جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد روسیې خارجه وزير: د ډيپلوماتانو وژونکي به بې ځوابه پرېنږدي

د روسیې خارجه وزير: د ډيپلوماتانو وژونکي به بې ځوابه پرېنږدي

تاند:(دوشنبه،د سنبلې څوارلسمه)‏‏ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په کابل کې خپل سفارت ته څېرمه د نننۍ پېښې په غبرګون کې ویلي چې د پېښې عاملان به بې ځوابه پاتې نه شي.

نوموړي په یوه لنډه اعلامیه کې دا خبره کړې، خو نه ېې دي ويلي چې دا پېښه چا کړې او دوی به څه ورسره کوي؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه، چې کابل کې ېې سفارت ته څېرمه د ننني برید پر مهال دوه ډیپلوماټان وژل شوي.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د وژل شويو ډیپلوماتانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

خو ځینو روسي رسنیو ویلي چې په برید کې د روسیې د سفارت د کنسولي څانګې د وېزو مسوول او د هغه یو روس ساتونکی له لږترلږه ۱۰ افغانانو سره وژل شوي دي.

په همدې حال کې لاوروف ویلي چې له چاودنې وروسته یې په کابل کې د سفارت امنیتي تدابیر تشدید کړي دي.

بلخوا: ‏په کابل کې د طالبانو د ادارې د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د يادې پېښې نوعیت ځانمرګی برید ښودلی او ویلي،چې يو ملکي وګړی پکې وژل شوی او ۱۰نور ټپیان دي.

د هغه په وينا، د روسیې سفارت سره نږدې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې د دوی ځواکونو په نښه کړی چې له امله یې چاودنه رامنځ ته شوې.

ځينو نورو سرچينو په پېښه کې د شل تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی،خو طالب چارواکو یې په اړه د پلټنو د پیل خبر ورکړی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته چاودنه غندلې ده او په دې اړه یې پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې قربانیانو او هغوی کورنیو ته تسلیت وايي.

روسي ورځپاڼې ګازیتا آر یو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له قوله لیکلي چې په کابل کې د روسيې سفارت خپل امنیتي اقدامات زیات کړي دي او د طالبانو اضافي امنیتي او استخباراتي ځواکونه یې د کابل د پيښې په تړاو غوښتي دي.

روسیه یو له هغو څو هیوادونو څخه ده چې د تیر کال د دوبي په نیمایي کې یې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په کابل کې خپل سفارت پرانیستی پرېښی دی.

 مسکو تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو په دې وروستیو کې روسي چارواکو له طالب چارواکو سره د تیلو او نورو توکو د لېږد په اړه خبرې کړي دي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د طالبانو د حکومت د سرپرستې کابینې د اعلان یو کال پوره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب