Home+ليزر جادويي کونجي

ليزر جادويي کونجي

لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد

ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی

د ليزر کلمه د انګليسي د څو کلمو لنډه بڼه ده چې عبارت دي له: Light Amplification Stimulated Emittion Of Radiation
د قاهرې پوهنتون د سترګو د جراحي د پوهنځي استاذ ډاکتر محمود صلاح الدين مصطفي په خپل کتاب د سترګونو رازونه (اسرار العيون) کې د ليزر مانا داسې کوي:

ليزر د رڼا په واسطه د يوې ټاکلې مادې راپارولو ته وايې. دا د يو ټاکلي رنګ درلودونکې وړانګې لېږدوي . دا وړانګې د څپو ځانګړي اوږدوالي لري چې د جراحي په څېر د درملنې او له ناروغيو څخه د ژغورنې په موخه کارول کيږي… دا وړانګې په سترګو نه ليدل کيږي.

پټه دې پاتې نه وي چې ليزر د انسان په ژوندانه کې ډېر ارزښت لري ، له ليزر څخه د ساينس په ګڼو برخو کې ګټه اخيستل کيږي، همدا راز د ټولنو د پرمختګ او د انسان د هوساينې، آرامتيا او روغتيا لپاره ډېر ګټور دي.

د ليزر وړانګې د طب، صنعت، کرنې او نورو ډګرونو کې هم ډېرې ګټې لري. ليزر او ساينسي پرمختګ انسان ته دا وړتيا ورکړې چې يا انسانيت د هلاکت او تباهي کندې ته وغورځوي ، او يا ورته هوساينه او لا پرمختګ ورکړي.

آسماني رنګ لرونکي ليزر:

د ليزر هغه وړانګې چې د سترګو د درملنې لپاره کارول کيږي د ارګن او د کريپټن غازونونو په نامه ياديږي.

د دې رنګ ليزر ځانګړنې:

دا وړانګې آسماني رنګه وي. په سترګه کې ټاکلي هدف باندې په دقيقه توګه تمرکز کوي . حجم يې ډېر کم دي يانې له ( ۵ ــــ ۱۰ ) ميکرون پورې حجم لري .او يو ميکرون (۰،۰۰۱ مللم ) دي. د دې وړانګو کنټرول ډېر دقيق دي. د سترګو د پردو په ګډون، دا ليزر د سترګو د ډول ډول ناروغيو د درملنې لپاره کارول کيږي،د ليزر په استعمال سره، انسان له طبي توشمو (عينکو )کارولو ته اړتيا نه پيدا کوي.

سور رنګ درلودونکي ليزر:

هغه ليزر چې سرې وړانګې لېږدوي .دا ليزر د ځينو نښو ، سرو خالونو او په بدن کې د ځينو نورو عيبونو د درملنې لپاره له ۱۹۷۰ ميلادي کال راپدېخوا کارول کيږي. او ډاکتران په دې اند دي چې دا ليزر د لويانو په پرتله په ماشومانو کې ډېر اغېزمن او په ښه توګه کار کوي. خو دا رنګ ټپونه، د پرهار پاتې نښې او ځينې مورزادې پاتې شوې نښې يا د تيونو د جراحي نښې له منځه نه شي وړلي.

د زرغونې ( شنې ) رڼا درلودونکي ليزر:

د ليزر دا رنګه رڼا کولي شي د وينې زيانمن شوي رګونه يا شريانونه او له مخ ، لاسونو او څټ څخه خراب شوي وريدونه له منځه يوسي.

ليزر نه يوازې دا چې دطب په برخو کې کارول کيږي او زياتې لاسته راوړنې لري، بلکې ليزر د پرمختګ په نورو ډګرونو کې هم کارول کيږي او په هره برخه کې يې خپله وړتيا ښودلې او لاسته راوړنې يې پټې نه دي.

د اسيوط پوهنتون د ساينس په پوهنځي کې د کيمياء استاذ ډاکتر محمود ابوزيد په هغه څېړنه کې چې په اهرام  جريده کې د ۱۹۹۵ کال د اپريل د مياشتې په ۱۴ مه نېټه خپره شوې وايې چې: ليزر په هغو رنګونو هم کارول شوي چې په نوې او پرمختللې ټکنالوجي کې تري ګټه اخيستل کيږي، لکه د ليزر رنګين توکي، او د انفراريډ وړانګو ته ورته د رنګ مواد.

د يادونې وړ ده چې رڼا په دې وروستيو کې د حراجي عملياتو داسې مهمه او اغېزمنه آله ګڼل کيږي چې له وينې توييدو او د زخم د راپيدا کېدو پرته ګڼ عمليات په برياليتوب سرته رسوي. نه ورکې د بدن کوم ځاي پرې کيږي او نه له عملياتو وروسته دکوم ځاي ټکور او پټۍ ته اړتيا ليدل کيږي. ساينس پوهان د عملياتو دا وسيله د (رڼا چاړه) په نامه يادوي. دا په دې مانا چې د عملياتو په پايله کې نه درد پېښوي او نه وينه تويوي . په راتلونکې کې کېداي شي په زياته کچه د جراحي عملياتو پر مهال د جراحي چاړې پر ځاي د رڼا له چاړو ګټه واخيستل شي. نو ځکه ويلي شو چې د طب په برخه کې د ليزر د برياليتوب وروسته ليزر د درملنې مهمه وسيله ګڼل کيږي او ښايې رول يې تر بل هرڅه زيات وي.

له دې اوږدې څېړنې وروسته دې پايلې ته رسيږو چې:

د اسمان او د سمندر له آسماني رنګه فلسفه رازيږېدلې .د شنو او زرغونه ځنګلونو له رنګونو څخه لومړي انسان دا زده کړه چې څنګه يې له مېوو ګټه واخلي… انسان د اور د د سرو لمبو څخه د سوځېدلو درد وپېژانده، او د شپې په توره تياره کې يې له اور سره نږدې د ګرموالي ، او د ښکاري حيواناتو څخه يې د خونديتوب احساس وکړ.

…. نو بايد ووايو چې له رنګونو سره انسان پر ځمکه ژوند وپېژانده، او له طبيعت څخه يې ځانته ځينې رنګونه د مينې لپاره او ځينې يې د جنګ لپاره وټاکل.

نو اوس پريکړه پر تاسو !

آيا هغه ورځ به راشي چې په رنګونو کې د تخصص لپاره ځانګړي پوهنځي او پوهنتونونه ولرو؟!
او آيا راتلونکې پېړۍ به په رنګونو درملنه تر بل هر څه لويه لاسته راوړنه نه وي؟!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...