Homeخبرونهيو شمېر ستانه شوي پخواني چارواکي او سياستوال بیرته هېواد نه بهر...

يو شمېر ستانه شوي پخواني چارواکي او سياستوال بیرته هېواد نه بهر وتلي

تاند:(دوشنبه،د سنبلې څوارلسمه)‏‏ راپورونه وايي، چې هېواد ته د افغان شخصیتونو د ستنولو لپاره د طالبانو د کميسيون په هڅو کابل ته يو شمېر ستانه شوي پخواني چارواکي او سياستوال بیرته له هېواده د باندې وتلي.

د‌ افغانستان د برېښنا شرکت پخوانی رييس امان الله غالب، د حج او اوقافو پخوانی وزير محمد صديق چکري، د دفاع وزارت پخوانی وياند جنرال دولت وزيري او يو شمېر نور هغه کسان ښودل شوي، چې هېواد ته له ستنېدو وروسته بيرته له هیواده وتلي.

د طالبانو يوه مطبوعاتي مبلغ مبين، چې ځان جنرال مبين بولي، په دې اړه له نیوکو سره غوښتنه کړې چې هېواد ته ستنیدونکي شخصيتونه بايد ممنوع الخروج شي.

د هغه په وينا دغه کسان اکثره هېواد ته د خپلو جایدادونو د پلورلو لپاره ستنيږي او بيرته له هیواده وځي.

د دفاع وزارت پخواني وياند جنرال دولت وزیري بیا ويلي،چې هغه د ځينو روغتيايي ستونزو له امله هېواد نه وتی او بيرته به ستون شي.

د طالبانو د شخصيتونو د ستنولو کميسيون چارواکي وايي،چې د فعاليت له پيل سره يې شاوخوا يو نيم سل تنه بهر ته تللي شخصيتونه هېواد ته ستانه شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...