جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهط-انو د کابل د دوو درمسالونو د رغولو خبر ورکړ

ط-انو د کابل د دوو درمسالونو د رغولو خبر ورکړ

تاند:(دوشنبه،د سنبلې څوارلسمه)‏‏ ‏د طالبانو د رژيم د ارشاد ،حج او اوقافو وزارت مسئولینو ویلي ،چې په کابل کې ېې د دوو درمسالونو د رغولو چارې بشپړې کړي دي.

د طالبانو د دغه وزارت مرستيال مولوي عارف الله عارف د خپل یو کلن کاري راپور د وړاندې کولو پر وخت نن وویل:«د کارته پروان او سري چند درمسالونو د ترمیم چارې بشپړې شوي»

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په کابل کې د افغانستان د هندو باورو او سيکانو پر عبادت ځايونو له څو کلونو راهيسې بريدونه شوي،چې د مرګ ژوبلې تر څنګ ېې دغو عبادت ځايونو ته هم زيان اړولی دی.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته هم دغو بریدونو دوام کړی،چې له هېواده د لسګونه افغان هندو باورو او سيکانو د وتو سبب شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...