جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف ادارې د کندهار د ښځینه لباسونو پلورونکي بندیان کړي

امر بالمعروف ادارې د کندهار د ښځینه لباسونو پلورونکي بندیان کړي

تاند:(دوشنبه،د سنبلې څوارلسمه)‏‏ د طالبانو په تر ټولو ستر مرکز کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د ښځينه لباسونو يو شمېر پلورونکي بندیان کړي.

ځايي سرچينو ويلي،چې د طالبانو د دغه عمل په غبرګون کې د ښځو بازار رنګرېزانو کوڅې دوکاندارانو احتجاج کړی او دوکانونه یې تړلي دي.

د دغه بازار یوه دوکاندار رسنيو ته ويلي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست غړي ورغلي او ۷ دوکانداران یې له ځان سره بېولي.

د دغه مارکیټ دوکان داران وايي چې مخکې د یادې کوڅې دوکاندارانو ته ویل شوي ول، چې ښځې دې د دوکانونو منځ ته نه پرېږدي او له باندې څخه دې سودا ورکړي.

د کندهار د طالب والي ویاند حاجي زید وايي چې د دغه بازار له دوکان دارانو سره يې خبرې کړي او ياده ستونزه حل شوې ده.

د طالبانو له امر بالمعروف ادارې څخه په مختلفو ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د ورته قیوداتو له کبله توندې نيوکې شوي دي.

4 COMMENTS

  1. داواقيعت دى څومره ظلم چې طالبانو پرپښتنو کړى اوکوي يې په ځانګړى ډول پرکندهار يانو کوي دنورو ولايتونو اوسيدونکي په خبر هم نه دى رسنيو ته زندې لويدلي څوک ږغ نه شي پورته کولاى په تيرو څو هفتو کي يې دکندهار دوالي په امر په لس ګونو هغه کسان بندي کړى چې ددوى دظلم خلاف يې په فېسبوک کي شکايت اميزه پوسټونه کړى

  2. سل په سلو کې دا وحشي ځناور د پښتنو سرسخته دښمنان دي. زما تعجب په دي راځي چې بيا نور قومونه دا ځناور د پښتنو استازي بولي…

  3. ښاغلي م.و سلامونه،
    دادهغو مدرسو سمر ده کوموته چي پښتنو خپل زامن ورليږلي وو، په د بايد پښتانه سترګي پټي نه کړي.
    که غواړو چي له ملا او طالب نه ځان خلاس کړو اول بايد موږ پښتانه راپورته شو او زه په د ايمان لرم چي دا فغانستان دا نور وروڼه قومونه به زموږ پښتنو تينګ ملاتړ وکړي.
    بيا ب۵۲ امريکايي الوتکه نه راځي خکه امريکانو طالبان په قدرت راوستل.
    دا کار بايد موږ افغانان وکړو.

  4. زه نه پوهیږم چې دا ځناور د ښځو سره څه ابدي ستونځه لري؟ دوی مور، ښځه او لور نلري؟ دوی ولې ددوی د حقوقو نه منکر دي؟ ایا طالبان مسلمانان دي؟ که دي نو کوم قسم اسلام دوی مني چې په هغې کې د ښځو حقوق نشته؟ ایا کوم ته چې دوی اسلام وایي په حقیقي اسلام کې شته؟ زما په فکر دوی د هغې تورې او سنګي دورې پیروان دي چې مخکې د اسلام نه وه او د حضرت محمد ص په اسلام پورې هیڅ اړه نلري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب