Homeخبرونهروسیې په کابل کې د خپلو دوو ديپلوماتانو د وژلو خبر ورکړ

روسیې په کابل کې د خپلو دوو ديپلوماتانو د وژلو خبر ورکړ

تاند:(دوشنبه،د سنبلې څوارلسمه)‏‏ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه،چې کابل کې ېې سفارت ته څېرمه د ننني برید پر مهال دوه ډیپلوماټان وژل شوي.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د وژل شويو ډیپلوماتانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

بلخوا: ‏په کابل کې د طالبانو د ادارې د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د يادې پېښې نوعیت ځانمرګی برید ښودلی او ویلي،چې يو ملکي وګړی پکې وژل شوی او ۱۰نور ټپیان دي.

د هغه په وينا، د روسیې سفارت سره نږدې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې د دوی ځواکونو په نښه کړی چې له امله یې چاودنه رامنځ ته شوې.

ځينو نورو سرچينو په پېښه کې د شل تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی،خو طالب چارواکو یې په اړه د پلټنو د پیل خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...