جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغانستان کې زلزله، کونړ کې ېې مرګ ژوبله اړولې ده

افغانستان کې زلزله، کونړ کې ېې مرګ ژوبله اړولې ده

تاند:(دوشنبه،د سنبلې څوارلسمه)‏‏ د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکي وايي،چې ‏د تېرې شپې ‎زلزلې په کونړ کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د ‎کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ طالب رییس مولوي نجیب الله حنیف وايي چې بېګاه د نور ګل ولسوالۍ په ودیر سیمه کې سختې زلزلې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او لسګونه کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې ښايي تلفات نور هم لوړ شي.

بېګانۍ زلزله په پلازمېنې کابل، جلال اباد ښار او يو شمېر نورو سيمو کې هم محسوسه شوې ده.

د زلزلې د زيانونو دقیق جزییات تر اوسه نه دي ترلاسه شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...