یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهحفیظ منصور: د پښتنو د استازو په توګه د ط-انو معرفي کول...

حفیظ منصور: د پښتنو د استازو په توګه د ط-انو معرفي کول پردۍ استخباراتي هڅه ده

تاند:(دوشنبه،د سنبلې څوارلسمه)‏‏ د افغانستان يوه مشهور تاجیک لیکوال او سياستوال عبدالحفيظ منصور،چې پخوا قومي تفرقو ته په لمن وهلو تورنيده، په يوه تازه مقاله کې د پښتنو د استازو په توګه د طالبانو د معرفي کیدو هڅې د پاکستان استخباراتي هڅې بللي.

حفیظ منصور په بي بي سي فارسي کې په دې اړه مقاله خپره کړې او ویلي،چې پاکستان او په ځینو مواردو کې خپله طالبان دغې ډلې ته د قومي هويت د ورکولو په هڅو غواړي،چې طالبانو ته د پښتنو ملاتړ ترلاسه کړي.

 د نوموړي په باور، پاکستان په دې ډول په افغانستان کې د طالبانو په وسيله د خپلو لاسوهنو د پټولو هڅه هم کوي.

منصور د جرګو له لارې د پښتنو د پریکړو او مشورو دود ته په اشارې پوښتنه کړې،چې طالبانو د پښتنو له کومې جرګې د دغه قوم د استازیتوب حق تر لاسه کړی او یا د پښتنو په ګټه کومه قومي اجنډا لري؟

د حفيظ منصور په وينا، طالبان د پاکستان له لوري د مذهبي باورونو په اساس رامنځته شوي او د دغه هېواد د ګټو لپاره کارول کېږي، چې پښتنو ته ېې هم د نورو افغانانو په شان د پام وړ زيانونه اړولي دي.

هغه له غير پښتنو څخه پوښتنه کړې، چې د طالبانو په ليکو کې د نا پښتنو په موجوديت او په دا ځل واکمنيدو کې يې تر پښتنو سيمو د نا پښتنو سيمو په سقوط به څنګه سترګې پټې کړي ؟

په ټولنیزو رسنیو کې د حفيظ منصور څرګندونې د طالبانو د يو شمېر منتقدانو له هرکلي سره مخامخ شوي.

طالب پلويانو په دې اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب