جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+زموږ په دیني تعبیر کې د عقلانیت خلا | زبیر افغان

زموږ په دیني تعبیر کې د عقلانیت خلا | زبیر افغان

عقل په انسان کې هغه امتیازي ځانګړتیا ده چې انسان له نورو حیواناتو بېلوي، د بشر هر څه لاس ته راوړنې د همدې عقل په مټ دي، انسانان په خپله ټولنه کې هغه چا ته لېونی، ماتو یا دې ته ورته نور الفاظ کاروي چې عقل نه لري یا که د چا عقل وده نه وي کړې، هغه ته کمعقل یا بې عقل وايي، له دې ښکاري چې عقل په بشري ټولنه کې څومره مهم دی.

د خپل چاپېریال په شاوخوا کې فکر وکړئ، د بشر په لاس جوړ هر څه چې تاسو وینئ هغه د عقل په مټ جوړ شوي دي، که نه یو لېونی هيڅکله هم تولید نه شي کولای او حیوان یوازې د ځان د مړولو او له ځانه د دفاع شعور لري، د تغییر او ابداع وړتیا یوازې انسان ته د عقل په ور کولو ور کړل شوې ده.

هغه کسان چې له ور کړل شوي عقل څخه کار نه اخلي، قران کریم سخت غندل دي:

{ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ} [الأعراف: 179]

ژباړه: هغوی زړونه لري، د پوهاوي په برخه کې ګټه نه ور څخه اخلي، سترګې لري، لیدل نه په کوي، غوږونه لري، اورېدل نه په کوي، دوی لکه حیوانات بلکې تر حیواناتو هم ډېر غافله دی.

حیوان ته چې کوم شعور ور کول شوی دی، هغه په کامله توګه له خپل شعور څخه کار اخلي، د خپلې دفاع حس، ځان مړول اوبه کول، له یخه ګرمي له ګرمي یخ ته کېدل، د ډار له ځایه ځان کښل او خپل نسل اضافه کول، دا د هغو کار دی او په سم ډول يې مخته وړي. د اوزې سېرلي ته چا خوراک نه دی ښودلی، چې پيدا شي، بس د خپلې مور شیدې روي، پر پښو د ولاړې هڅه کوي او واښه خوري، د زمري زوی بیا غوښې خوري، واښه نه خوري، دا شعور هغوی ته په فطرت کې ور کول شوی دی، نو نه د اوزې بچی غوښه خوري او نه د زمري بچی واښه، هر یو په خپل کار ښه پوهېږي، بل خوا انسان ته له شعور سره عقل ور کول شوی دی، د عقل برسېره وحې او رسول ورته راغلي دي، هغه ته يې د ژوند لار ښودلې ده، مګر بیا هم خپل کار په هغه توګه نه کوي لکه حیوان چې يې کوي، له دې امله دغه ډول انسانان تر حیواناتو هم غافل بلل شوي دي.

د دین او مشاهدې له مخې د عقل له دومره ډېر اهمیت سره زموږ په دیني تعبیر کې عقل منزوي شوی دی، دا ډېر جالب تناقض دی چې دوی په کومو دلایلو د عقل منزویتوب ته دلایل تراشي، هغه ټول د همدې عقل په مټ باندې کوي، چې دوی يې منزوي کولو ته مټې رانغښتې دي!!!

اصلن د خدای د وجود اقرار، په دین پوهاوی، د رسول په دعوت پوهېدل، د قران کریم پيغام درک کول او په ټولو دیني او دنیوي پديدو پوهېدل د همدې عقل په مټ ممکن شوي دي، که عقل نه وای، نو دا هيڅ به هم نه وای. که د اسلام تر ټولو معتبر متن قران کریم وکتل شي، له ګڼو ایاتونو يې بیخي په وضاحت ښکاري چې عقل ته مخاطِب دی، قران کریم وايي چې دا د عقل د خاوندانو لپاره دی، د عالمانو لپاره دی، د تفکر، تعقل، تدبر ذکر خو يې ځای پر ځای کړی دی، د خپلې ادعا د اثبات لپاره يې خورا زیات د عقل د تجربې په تول پوره دلایل ویلي دي، د کایناتو لور ته يې زموږ پام اړولی دی، دا هر څه په عقل ممکن دي، که عقل نفې شي، هر څه ورسره نفې کېږي.

البته دا خبره سمه ده چې ځينې موضوعات داسې دي چې د هغو حکمت ظاهرن په عقل نه ښکاري، د هغه لپاره عقلي توجیه یا هغه وخت ګرانه وه یا ښايي نن هم ځينې مسایل په عقل حل نه شي، قران کریم يې حل وړاندې کړی دی او موږ يې له دې پرته چې په اصل حقیقت يې سل سلنه پوه شو، منو او ایمان پرې لرو، خو دا خبره بیا هم په عقل درک کوو چې دلته زموږ د عقل ځواب ممکن نه دی، موږ نه پوهېږو زموږ علم او تجربه ځواب راکوي، دا حقیقت هم بېرته په عقل درک کوو، تر دې وروسته چې دلته وحې څه راته وايي بیا يې هم په عقل حقیقت معلوموو او تر پوهاوي وروسته ایمان پر را وړو، نو دلته هم عقل خپل رول ادا کړی دی، که عقل نه وای، دغه اوس چې موږ څومره په همدې پيغام پوه شوي یو، دغه پوهاوی او دغه ایمان و باور به هم نه وای.

له بده مرغه زموږ د زمانې دیني تعبیر کې عقل ته خپل ځای نه دی ور کول شوی، دوی که مازې عربي توري ولیدل، په هغو پسې مښلي، نور دې ته نه ګوري چې یا له علم سره ټکر دي، یا تر خپل منځ سره ټکر دي، یا له واقعیت سره اړخ نه لګوي، یا ټولنې ته زیان رسوي، یا هم عقل يې نه مني، دوی ته عقل نه دی مهم، دلیل يې دا وړاندې کوي چې په دین کې نقل مهم دی عقل نه چلېږي، د عقل له مخې جنت او دوزخ څنګه ثابتوې؟ دا خبره پر خپل ځای سمه ده چې نه په عقل جنت ثابتېږي او نه دوزخ، دې ته ورته نور مسایل هم شته چې تش عقل په هغه میدان کې کفایت نه کوي، بلکې وحې باید ورسره ملګرې شي او د هغه سوال ځواب ته ووایي، مګر زموږ مشکل له دې سره نه دی چې جنت دې په عقل ثابت شي که ثابت نه شو، موږ يې نه منو، یا دې په دې کې له نقل سره عقلي دلایل هم ملګري شي، خبره داسې ده چې په کوم ځای کې مسله منصوصي نه وي، اجتهاد او قیاس وي، یا د خبر واحد مسله وي، دلته باید هر څه د عقل په تول پوره وخېژي، که دلته هم عقل ته ټېله ور کول کېږي، بیا نو دغه اجتهاد هم د عقل پر مټ شوی دی، دغه خبر واحد هم عاقلانو را نقل کړی او عاقل سړي له دې څخه مفهوم اخیستی دی، په دغه برخه کې يې ولې عقل معتبر ګڼي؟

دا امکان نه لري چې عقل دې د خپلې تجربې له مخې ثابته کړي چې شمسي نظام کې لمر محوري حیثیت لري، ځمکه پر هغه را ګرځي، اما دلته زموږ په دیني تعبیر کې له قیاسونو او اجتهادونو یا روایاتو څخه دا ثابتوو چې نه بالعکس خبره ده، یا هم د ځمکې دوه ګونی حرکت عقل په خپله تجربه ثابت کړي او زموږ تعبیروال د خپل اجتهاد او قیاس په مټ له دې چورلټ انکار وکړي، ساینس د هوا د حالاتو وړاندوینه وکړي، زموږ ملا صاحب وايي په دې څوک نه پوهېږي، هر څوک چې دا خبره مني کافر دی، ډاکټر د ښځې په نس کې د ماشوم په اړه معلومات ور کړي، ملا صاحب په خپله ناخبري کې د دیني تعبیر له زاويې بیا ټاپه را کش کړي او دا یوازې د خدای په صفاتو کې شمار کړي، که څوک يې د خبرېدو ادعا وکړي، هغه کافر وبولي، د ملا په تعبیر کې باران له اسمانه اوري، د علم له مخې باران له ورېځې اوري، اوس به د علم خبره منو که د دیني تعبیر؟

دغه ته ورته په سلهاؤ نور موارد شته چې علم یو څه وايي، زموږ د تعبیروالو خبره بل څه وي، دوی دلته عقل ته په دې پلمه ګونډه ور کوي چې د نقل په مقابل کې عقل نه چلېږي، په داسې حال کې چې د دوی کړی اجتهاد هم د عقل په مټ وي، نو څنګه ستا شوی قیاس د عقل په مټ دومره قوي او باوري دی چې تر تجربو وروسته ثابته شوې خبره به ستا د دیني تعبیر له مخې پاتېږي او ستا د فارمول پر بنیاد په نقل کې عقل نه چلېږي، سره له دې چې نه دلته نقل دغه خبره کړې ده او نه هغه نقل چې د انساني عقل د لارښوونې لپاره نازل شوی، داسې کېږي چې له عقل سره په ټکر کې واقع شي، هغه نقل هادي دی، لار ښود دی، انساني عقل ته هدایت کوي، ښه څنګه امکان لري چې عقل دې تر مخکې شي او له هغه سره دې په ټکر کې راشي؟

زموږ د دیني تعبیر یوه لویه خامي دا ده چې له مسایلو سره برخورد يې عاقلانه نه دی، منطقي چلند نه کوي، بلکې تر ډېره پرې د اسلافي پرستۍ اغېز دی، دغه يې د ضعف هغه نکته ده چې هم يې له دینه ناسم تعبیر ته لار جوړه کړې ده، هم يې ټولنې ته ستونزې په جوړې کړې دي، د علم مخه يې هم په نیولې ده، بلکې که ووایم دنیا ته يې هم ډم په اچولی او اخرت يې هم په زیانمن کړی دی.

دا خبره ډېره بې ځایه ده چې عقلانیت له دین سره ټکر دی، بلکې د الحاد او بې دینۍ بنسټ پر عقلانیت دی، عقل د هر شي بنسټ دی، دین او بې دیني دواړه په عقل کېږي، نه لېونی تر ننه چا لیدلی دی چې ډېر ښه دیني عالم و او نه چا ولید چې ډېر لوی فیلسوف یا ساینسپوه و.

حقیقت دادی چې عقل د هر شي لپاره معیار دی، دیني تعبیر چې پرې تلل کېږي هم عقل دی، که غیر ديني ایډیالوژي په تلل کېږي، هم عقل دی. موږ وینو چې کومو ټولنو له خپل ور کړي عقل څخه پر ځای کار اخیستی دی، نو ښه ژوند لري، ښه يې ټولنې دي، د دې برخلاف چې چا پر عقل پرده غوړولې، د نقل په کارتوس يې د عقل جنازه اخیستې ده، د نقل په تقدس يې د عقل سپېڅلتیا او ارزښت کم کړی دی، نو هغه ټولنې په ډېرو بدو شرایطو کې ژوند کوي او په ډېری میدانو کې عقل پرستو ټولنو محتاجې دي.

له دې خبرې څوک انکار نه شي کولای چې عقل ټولو مسلو ته ځواب نه شي ویلای، تر ننه د انسان او کایناتو د پيدايښت په اړه د عقل په مټ فلسفي بحثونه کېږي، خو معقولې نتیجې ته نه دي رسېدلي، د ټولنیز ژوند په اړه د هر هیواد او سیمې قوانین سره بېل دي، چې بیا هم د عقل لور ته ګوته پکې نیول کېږي، نه یوازې غیر ديني ټولنې سره وېشلې دي، بلکې دیني ټولنې هم په خپل تعبیر کې سره یوه خوله نه دي او د عقل په مټ کېدونکی تعبیر يې سره جلا جلا دی، دا هر څه موږ ته په زبات رسوي چې عقل د ټولو ستونزو حل نه وړاندې کوي یا يې په یوه وخت کې نه شي وړاندې کولای، د وحې مشال ورته اړین دی، مګر له دې هر څه سره د عقل پر اهمیت یوه ذره اغېز هم نه کوي، ځکه بېرته خبره هماغه ځای ته ځي چې که دین دی که دنیا ده، الحاد دی که دین پرستي، د ټولو بنیاد پر عقل دی، هر یوه ته خپله تګلاره د همدې عقل په مټ ښایسته ده، له عقل پرته دا نړۍ ویرانه بویه، له عقله پرته د دین تعبیر هم د نړۍ په برخلیک اخته وګڼه او د تعمیر پر ځای به تخریب ته لار جوړوي، انساني ټولنې ته د ګټې او سوکالۍ پر ځای به تاوانانونه او مشقتونه را پيدا کوي، که موږ غواړو چې له دین او دنیا دواړو سره منطقي او مناسب برخورد وکړو، عقل ته به پنا وړو، نو راځئ بېرته په خپل تعبیر کې عقل ته هغه مقام ور کړو چې د دین او دنیا دواړو له مخې ورته مناسب دی.

۲۰۲۲/۹/۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب