرولی شو. د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو په اوږدو کې (چې د مین فریم کمپیوټرونو د تسلط عصر وو)، یوازې لوی شرکتونه له کمپیوټري اسانتیاوو برخمن وو او له متوسط نه د کوچنۍ سطحې لوی شمېر تجارتونو د خدماتي بیورو په نوم ادارو سره قراردادونه کړي وو، تر څو د معاشاتو د پروسیس په څېر چارو لپاره کمپیوټري پروسیس ورته تهیه کړي. یادو خدماتي بیوروګانو یا د ډیټا داخلي (in-house) پروسیس کوونکو ادارو به زیاتره خپل سافټویرونه جوړول او معمولاً له COBOL پروګرامي ژبې څخه به یې ګټه اخیستله.

د میني (او په ۱۹۸۰ کلونو کې د مایکرو) کمپیوټرونو د منځته راتلو له امله تر پخوا زیاتو تجارتونو وکولی شول چې د ډیټا پروسیس خپل ځواک ترلاسه کړي او په دې هیله وو، چې له دې لارې به هم پیسې وسپمولی شي او هم به داسې سیسټمونه جوړ کړای شي چې د دوی اړتیاوې به په ښه ډول پوره کوي، البته دغه هیله به يې ډېری وختونه نیمګړې پاتې کېده. که څه هم د معاشاتو او د ورکړې/ترلاسي وړ حسابونو په څېر چارې عموما لا هم په تخصصي سافټویرونو متکي وې، خو د ځواکمنو ډیټابیس سافټویرونو (مثلاً dBase او د هغه وروستي ورژنونه) او د spreadsheet پروګرامونو له ودې سره کاروبارونه د دې جوګه شول، چې مختلف ډوله معلومات خوندي او راپورونه يې جوړ کړي.

د ۱۹۸۰یمو کلونو په اوږدو کې، د دفاترو ورځنی ژوند په بې ساري ډول بدل شو. د ورډ پروسیس تخصصي ماشینونو خپل ځای نورو پروګرامونو مثلاً WordStar، WordPerfect او مایکروسافټ Word ته پرېښود چې په ډسکټاپ کمپیوټرونو کې کارېدل. د ورډ پروسیس او خپراوي پرمختللو سافټویرونو د اسنادو د ظاهري مخ کنټرول تر ډېره بریده د دفتر کارمندانو ته په لاس کې ورکړ. سیمه ییزو شبکو د سرچینو مثلاً د نوو لیزر پرنټرونو او د قوي سرور کمپيوټرونو د ډیټابیسونو شریکول او د ایمیل په بڼه د اړیکو نیول، ممکن کړل.

وروسته چې ۱۹۹۰یمو کلونو کې انټرنټ او نړیوال جال عام شو، نو یو بل انقلاب په لاره وو. اوسمهال له هر لوی شرکت نه تمه کېږي چې خپل ویب سایټ یا ویب سایټونه ولري، چې نوموړې ویب پاڼې جانوس ډوله چارې ترسروي، چې په یوه غاړه کې نړۍ ته د یوه سازمان برسېرنه څېره انځوروي، خبرتیاوې او اعلانات پرې نشروي او د انلاین خریدارۍ (e-commerce) وړتیا تهیه کوي؛ او په بله غاړه کې زیاتره سازمانونه اوسمهال خپل ډیټابیسونه او نور معومات په خوندي شخصي شبکو کې په ویب سایټونو کې اچوي، تر څو کارمندان اسانه لاسرسی ورته ولري او اپډیټ يې کړي. د ګرځنده کمپیوټرونو او پراخه انټرنټي کنکشن (او بې سیمه خدماتو) له برکته اوس په لویه کچه سیار تجاران کولی شي چې د سفر په حالت کې هم خپل دفتر او دفتري منابع په ډېر مؤثر ډول له ځان سره ولري.

اضافي لوستونه

1- Bodnar, George H,. and William S. Hopwood. Accounting Information Systems. Upper Saddle River, N.J.: Prentice Hall, 2000.

2- Cortada, James W. 21st Century Business: Managing and Working in the New Digital Economy. Upper Saddle River, N.J.: Prentice Hall, 2000.

3- O’Brien, James A. Introduction to Information Systems. New York: McGraw-Hill, 2000.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب