پرې ور ټیټ شوم، له ملا مې لاسونه ور کړۍ کړل، غوښتل مې چې پورته یې کړم، خو پر ځمکې یې منګولې درنې وې، په څنګ کې مې روان کس موبایل غوږ ته نیولی و، د لاس په اشاره مې ورته وویل:
ـ اې وروره! دا راسره پورته کړه.
سړي قدم ونیو، شونډې یې نرۍ کړې، په تګ کې یې له درېیم قدم څخه سریښ شوی پلاستیک له بوټ څخه بېل شو، سپي مې له څنګه پرې ور منډې کړې، بوی یې کړ، وسونګېده، لکۍ یې ښوروله، د سر ویښته مې ور وګرول:
ـ نه ګرانه! هغه زما او ستا په درد نه راځي.
ښکته څوک نه و، له پورته دوه هلکان چې په عمر کې تر ما کم نه ول را روان و. سپي د باران چک چکو ته لکۍ ښوروله، مرغۍ د څانګې لاندې په یو خاښ کې سر ټیټ کړ.
هلکان را نږدې شول، ولاړ شوم، سپي ژبه راویستلې وه، په تېزۍ یې ساه اخیسته، یو قدم ور وړاندې شوم:
ـ وروره! لږ مرسته راسره وکړئ.
خندا یې غلې شوه، یو بل ته یې وکتل، یو یې را وړاندې شو:
ـ قوارې ته ګوره، پهدې عمر سوال کوې!؟
ـ نه! نه نه وروره سوال نهکوم، بس دغه… .
هلک مخښکته روان شو، ملګري یې قدم ورپسې پورته کړ، بېرته یې راوکتل:
ـ ته دغه هم نهشې پورته کولای.
د باران شور یې په خندا کې ورک شو، مرغۍ بڼکې وڅنډلې.
لمر د تورې وریځې له تنګې لمنې د ځمکې مخ ولید، سپی په دوه پښو کښېناست، د اسمان لور ته یې غاړه اوږده کړه، په چغو یې ورېځې غوسه کړې، باران د ځمکې مخ ته څپېړې تېزې کړې.
په ناهیلۍ مې یو خوا بل خوا سترګې واړولې، خلک تېز روان و، چې پایڅې یې ځای ځای په خټو وې.
سپي ځمکې ته کتل، په سترګو کې مې درد راټول شو، د مرستې فرښته مې ورکه وه، اسمان ته کتل نه کېدل، په زړه کې مې لوی زات ته ګيله وکړه، بوجۍ ته مې اوږه ورلاندې کړه، زور مې کړ، له خولې مې چغه ووته:
ـ یاالله ج خیر