ژباړه او زیاتونه: ح حمید
په انساني جوړښت کې له جسم ورهاخوا، څه چې ډېر مهم دي او يا د انسان کړه وړه او آن شخصیت جوړوي، هغه ذهن ګڼل شوی، خو انساني پوهه، لا هم هغې کچې ته نه ده رسیدلې چې ذهن پوره مطالعه کړي، بلکې د ذهن د محصول (کړو وړو) پر کتنه او ارزونه د ذهن د مطالعې او مشاهدې ادعا کوي.
په انساني جوړښت کې له جسم ورهاخوا، څه چې ډېر مهم دي او يا د انسان کړه وړه او آن شخصیت جوړوي، هغه ذهن ګڼل شوی، خو انساني پوهه، لا هم هغې کچې ته نه ده رسیدلې چې ذهن پوره مطالعه کړي، بلکې د ذهن د محصول (کړو وړو) پر کتنه او ارزونه د ذهن د مطالعې او مشاهدې ادعا کوي.
د دماغ او پنځه ګونو حواسو مشترک عمل له ذهن سره تړلی او ذهن بیا د اروا یا روح په شان یو پر اسراره شی پیژندل شوی دی.
پورتنۍ خبرې د ډاکټر سیف الله غریب یار د هغه لکچر په سریزه کې وې چې د خوست ادبي بهیر د تېرې اوونۍ په غونډه کې یې د (لاشعور) پر موضوع کښلې وې. د ياد لكچر په اړه د راپور ليكونكي بهير برداشت دا و چې که موږ د یو انسان کړه وړه د اعمالو د سرچینې یا فکري او خیالي ماخذ پر لور څېړو، نو د انساني اروا او ذهن مشاهده به د انسان د کړو وړو له مخې کوو چې دا چاره د ذهن په پېژندلو کې یو تت انځور ګڼلی شو.
همداسې د لاشعور د څېړنې له پاره هم له انساني کړو وړو، تر شعور، تحت الشعور ور تیریږو او بالاخره لا شعور او روح ته رسیږو. که څه هم دغه لاره تر هغې بلې هم ګرانه او پیچلې ښکاري، ولې د ځینو پوهو انسانانو او عالمانو شعور پکې تر یوه حده مزل کړی دی او د دواړو لارو لارویانو منزل یو، خو لارې او فکرونه بیل دي.
ډاکټر غریب یار د دې برخې د یوه نړیوال پوه سیګمنډ فرایډ له نظره د انساني ذهن درې ګونې سطحې (شعور، تحت الشعور او لاشعور) په لنډ ډول روښانه کړې وې:
شعور: شعوري سطحه د انسان په حافظه کې خوندي توکي دي چې فرد د ادراک په دایره کې راولي. دا خوداګاه او ویښه برخه ده چې د انسان فکر، خیال او پنځه ګوني حواس په کې ونډه لري. یا په بله وینا، هغه ویښه ذهني برخه چې له عقلي پلوه زموږ ورځنی ژوند تنظیموي، شعور بلل کیږي.
تحت الشعور: د ارواپوهانو په وینا دا د شعور او لا شعور ترمنځ واقع چینل دی چې د دواړو پرتله ازادي لري او د تخلیقي خیالاتو زړي له همدې (تحت الشعوره) راشنه کیږي.
یو شمېر پوهان په دې نظر دي چې له شعوره ځینې معلومات تحت الشعور ته ځي او هلته د حافظې په بڼه پراته وي چې بیا د ناپامۍ په شېبو کې موږ ته کوم هیر شوی نوم، شعر، یا بل څه راپه زړه کوي، خو ځینې نور وايي چې تحت الشعور د لاشعور څه برخې شعور ته لیږدوي.
لاشعور: د ژوند زرګونه تیرې هیرې پیښې، تجزیې او مشاهدې چې په یوه لامحدوده خزانه کې دي او انسان پرې برلاس هم نه وي لاشعور دی. یا په بله وینا لاشعور د شعور ضد دی او د انسان په ژوند کې ډیر داسې څه هم مخې ته راځي، چې هغه د شعور برخه نه شي کیدای او د لاشعور برخه ګرځي.
د ډاکټر صاحب د معلوماتو له مخې، د پوهانو له قوله خوب د لاشعور برخه ګڼل كېږي، یعنې لاشعور د خوب پر وخت ویښ یا فعال وي او خوب لیدل لاشعور ته د ننوتو ښه لاره ده.
ډاکټر غریب یار پر شعور، تحت الشعور او لاشعور ډېر څه راټول کړي وو، خو لکه څنګه چې ده د خپلې څیړنې په سر کې یادونه وکړه چې پوهه له سمندر سره تشبیه کیږي، خو سمندر حد لري او پوهه یا علم حد نه لري، دغسې د اوسني انسان له عقله پورته دا موضوع هم د ګډونوالو له پاره لا محدوده وایسیده.
د ډاکټر غریب یار له لکچر وروسته د خوست ادبي بهیر ګډونوالو هم د لاشعور پر موضوع خبرې وکړې. فریدالله قربان، پر دریو واړو برخو له ورته خبرو وروسته د حمزه بابا یو قول ووايه چې لاشعور د انسان بنسټیز شخصیت دی.
فریدون رایان ویل چې لاشعور او تحت الشعور یو دي، یوازې شعور یې بله، یا ضد برخه ده، رایان، د کنګل غره مثال ورکړ چې سر کې یې اوبه وي، نور یخ وي او همدا لږه (اوبه) برخه یې شعور وګاڼه.
محمد رحیم سکندر وویل چې پر دې موضوع یې د مطالعې ترڅنګ له ځینو استادانو سره هم خبرې کړې او دې نتیجې ته رسیدلی چې نبوغ هم د لاشعور زېږنده دي.
بهیر وویل، چې لاشعور د روح په تله تلل د روحانینو او د ذهن په تله تلل د ساینسپوهانو کار دی، ښه به وي چې د دواړو نظریات په پام کې ونیسو او سره نېږدې یې کړو. ده د پرینجي مثال وركړ چې ځینې یې د شیطان او ځینې یې د میکروب الوتنه ګڼي، خو دواړه حالته په ګټه دي.
همدا راز الیاس وحدت د انساني عقل بېلابېلو زاویو ته په اشارې وویل چې موږ ډېر کله په کومه کیسه کې د زړه، یا د زړه د خوښې یادونه کوو، خو له زړه نه مراد روح دی.
د دې ادبي بهير يو بل ګډونوال محمداور خاورین، د لاشعور ویښتیا یو ډول لیونتوب وباله او په دې برخه کې یې د حمزه بابا د نظریو یادونه وکړه.
د ساده حیدرخیل د خبرو غورچاڼ دا و چې شعور د لا شعور زیږنده دی.
همدا خبره د خوست شیخ زاید پوهنتون استاد ظاهرشاه زهیر هم تایید کړه او پسې زیاته یې کړه چې فکر د شعور او خیال د لاشعور برخه دي، دا چې د شاعر خبرې خیالي او له لاشعور سره تړلي، نو ځکه خوږې دي او موږ ځکه په دې برخه کې د شاعرانو پر فطري استعداد اعتراف کوو چې ښه مثال یې د رحمان بابا دغه بیت دی:
د ازل په ورځ د برخو جواري وه
اې رحمانه چا ګټلې، چا بایللې