جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپر امريکا غږ؛مجاهد:فشارونه کم کړئ،موږ د اړیکو په نوي پړاو درسره جدي...

پر امريکا غږ؛مجاهد:فشارونه کم کړئ،موږ د اړیکو په نوي پړاو درسره جدي کار کوو

تاند:(دوشنبه،د سنبلې څوارلسمه)‏‏ د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد د یوې هندي رسنۍ له لارې پر امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو غږ وکړ، چې پر طالبانو فشارونه کم او ورسره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي.

طالب وياند په یوه تازه مرکه کې ټينګار کړی،چې‌ دوی له امریکا سره د اړیکو بیا رغولو ته لیواله دي او د نوي پړاو د پیل لپاره يې جدي کار کوي.

 ذبیح الله مجاهد په ورته وخت کې امریکا دوی سره د د دوحې د سولې له لاسلیک کړي تړون څخه په سرغړونه تورنوي او خبرداری ورکوي، چې د افغانستان پر فضايي حریم تېری د هیچا په ګټه نه دی.

د طالبانو تر ټولو لوړ پوړی وياند زياتوي:« مونږ د امریکا له متحدو ایالتونو سره د اړیکو بیا رغولو ته لیواله یوو، چې له امریکا سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړو او له امریکا سره د افغانستان د ګټو پر بنسټ ښې اړیکې غواړو او هیڅ هېواد ته به اجازه ورنکړو، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.»

ذبیح الله مجاهد په دې مرکه کې له لویو قدرتونو غوښتي، چې د وړو مسایلو په راپورته کولو سره خنډونه جوړ نکړي او پرېږدي،چې نړۍ په افغانستان کې د دوی حاکمه اداره په رسمیت وپېژني.

 د بشري/ښځینه وو د نقض شویو حقونو ورکړه او په خاص ډول د تړل شويو ښوونځيو بيرته پرانيستل یې، ټول ګډونه حکومت جوړول، له ترهګرو ډلو سره اړيکې ختمول او د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د نه استفادې تضمین له طالبانو څخه د نړيوالو تر ټولو لوېې غوښتنې دي.

امريکايي او اروپايي چارواکو د طالب ویاند دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد،چې طالبانو سره ېې د امریکا په استازيتوب د دوحې د سولې تړون لاسليک کړی و، په وروستۍ مرکه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د نا عملي شويو برخو د عملي کیدو په اړه د مذاکراتو د بيا پيل غوښتنه وکړه.

1 COMMENT

  1. امریکائیان ښه خلک نه دی، د دریمی نړۍ وولسونو ته په ” تلمودی ” سترګه ګوری او د خپلو ګټو پخاطر حتی خپل اروپائی شریکان هم اور او اوبو ته اچوی او د امریکائیانو د امپریالیسټی کړنو له امله به اروپائیان راتلونکئ ژمئ د ” زمهریز ” په لمبو وسوځی او احتمالاً د اروپا په ګوټ ګوټ کی به د امریکا بیرغونه د اروپائیانو د خښم او نفرت په لمبو کی وسوځل سی او امریکائی ضد روحیه به پیاوړی سی.
    نو
    مجائید ساب او د امریکې مرئی او غیر مرئی مزدوران باید دا حقیقت ومنی چی امریکائیان طالب مالب په رسمیت نه پیژنی ځکه:
    د طالب د رسمیت پیژندنی په صورت کی مجبور دئ چی د عام وولس فریادونه واوری او د ریاکارۍ او بشری حقوقو د کاذبی ادعا له مخی هم چی وی طالب له ستونی ونیسی ( البته اوسمهال ددې کار حوصله نلری او مصلحت ئې هم دا ایجاوبوی چی هم ئې طالب ته او هم ئې وولس ته پلاس کی نیولئ وی).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب