Homeخبرونهکابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه چاودنه شوې

کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه چاودنه شوې

تاند:(دوشنبه،د سنبلې څوارلسمه)‏‏ راپورونه وايي، چې د کابل پر دارلامان سړک د روسیې د سفارت مخې ته شاوخوا یو ساعت مخکې درنه چاودنه شوې ده.

ځايي سرچينو ويلي،چې چاودنه د سفارت د مراجعینو انتظار ځای ته نيږدې رامنځته شوې او د شاوخوا کورونو ښيښې ماتې شوي دي.

د طالبانو امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

عیني شاهدان وايي،چې په سیمه کې امبولانسونه لیدل شوي او د مرګ ژوبلې احتمال موجود دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...