Homeخبرونهد ط-انو عدليې وزارت:د شرعي اساسي قانون جوړولو پلان لرو،ګوندونو ته اړتيا...

د ط-انو عدليې وزارت:د شرعي اساسي قانون جوړولو پلان لرو،ګوندونو ته اړتيا نشته

تاند:(يکشنبه،د سنبلې ديارلسمه)‏‏ ‏د طالبانو د رژيم د عدليې وزارت مرستيال شېخ عبدالکریم حیدر ویلي،چې د شریعت په اساس د يوه اساسي قانون د جوړولو پلان لري.

د ده په وينا،اساسي قانون تر ډېره کفري هيوادونه د خپلو قوانینو لپاره کاروي، ځکه دوی کوم بل قانون نه لري.

د نوموړي په خبره، د طالبانو رژيم قرآن، حنفي فقه او محمدي سنت په ټولو ادارو کې د قانون په توګه کاروي، خو له دې سره د داسې اساسي قانون د جوړولو پلان لري، چې ماخذ يې شریعت وي.

دغه طالب چارواکي د ښځينه مدافع وکیلانو لپاره اوسني شرایط برابر ونه ګڼل او په ټينګار يې وویل، چي هغوی او نورو ښځو ته به د شرایطو له برابرېدو سره دا حق ورکړي.

تر دې مخکې د طالبانو د ستري محکمې مسولینو ویلي وو، چي د قضا په برخه کې د ښځو د فعالیت اړتیا نشته.

‏د طالبانو د عدلیې وزارت مرستیال شېخ حیدر دا هم وویل، چې په افغانستان کې اوس د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اړتیا نه ده، ځکه د‌ ده په باور ګوندونه په هیواد کې د فکري، ژبنيزو، قومي او نورو ستونزو د راپورته کېدو لامل کیږي.

څه موده مخکې د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله په يوه وينا کې د جمهوري نظام ټول قوانين لغوه او اعلان وکړ،چې نور به شرعي قوانين عملي کیږي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد بیا په یوه مرکه کې وويل،چې افغانستان اساسي قانون ته اړتيا لري.

1 COMMENT

  1. زما په اند داسې برېښي چې طالبي ډلګۍ دا ځلې د تل لپاره د خپلې نابودۍ چاڼس لا پياوړی کړ او خپله يې خپلې پښې بيرته په تبر ووهلې.
    د نړۍ ډېر اسلامي هېوادونه ان د دوی دويم کوربه هېواد قطر هم يو اساسي قانون لري چې د هماغې په رڼا او نورو استخباراتي معاملو په پايله کې يې ورته ځای ورکړی او لا پالي يې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...