تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۴ مه) پاکستاڼي رسنۍ وايي، له افغانستانه د رومي یا سرو بانجڼو د وارداتو له کبله په کراچۍ ښار کې د سرو بانجڼو بیه خورا تیټه شوې ده.
د پر له بسې سیلونو له کبله په وروستیو اوونیو کې په پاکستان په تېره بیا کراچۍ ښار کې د رومي بانجڼو بیه هره کیلو تر ۵۰۰ روپیو لوړه شوې وه خو له افغانستانه په پراخه پیمانه د سرو بانجڼو د وارداتو له کبله د رومي بیه ډېره ټیټه شوې ده.
له افغانستان څخه پاکستان ته د پیاوزو صادرات هم زیات شوي دي.
په همدې حال کې د پاکستان د ګمرکونو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې په تیرو ۴ ورځو کې له افغانستان څخه پاکستان ته په ۲۲۲ لاریو کې ۶ زره ټنه رومیان او په ۳۰۸ لاریو کې ۹ زره ټنه پیاز رسیدلي دي.
وروستیو سیلونو په دواړو هیوادونو کې د سیزیجاتو کروندو او د میوو باغونو ته زښت زیان اړولی دی.
له بلې خوا په افغانستان کې د وچې میوې او لاسي صنایعو ځیني سوداګر وايي، وروسته له دې چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي د هوايي دهلیز له لارې صادرات په ټپه درېدلي دي.
دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د هوايي دهلیزونو له لارې د محصولاتو د صادراتو زمینه برابره کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا د هوايي دهلیزونو له لارې د صادراتو د دریدو لامل سوداګر ته د سبسیډي نه ورکول په ګوته کوي.
خو د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د هوايي دهلیزونو د بیا پرانیستلو اراده لري او هڅه کوي چې په دې برخه کې یوه لار ومومي.
د هوايي دهلیز له لارې افغانستان زیاته ځلغوزه چین ته لېږله چې د هیواد په عوایدو کې یې د پام وړ زیاتوالی راوستی و.
البته په افغانستان کی هم د هر صالح افغان په نِزد پاکستانی بیرغ او دولت او موجودیت او پاکستانی مُلا او سیکولر او نشنلیسټ او هر پاکستانی ګانډو او بړوه بیه ډیره ټیټه سوېده.