یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+دوه زره دیارلسم او د اسلامی ثقافت پلازمینه| اسدالله بلهار جلالزی

دوه زره دیارلسم او د اسلامی ثقافت پلازمینه| اسدالله بلهار جلالزی

د پیل خبرې

غزني د افغانستان یو له هغوو ولایتونو څخه دی چې په کې د اسلامي دورې ډیری اثار شتون لري. په دې اثارو کې څلي، مزارونه، مقبرې، جوماتونه، ابدات، ودانۍ، حکاکي او زینتي تیږې، چې په زیاترو دې تیږو د قران عظیم الشان ایاتونه کښل شوي. دا اثار له دې امله هم د زیات اهمیت وړ دي. چې په کې د غزنوي واکمنۍ د هغه مهال د هنر د پنځونکو د افکارو او اندونو تصویرفني او هنري مهارتونه لیدلای شو. په دې لیکنه کې هڅه شوي په عین حال کې د هغوو شخصیتونو په اړه هم معلومات وړاندی شي کوم چې د دې اثارو په پنځون او ایجاد کې يي د هنرپالو لاس نیوی کړی او غزني يې په شعوري توګه د دې جوګه کړ چې په اسلامي نړۍ کې د اسلامي تمدن اوثقافت د پلازمېنې لقب خپل کړي.

که معتبرواوپخوانیو اسنادو ته کتنه وشي  نو په دوهمه پیړۍ کې د بطلیموس په وینا د غزني تر ټولو پخوانی نوم ګنزګه و. او یونانیانوهم هغه اګزوس ثبت کړی دی. همدا ډول بنوینست هم د غزني توری چې په یوه سغدي ټوټه کې موندل شوی (ګزنګ) بولي او هغه يي د خزاني ګنج، کنز په نوم تعبیر کړی دی. ځیني په دې باور دي چې د غزني نوم له دوو تورو څخه جوړ دی.

غز= کز= کش= ګش چې د تازه، ښه، وړ او همدا ډول (نی) هم د ښار په معنی راغلي دی. نو ویلای شو چې غزنی عبارت دی له کزنی، کش نی= ګش نی چې معنای ښه ښار ،خوشاله ښار، اوځینو نورو بیا غزنین له دوو توروڅخه جوړتوری بللي چې غز د (ترکانو یوه طایفه) اونین د اوسیدوځای ته وایی: خو غزنی د بطلیموس له نظره  بیا (ګزنګ) دی چې معنا یې هماغه خزانه اوګنج دی. د ځینو څیړونکوپه وینا د کابلستان او زابلستان تر منځ سیمه کې د غزني د ناوي په ولاړو اوبوکې داسې بوټي راټوکیدل چې هغه به یي (ګز) بلل. اوبیا د رستم او اسفندیار په وخت کې په (ګزنین) مشهور شو. چې بیا وروسته په غزنین واوښت. د دې ترڅنګ مشهور لرغون پیژندونکي ایدیم ماسون د غزنی لرغونتوب (۱۰۰۰۰) کاله وړاندې ښودلی. او په دې باوردی چې غزني په ختیځو ښارونو کې یومصوُن ښار دی. اونوم يي هم (ګازاکه) بللی دی. چې په پخوانۍ فارسي کې هم د خزاني په معنی کارول کیده.

[1]مشهورګرځندوی اوجغرافیه لیکونکی هوان تسنګ هم کله چې له غزنی لیدنه کوله هغه یې (تسو) (کو ) (ته) یاد کړی او مساحت یې هم (۷۰۰۰) لی ښودلی.(لی نیم کیلومتر) عربي څيړونکو هم غزنی بیا (ختزه) بللی دی چې په اوسني غزني مسما دی. خود دې ترڅنګ يي بیا کله کله هم غزنی او غزنین هم لیکلی دی. په هغې رساله کې چې استاد کهزاد د اوستایی مدنیت په نوم کښلي ده. د کخره ځمکه یي د اوستایې ویش له مخي دیارلسمه سپیڅلي اوښه ځمکه یاده کړي. اوپه دې باور دی چې د ځینو تاریخ لیکونکوپه وینا کخره همدا د غزني ککرک دی. د ال ناصر د وختونو لیکوالانوپه خپلو لیکنو کې د غزنین یادونه کړي ده او د هغه مهال د لیکوالانو په اثاروکې د دغه ښار د عظمت ذکرتر داسي حده شوی چې دولتي باغونو ته داوبو د ویش او د لښتیودني به د سپینو او سرو زرو په خښتوجوړي شوي وي، د سلطنتي  ماڼیو او ودانیو دیوالونه هم  په سپینو زرو پوښل شوي یاد شوي دي. د محمودیانو ماڼۍ لوړې وي خو بلې هرې ودانۍ به هم لوړاو جګ برجونه درلودل. او د انګړ په دننه کې به یي د غونډو اوکیناستو له پاره  یوه  لوړه چوتره( صفه)  هم جوړوله. په دې سربیره به په دیوالانو د سلاطینو، طبیعی منظرو اویا هم د ښکار تصویرونه حک کیدل.

د دې لیکنې او څیړنې اړتیا:

غزني د تاریخ په اوږدو کې د خپل ستراتیژیک موقعیت او هم د اسلامي دورې له پیر څخه مخکې د بودیزم د سترمرکز په توګه د واکمنو د پام وړ و. کله چې دال ناصر د کورنۍ لومړني واکمن سلطان سپکتګین په غزني کې د پوځي سالار په توګه واګي په لاس کې اخلي. له څه مودې وروسته د ده د کورنۍ نور غړی لکه د ده زوی محمود له همدې ځایه د یوې سترې امپراتوري بنسټ کیښود. او له همدې ځایه يي د اسلام د سپیڅلي دین د خپراوي له پاره ملا وتړله. محمود د خپلې واکمنۍ او بیا له ده وروسته دغزنویانو د نورو واکمنو د سلطنت په مهال د اسلام د دین د خپرواي لړۍ د نړۍ د لویو نا اسلامی هیوادنو تر څنډو پوري ورسیده. غزني د څو مهمو ځانګړنو په اساس، د تاریخي سیمو او ودانیو د درلودو او لاهم په دغه ولایت کې د اسلامی تمدن د نښو نښانو د شتون له کبله د اسلامی هیوادونه د کلتور د وزیرانو د شپږمې غونډه د پریکړې په بنسټ چې د۲۰۰۷ میلادي کال د نوامبر د میاشتي له ۲۱-۲۳ نیټي پورې د لیبیا په پلازمینې طرابلیس کې جوړه شوی وه. د ۲۰۱۳ کال له پاره د اسیایی هیودادونه  داسلامي ثقافت اوکلتور د پلازمینې په توګه اعلان شو. چې د اسلامي هیوادونه دغه پریکړه بې له شکه د غزني د عظمت، لوړتیا او د غزنی د فرهنګي اهمیت بیانونکي وه. اوپه دې توګه یوځل بیا د غزني هغه  تیر پرتم، ویاړ، عظمت، اصیل  اسلامي کلتوراو د علم ځایګی يې په ډاګه کړ.

سریزه:

غزني له هغه مهاله چې په د غزنوي واکمنو او ستر امپراتور سلطان محمود د پلازمنینې په توګه وټاکل شو. پکې په سلګونو تنو شاعرانو، لیکوالو، مورخینو، فلاسفه وو، استادانو، عالمانو او صوفیانو په خپله خوښه او یا هم د غزنوی واکمنو په تشویق او هڅونه د اسلامي قلمرو له بیلابیلو سیمو څخه د اهل فن او کسب وګړو هستوګنه غوره کړه. ستر ستورپیژندونکی البیروني له خوارزم، بیهقی له بیهق او همدا ډول فردوسی له طوس  او … ښارونو څخه دلته راوبلل شول. چې دوئ هم د خپلو علمي، فرهنګي اونورو برخو کې د معلوماتو له لارې د غزنويانو د امپراتوري د وسعت، پراختیا او فرهنګ د بډایني د اسلام د سپیڅلي دین د خپراوي په برخه کې عمده او اساسي رول ولوباوه.  او غزني يي لا هماغه مهال په خپلو ارزښتمنولیکنو، کړنواو شهکارونو سره د اسلامی تمدن او ثقافت  د پلازمینې جوګه کړ. په دې توګه يي خدمتونه او نومونه د غزني په تاریخ کې او آن د اسلامی  تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت او یادونه يي تل پاتي شول. غواړم په  دې لیکنه کې  به د دې وتلو څیرو یو څو مشهور هغه يې معرفي کړو. همدا ډول به یو شمیر تصوفي، علمي- فرهنګي او ټولنیز، شخصیتونو هم در وپیژندل شي چې لا هم خلک ورته پوره، پوره درناوی کوي. د دوئ د شخیصت، کار کړنو، او په ټولنه کې د رول او اهمیت په باب به هم له خپله وسه سره سم رڼا واچوله شي. دا هم موټی له خرواره.

تمدن څه دی؟

تمدن له لاتینې کلمي (Civitas)څخه اخیستله شوي. چې د پخواني یونان  (Poleis) سره برابره ده. یونانیانو په دې سره داسي ښوده چې ښار يي د سازمانونو،بنسټونو او ټولینزو اړیکو یوه ټولګه بلله. په فارسي ادبیاتو کې په دې پیژندنه سربیره تمدن ته د ټولنې د وګړو ترمنځ په ټولنیزو، اقتصادي، دیني سیاسي او… مرستې او همکاري ویله شوي ده. په عین حال کې تمدن د ښاري ژوند له کړو، وړو، فرهنګ او کلتور سره بلدتیا هم بلل شوی.

د فرهنګ لغوي معنی:[2]

فرهنګ له فارسي ژبې اخیستل شوی. او د فارسي ژبې په مفهوم په انګریزي او فرانسوي کې  (Culture)له سره ورته والی لري. دا توری په لومړی ځل په شپاړسمه پیړۍ کې په اروپا کې را منځ ته شو او په دوو معناوو باندې وکارول شو. ۱ دیني مراسم ۲ کرکیله، خو په اصطلاح کې بیا یو څوک د ټولنې د غړی په توګه د باورونو، هنرونو، اخلاقیاتو،قانون، دودونو، ظرفیتونو او عادتونو په جوړښت کې  د هغوئ منل اوخپلول.

ب – فرهنګ: د انساني ژوند د طریقي د یوې ټولګه په توګه له یوه نسل څخه بل نسل ته د زده کړو دانتقال له پاره کارول کیږي.

 د اسلامي هیوادونو کنفرانس او ایسېکو:

 د اسلامي هیوادونو کنفرانس، د اسلامي نړۍ د چارو د سمبالښت، تنظیم، یووالې، سولې او ننګې په موخه د ۱۹۶۹ کال  د سپتمبر په ۲۵ نیټه تاسیس شو. چې په نړۍ کې د یونیم میلیارد مسلمانانو استازیتوب کوي. دا کنفرانس اوس مهال ۵۷ اسلامی هیوادونه غړي لري. همدا رنګه په ملګرو ملتونو کې تل پاتې غړیتوب لري. د دغه سازمان په تاسیس کې ۲۵ هیوادونو برخه اخیستي وه. د دغه سازمان مقر په سعودي عربستان په ( جده) ښار کې دی.

د ایسېسکو سازمان:

د آیسېسکو علمي، فرهنګي او ټولنیز سازمان ۵۲ غړي لري. دغه سازمان د یو لړ مهمو موخو له پاره تاسیس شوی.  دا سازمان د خپلو غړو هیوادونو ترمنځ دعلمي، کلتوري، ښوونیزو، اړیکو د ټینګښت، پیاوړتیا، هڅونه او ورته انکشاف ورکوي. همدا ډول د اسلامي کنفرانس د غړو هیوادونو ترمنځ  د یووالي له پاره هڅې کوي. د نورو موخو تر څنګ د اسلامي کنفرانس د غړو هیوادونو په چوکاټ کې داسلامي تمدن، کلتور، ثقافت د پلازمېینو ټاکل، چې له نیکه مرغه غزنی هم د همدې سازمان له خوا  د ۲۰۱۳ کال له پاره د اسلامي ثقافت پایتخت ونومول شو.

غزني د اسلامي ثقافت د پلازمېنې په توګه او اهمیت يي:

په اسلامي نړۍ کې د غزنوي دورې د پاچهانو شهکارونه او د اسلام د سپیڅلي دین د خپریدو په لاره کې د دوئ هلې ځلې د اسلامي نړۍ د ځلانده تاریخ ښکلی او رنګین باب جوړوي. په دې دوره کې د اسلام دخپرولو له پاره دومره ډیر کار شوی، چې سارې يي نه لیدل کیږی یا ډیر کم د نورو اسلامی واکمنوپه دورو کې محسوس کیدلای شي. له نن نه شاوخوا کابو یو زر او درۍ سوه کاله وروسته هم د دغې دورې د اثارو شتون زموږ د مدعا یو روښانه ثبوت دی. د اسلامي تمدن د پلازمېینې په توګه د غزني د لرغوني ښار نومونه په لومړي سر کې دافغانستان او بیا د سیمې د هیوادونو له پاره خورا د اهمیت وړ خبره ده. دا هم خورا ارزښتمنه خبره ده. چې په دې سیمه کې یو لرغونی ښار په اسیايي هیوادونو کې دا ډول امتیاز ترګوتو کوي. موږ به په دې برخه کې دغه اهمیت ته لنډه اشاره وکړو.

 د دغې نومونی لومړنی خبر د بې بې سی رادیو کې د مصطفی سالک  په غږ  او د بې بي سي په انترنیټي پاڼه کې بیا د یونس برهان له لوري له دې امله چې خورا اهمیت يي درلود د ۱۳۸۶کال لیندۍ د میاشتي په دریمه نیټه خپور شو. چې د موضوع د ښه وضاحت په پار يي کټ مټ رانقلوم

دتللي پرتم یاد

یونس برهان

 غزنى ‘ د اسلامي کلتوري پلازمېنې ‘ په توگه[3]

غزنى چې په وروستيو کې يوازې د جگړو په تودو خبرونو کې يادېږي، په اړه يې يو ښۀ خبر له همدې ځايه نه، بلکې په زرگونو ميله ليرې له شمالي افريقا نه راغى. د لېبيا په پلازمېنه طرابلس کې د اسلامي هېوادونو ټولنې (OIC) غزنى د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمينې په توگه ونوماوۀ.

د او آى سي اړوند د اسلامي تعليمي، علمي او کلتوري موسسې يا آيسيسکو (ISESCO)د کلتور د وزيرانو په شپږمه غونډه کې غزنى په ٢٠١٣ ميلادي کال کې د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمېنه بلل شوې.

د آيسيسکو چارواکي وايي دغه نومونه کوم سمبوليک لقب نه دى، بلکې د اسلامي هېوادونو ټولنه او افغان حکومت به همدلته يو شمېر پروژې او کارونه ترسره کوي، چې د غزني نوم يو ځل بيا د يوۀ پېر د تمدن د زړۀ په توگه تازه کړي.

غزنه، غزنين، يا غزنى هغه نوم دى چې د اسلامي تاريخ او تمدن يو له خورا روښانو دورو سره تړلى. د لسمې ميلادي پېړۍ په پاى کې د يمين الدوله سلطان محمود د امپراتورۍ له راټوکېدو سره، دغه نومورکى ښار د سيمې په تر ټولو لوى کلتوري مرکز واوښت.

له علم او ادب سره د سلطان محمود د مينې له برکته، غزنى په يوولسمه ميلادي پېړۍ کې د اسلامي تمدن پلازمېنه وه. د غزنوي په دربار کې د زمانې تر ټولو پياوړي پوهان، اديبان، شاعران او ديني عالمان را ټول ول.

ابو ريحان محمد البيروني د خپل ژوند ډېره برخه همدلته تېره کړه. البيروني، د کامبريج پوهنتون لخوا د اسلام د تاريخ په وينا، د گردو اسلامي دورو تر ټولو پياوړى عالم دى. دغه تاريخ ليکي: ”په قوي احتمال له علمي اړخه د مسلمانانو د نوم نړيوال کېدل په البيروني پورې تړلي دي. ”

هغه مهال په غزني کې داسې پوهنتونونه، جوماتونه، کاروانسرايونه او علمي او کلتوري مرکزونه جوړ شوي وو چې اوس هم کابو ټول تاريخونه دغه ښار د وخت د اسلامي تمدن مرکز نوموي. د همدغې مادي او مانوي ښېرازتيا لامله و، چې غزني ته يې د عروس البلاد يا د ښارونو د ناوې لقب ورکړى.

غزنى د هغې امپراتورۍ پلازمېنه وه چې له عراق او د خزر له سمندر څخه تر گنگا سيند پورې او له اورال سمندر تر ماورائ النهر او د هند تر سمندر پورې پراخه وه. د دې سترواکۍخپروونکى محمود غزنوي په ١٠٣٠م ميلادي کال کې ومړ.

خو کله د يوۀ مدنيت د بنسټگر له مړينې سره جوخت د هغۀ تمدن ژوند هم په نړېدو شي. لکه چې له غزني او غزنوي پېر سره هم همداسې وشول. د غزنويانو د ځايناستو واکمنانو غوريانو او بيا چنگيزيانو لخوا له دوه ځلې بشپړ سوځېدو او عام وژنې وروسته، غزنى بيا هماغه د ښارونو ناوې پاتې نه شو.

غزنى که دوه ځلې وران هم شو، ډېر شمېر تاريخي ابدات او يادگارونه چې په ښه معمارۍ کلک جوړ شوي وو، تر يوځايه جوړ پاتې شول. په تېره ميلادي پېړۍ کې لاهم غزنى د افغانستان يو له هغو ځايونو و چې تر ټولو زيات سيلانيان به ورته راتلل.

په ١٩٢٣ ميلادي کال کې د لرغونپوهنې يوۀ فرانسوي پلاوي او په ١٩٥٧ کال کې يوۀ گډ افغان او ايټالوي پلاوي د غزني په تاريخي اثارو اوږدې څېړنې وکړې چې د زر کاله پخوا ځينې خورا ارزښتمن تاريخي توکي پکې راسربېره شول.

د دغې سيمې ستر اسلامي هنري اثار د غزني په موزيم کې ځاى پر ځاى شول چې له امله يې د غزني موزيم په افغانستان کې تر ټولو شتمن هغه شو. د شلمې پېړۍ له نيمايي وروسته غزنى د افغانستان د اسلامي پېر د اثارو تر ټوله لويه زېرمه اعلان شوه. له دې سره گڼ بهرني لرغون پېژندونکي او سيلانيان غزني ته رامات شول.

په غزني کې د مېشتو ځايي لرغونپوهانو او اوسېدونکو له خولې، د غزني را ټول شوي تاريخي اثار د شوروي ضد جهاد کلونو کې هم تر ډېره خوندي پاتې شول.

دغو اثارو او پاتې شونو ته تر ټولو لوى زيانونه په ١٣٧١ لمريز کال کې د کورنۍ جگړې له پيل وروسته ور واوښتل. د غزني موزيمونو ډېر توکي تالا ترغه شول او ويل کېږي چې ډېر يې بهر ته په قاچاق يووړل شول. په پاتې تاريخي ځايونو کې کېندنې پيل شوې او خپله د ځايي چارواکو په وينا، دغه کيندنې آن تر دا وروستيو کلونو پورې روانې وې.

د غزني هغه پرتمين حالت ته په پرتله، دغه ښار اوس پر يوې کنډوالې بدل شوى. د هغۀ ځلانده پېر يوازيني پاتې شونې د ښار په درشل کې دوه دنگ نيمى وران منارونه دي چې پخوا د غزنوي امپراتورۍ د پلازمېنې دروازه يې جوړوله. دغه منارونه اوس له لويې لارې گوښه په سپېره دښته کې د غزني د تللي پرتم په ياد خورا ساړۀ ولاړ دي.

د غزني د امپراتورۍ او تمدن بنسټگر سلطان محمود هم له ښاره ختيځ لور ته د خټينو کورونو په منځ کې په يوۀ خړپړ زيارت کې خښ دى. که کوم سيلاني يا د اسلامي تاريخ لوستونکى تر لاس نيولى دغۀ قبر ته ونه درول شي، ښايي په گرانه به دا باور وکړي چې دا دې د يمين الدوله سلطان محمود غزنوي زيارت وي

لومړي جغرا فیايي اهمیت:

غزني له اوږدې مودې راهیسي د یوه مرکزي ولایت په توګه او په عین حال کې د افغانستان د مرکز اوسهیل لویدیځ ولایتونو په لویه لاره پروت ولایت په حیث دا ځای ځایګي موندلي چې کابل له سهیلي اولویدیځو ولایتونو سره ونښلوي. غزني د اسلامي تمدن پلازمېنه لیکوال ګل اغا احمدي وردګ په خپل یاد شوي اثر کې په دې تړاو داسې کاږي.

«[4] غزني مهم جغرافیايي موقعیت لري. او اوس مهال د افغانستان له ۷ ولایتونو سره ګډه پوله لري. چې دا ولایتونه له وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، ارزګان، اوبامیان ولایتونو څخه عبارت دی. غزني په داسې سیمه کې پروت دی چې د زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، فراه، هرات او نیمروز طرف ته د کابل – کندهار لویه لاره پرې تیره شوي.

ښاغلی احمدي وړاندې لیکي:

«همدا رنګه دغزني جغرافیا په تاریخ کې هم د یوې مهمې سیمه په توګه ثبت شوي.او د لرغوني زابلستان او غزنویانو د امپراتوري او نورو امپراتوریو مرکز ګڼل کیده.) له جغرافیايي موقعیت له کبله هم غزني د یوه مرکز په توګه دا وړتیا لرله چې د اسلامي نړۍ د راغونډیدو په سیمه واوړي.

سیاسي اهمیت:

په خواشینۍ سره باید ووایو چې لا هم په سیمه کې ځینې ګاونډیان شته چې زموږ د تاریخ او فرهنګ په خپلولو او په عین حال کې په خپلو ارزښتونو د هغوئ د اړوولو هڅه کوی. کلتوري میراثونو او ویاړونه مو غواړي یا خپل وګڼي او یا يي هم له منځه یوسي. چې په دې کار کې ایران او پاکستان زیات هڅاند دي. نو د اسلامي تمدن د پلازمېنه په توګه د لرغوني غزني نومونې ګاونډیو سیالو هیوادونو ته په ډاګه کړه. چې افغانستان لرغونی تاریخ لري. او د دې تاریخ له پوړیو او د زمان له پیښو څخه راوتلي اثار دا په ګوته کوي. چې نور هیوادونه دا ویاړمن تاریخ نه شی مسخ کولای. او دې نوموني په نړیواله کچه د افغانستان جیوپولیتکی موقعیت لا پیاوړی کړ..

اقتصادي اهمیت:

په دوه زره اوم میلادي کې  دا سلامی کنفرانس دغړو هیوادونو دعلمي،کلتوري اوټولینز سازمان  ایسېسکو پریکړه چې په پایله کې يي غزني د اسلامي تمدن د پلازمېني په توګه ونومول شو.نو دا دغزني له پاره له اقتصادي اړخه داهمیت وړ پریکړه وه. چې په توګه د بیارغاونې پلمه چارواکو ته په لاس ورغله، په هغه مهال د غزني د والي موسي خان اکبرزاده په زیار او د کلتوري چارواکو د هلو ځلو په پایله کې دوه دیریش تاریخي ودانیو رغولو ته لیڅې را بډ وهل شوي. چې دلته يي د څو هغوو یادونه کوم.

د سلطان بهرام شاه  او سلطان مسعو د منارونوجوړونه او مرمت، دخواجه لایخوار، سلطان محمود، سنايي غزنوي، سیدحسن غزنوي، امام سید حاجي، سیداحمد مکه يي، پیرشاطران، علی لالا، بهلول صاحب، شریف خان، د زاړه ښار لرغونی جومات، د باباجې لرغونی جومات،  موی مبارک، سلطان عبدالرزاق مقبره، سلطان سبکتګین، د باباجي زیارت، د خواجه بلغار، د البیروني باغ،او… زیارتونه ورغول شول، ددې ترخوا یو لړ نوري اقتصادی پروژې لکه د ښځو له پاره د بازار لویي ودانۍ جوړیدل، د ښځو تفریحي باغ، شاوخوا څلویښت نمونوي دروازې، د سوداګریزو مارکیټونو، پارکونو، دکرنې په برخه کې د سړو خونو او همدا ډول- (غزني په افغانستان کې او افغانستان په غزني کې) ترنوم لاندې پروګرام په برخه کې څو ولایتونو له لوري د بیا رغاونې پروژې چې دا ځیني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ځیني يي بیا د پولنډ هیواد د بیارغونې د ټیم له لوري ورغول شوي. ځینې دا پروژې لاهم ترلاس لاندې دي. لکه د ابوریحان البیروني مقبره اوباغ، او په مقر ولسوالي کې د غازی امان الله خان ودانۍ رغونه تر لاس لاندې ده.

ستراتیژیک اهمیت:

د غزني ستراتیژیک موقعیت ته په کتو سره غزنی د خپل تاریخي شتون په درلودلو.او د اسلامي تمدن د پلازمېني په توګه نومونې د غزني  ستراتیژیک اهمیت لا زیات کړ. ویلای شو چې د غزني ارزښتونو ته په پام سره دې همدې ستراتیژیک اهمیت بنسټیز توکي جوړوي. غزني د خپلو تاریخي ابداتو، مزارونو، زیارتونو، تر خوا د بودیزم د دورې له ګڼو اثارو څخه برخمن دی. دلته د بودیزم او بودايي دورې مهم  عبادت ځایونو شتون هم دا اهمیت زیات کړی. دغزني د (تپه سردار) سیمه کې د بودايي دورې په زرګونو توکو اثارو ترلاسه کیدل دا په ګوته کوي.چې غزني د بودیزم د مذهب د مرکزی اسیا په کچه مهم مرکز و.

۲۰۱۳ میلادې کال له پاره د اسلامي تمدن د پلازمیني نومونه

    لکه څرنګه چې یادونه وشوه. په دوه زره اوم کال کې دملګروملتونو د تعلیمي، فرهنګي او ټولنیز سازمان د پریکړې له مخي چې غزنی د ۲۰۱۳ کال په اوږدو کې د اسلامي تمدن د پلازمېني په توګه ونومول شو. له دې وړاندې په ۲۰۰۶کال کې په نوره اسلامي نړۍ کې یوشمیر سیمي لکه په ایران کې اصفهان په سوریه کې عليپوه او په مالي کې هم د تمبکتو ښارونه…هم په دې نومونو نومول شوي و. همدا ډول په ۲۰۰۷ کال کې بیا د ازبکستان تاشکند، په مراکش کې د قیس او د سینګال د دادار ښارونه او په ۲۰۰۸ کال د پاکستان لاهور، د مصر اسکندریه او د جېبوتي ښارونه، په ۲۰۰۹ میلادي کې هم د مالایزیا د کولال مپور، د تونس دکایرون او د چاد هیواد د جامېنا ښارونه، په ۲۰۱۰ کال کې هم د تاجکستان د دوشنبې، د یمن د تاریم، او د کوموروس د مورونې ښارونه، په ۲۰۱۱ کال کې بیا هم داندونیزیا د جاکارتا، د موریتانیا د نواکوت او دجینوا د کوناکري شارونه په دوه دولسم کال کې هم د بنګلدیش ډاکه، د عراق د نجف اوپه نایجرکې بیا د نیامي ښارونه ، بیا وروسته په ۲۰۱۳ کال کې هم په افغانستان کې د لرغوني غزني ښار، په عربستان کې مدینه ښار او د نایجریا د کانو ښارونه غوره شول. دا لړۍ تر دوه زره څلورویشتم کاله پوري غځیدلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به د کابل ښار هم دا لقب تر لاسه کړي.[5] او له غزني وروسته بیا بیشکیک ښار په دې نوم ونومول شو. کله چې ټاکلي موده راورسیده. په غزني ښار کې پراخه شانداره مراسم نیول شوي وو. د غزني والی موسی خان اکبر زاده په خپل ابتکار او تر ډیره په خپل لګښت ګڼ شمیر لوړ رتبه کورني او بهرنیو هیوادونو ملیمانه او سفیران، د کابیني غړي، فرهنګیان، د پارلمان او مشرانو جرګي غړي را بللي ول، له دې ورهاخوا د ګاونډیو ولایتونو ګڼ شمیر مخه ور، او فرهنګیان را بلل شوي و. دا مراسم تر پراخ خبري پوښښ لاندې ونیول شول. آن چې د (یک) په نوم خصوصي تلویزیوني چینل دا مراسم په ژوندۍ بڼه خپرول. البته د رسمي مراسمو ترڅنګ تر دریو ورځو پورې نور تفریحي ننداریز، ورزشی او لوبو پروګرامونه،  روان وو. له مراسمو وروسته د اسلامی تمدن د پلازميني کلي( کنجي) د ازبکستان سفیر ته ورکړه شوه. او د ایسیکو له لوري هم یو شمیر فرهنګیانو ته نقدی ډالۍ ورکول شوي. دا ډالۍ د غزني پخواني والی تاریخ لیکونکي او لیکوال عبدالاحد ستاک سروری، ځوان هنرمند شهیدنجیب الله توکل، ته د نقدي او ایواردونو په ورکولو سره لا رنګین شول. په هغه محفل او مراسیمو کې چې په کې د بیلابیلو هیوادونو استازو هم ګډون درلود د ۲۰۱۴ کال له پاره د اسلامی تقافت په توګه د بیشکک ښار غوره شوی و. د قزاقستان هیواد ته د غزني د والي موسی خان اکبرزاده له لوري د پلازمیني کلي تسلیم شوه.

د یادونې وړ ده. چې په دغه ویاړ له رغول او مرمت شویو تاریخي ځایونو لیدنه، د او دلاسي صنایعو، او ملي ارشیف په نوم نوي ودانۍ پرانیستل شوه. چې د هیواد وتلو لیکوالو استاد زلمی هیوادمل، رهنوردزریاب، جان محمد زریر، خادم احمدحقیقی، او… د پرانیستني په مهال په کې ګډون کړی و. د دغې ودانې یوه ځانګړنه داده چې تر ډیره د غزني د تاریخي ځایونو، مقبرو، زیارتونو، او څلو په بڼه له خټو څخه په ورته وړې ودانۍ جوړې شوي. چې د یوه لیدونکي له پاره خورا ارزښت لري او پرته له دې چې د غزني په ښار کې په تاریخي ځایونو وګرځي. د ارشیف په لیدو سره  داسې انګیري چې د غزني ښار په ټولو تاریخي ځایونو ګرځیدلی. په دې اوږده موده کې یعنی له ۲۰۰۷ میلادي کال نه بیا تر ۲۰۱۳کال پوري رغول شوي تاریخي ځایونه هم د وړوکو ودانیو په څیر جوړ شوي او په دغه نندارتون کې ننداري ته ایښودل شوي وو. خو له بده مرغه یوځل د همدې ۲۰۱۳ کال په اوږدوکې یوې درنې چاودنې اوځان مرګي برید په مهال جګړې دغه ارشیف ته هم زیان واړاوه…

 هغه ځانګړني چې غزني يي له کلتوری اړخه لري.

د پورته سرلیک په تړاو په دې برخه کې لازمه ده . چې د لرغوني غزني په هکله هم څه وکاږو او دا هم په ګوته کړو چې کومي هغه تاریخي ځانګړنې وي. چې غزني يي دومره مشهور او دارزښت وړ ګرځولی دی. مرحوم پوهاند رسول باروی په خپل اثر(لرغونی افغانستان) کې په دې تړاو کاږي( هغه سیمه چې یوناني مورخینو په تاریخي متونو کې د کرسانه په نوم لیکلی ده. بیله شکه د اوسني غزني اړوندې سیمي دي. چې لږ تر لږه درۍ سوه کاله ترپخوا له میلاد يي څرک تر لاسه کولای شو.«پالوال ص: ۳۶۴» او که تر هغه وړاندې د ستاکیدیا نوم ته ځیر شو، ددې لوی ایالت زیاته برخه د اوسني غزني ولایت هغه ورشو ګاني رانغاړي چې څه ناڅه پینځه سوه کاله وړاندې تر میلاد په سیمه کې د نامتو ایالت په نوم پیژندل شوي. باوری دا ځانګړنې په څو برخو ویشي.چې په لنډو ټکو کې يي راخلم.

لومړۍ ځانګړتیا:

دافغانستان تر ټولو لرغوني توکي دغزني ولایت څخه ترلاسه شويدي. چې د لومړی ځل له پاره د غزني د ناور دښته د امریکايي لرغونپوه، لویس دوپري له خوا په ۱۹۷۴ زیږدیز کال کې تر څیړنې لاندې ونیول شوه.

دوهمه ځانګړتیا:

غزني کې پدې سربیره چې داسلامي تمدن د پلازمېني او مرکز په توګه په تیر کې هم د اهمیت وړ و. ترخوا يي د یوه بل مدنیت د مرکز په توګه هم شهرت درلود. دا مدنیت هم د بودايي لرغوني دورې او د دبودايي دین د معابدونو شتون په دې سیمه کې دی. پوهاند رسول باوري چې د سیمې په کچه وتلی لرغونپوه دی. په خپل اثر(لرغونی افغانستان[6]) په ۷۶ مخ کې په دې تړاو داسې کاږي« د بودا تر ټولو ستره پرته مجسمه«نیراوانا) په غزني کې پیدا شوي. باوری صاحب وړاندې کاږي.« په غزني کې دسردار تپه د بودايي پیر یوه بیلګه ده.چې په ۱۹۶۷ کال کې د ایټالوي لرغونپوهانو په مشرۍ دسپړلو او څیړولو هڅې پیل شوي.چې د زیاتو ارزښتمنو اثارو په وړاندې کولو سره يي سیمه ییز او نړیوال شهرت وګټۍ»

دریمه ځانګړتیا:

کله چې په افغانستان کې د موزیمونو تاریخ لولو نو دا راته جوتیږي. چې دغزني موزیم په افغانستان کې د اسلامي اثارو تر ټولو ستره زیرمه لري              ( دغزني موزیم د هیواد په ولایاتو کې دریم پرانیستل شوی موزیم دی. دغزني موزیم د دولتي او یا حکومتي پلان له مخي نه دی پرانیستل شوی. بلکې ددې ولایت په اړوندو سیمو کې د لرغونپوهانو د زیاتو شمیر اثارو د یو ځای کیدو زمینه برابره کړه. ترڅو دیوه زیرمتون اړتیا ولیدله شوه)  د دغو اثارو په شتون کې د لومړي ځل له پاره په ۱۳۴۰ کال کې د سلطان عبدالرزاق ماڼۍ چې په غزني کې د هراتي تیموریانو د پیرښکلي بیلګه وه. د غزني موزیم په واک کې ورکول شوه. په غزني کې د اسلامي دورې په سبک دجوړو شوو منارونو، ابدو تر خوا د تیموري دورې د اثارو شتون هم د اهمیت وړ ځانګړتیا کیدای شي . خو دا هم باید یاده کړو چې د دې اثارو ترخوا د غزني د یو شمیر سیمو طبعیی ښکلا هم کیدای شي تر یوه بریده اهمه موضوع وي. لکه د ناور ولسوالي اوبه او شنه دښته، د خواجه عمري ولسوالي دغرونو په منځ کې د سلطان بند د اوبو بهیدنه او شنه سمسوره دره، د ناوې ولسوالي ولاړې اوبه، د سردي او زنخان بندونه، او د زرکشان، کاویان، اوپه ترګان دره کې د تورغره غځیدلي ښکلاایزه لړۍ هم هغه ځانګړتیاوې دي. چې د غزني اهمیت يي زیات کړی دی.

دغزني ولایت لنډه پیژندنه:

د غزني ولایت دافغانستان له دوهمه درجه ولایتونو څخه یو ولایت دی. خو د نفوس له پلوه بیا د لومړۍ درجه ولایتونو په کتار کې دی. اتلس ولسوالیوي لري. چې د اداري جوړښت له مخي داسي نومول شوي ۱ مقر ۲ اندر۳ قره باغ ۴ واغظ ۵ خواجه عمری ۶ ګیلان ۷ اب بند ۸ ناوه ۹ګیرو ۱۰ رشیدان ۱۱جغتو ۱۲ جاغوري ۱۳ مالستان ۱۴ اجرستان ۱۵ ناور ۱۶زنه خان ۱۷ ده یک ۱۸ خوګیاڼي او په خپله د غزني مرکز د

( غزني ښار) چې د دغوټولو مرکز او ولسوالیو د کلیو شمیريي څو زرو کلیو ته رسیږي. په دغه لرغوني او تاریخي ولایتونو کې د افغانستان بیلابیل ملیتونه پښتانه، هزاره، تاجک، ترکمن، ازبیک او یوشمیر اهل هنود ژوند کوي. ( خو په دې وروستیو کې بیا ځینې هندوان له ویرې له غزني ښاره وتلي دی) چې زیاتره وګړي يي په پښتو او دري ژبه خبري کوي. یوازې سیک او اهل هنود په پنجابی او اوردو ژبه خبري کوي. دوۍ ټول په پښتو او دري ژبه هم پوهیږی. خلک يي زیاتره په کرنیزو چارو بوخت دي. مهم کرنیز پیداوار يي هم غنم، انګور، مڼي، زردالو، الوبخارا، بهی، ناک دي. د غزني داسلامي تمدن پلازمېنه لیکوال ګل اغا احمدي وردګ د خپل یاد شوي اثر په  ۵۰ مخ کې دغزني په اړه داسې کاږي.[7]

(د غزني مرکز ته د اولیاوو ښار هم  ورته ویل کیږي. د تاریخي حیثیت له مخي نړیوال شهرت لري. چې د غزني ښار او بالاحصار يي یو تاریخي سمبول ګڼل کیږي. د غزني ښار ګڼ شمیر لوي او واړه کلي، ښارګوټي، بازارونه، دولتي، ودانۍ او تر ۱۰۰ زیاتي تاریخي ابدې لري. د همدې ښار ځمکنی مساحت ۵۲۶ کیلو متره دی. غزني د کابل – کندهار په لویه عمومي شهراه پروت دي له همدې کبله پکې اقتصادي او وټه ایز کارونه هم په ښه توګه روان دي. او ډیر وخت د یوه سوداګریز مرکز په توګه پاته شوی دی.) دغزني اوسنی ښار یو شمیر بازارونه، کوڅې او سوداګریز محلات لري چې نومونه يي په دې ډول دي. بزازي، کوچه چل، کلاه سبز، شامیرکوڅه، فروخي واټ، موی مبارک، سینماچوک، زوړښاریا شهرکهنه، سبزي مارکیټ، میوې مارکیټ، د غلي منډيي، جوی بازار، قنادي، لب دریا، صرافي، ارګون اډه، کابل هوټل، اوړو منډيي، برګټ یا برګډ کلا، شاه جهان مارکیټ، اورانس هوټل، سلطان محمود مارکیټ، شلګراډه، قره باغ اډه، حمام کوڅه، ملا مشک عالم واټ، ازادي چوک او د ګنج سیمه. د البیروني ښارګوټی، د سنايي ښارګوټي،د محمود غزنوي ښارګوټی، پولیس مېنه، لومړی پلان، دوهم پلان، دریم پلان او څلورم پلان، پښتون اباد، توحید اباد، حیدراباد او نو اباد سیمې د یادولو وړ دي. همدا ډول په غزني کې ځینې واټونه لارې او ښوونځي هم د هیواد د وتلوعلمي اوفرهنګي شخصیتونو په نومونه یاد شوی، لکه د سنايي عالي لیسه، د شمس العارفین عالی لیسه، د کاتب عالي لیسه، د جهانملکې د نجونو عالي لیسه، د البیروني عالي لیسه، د فروخي واټ، د البیروني واټ، د ملا مشک عالم واټ، داستاد حلیم شهید واټ، د بلخ دروازه، د ګردیز واټ، الجهاد جامع جومات او نور…

 له فرهنګي اړخه د  لرغوني  غزني په اړه.

غزني له تاریخي او فرهنګي اړخه خورا اوږده مخینه لري. له پیړیو پیړو راهسي غزني دعلم او ادب د زانګو، مرکز او پلازمېنه په توګه پیژندل شوی دی. موږ د تاریخ په پاڼو کې لولو چې یو وخت د اسلامي تمدن اوثقافت د امپراتوري په دې مرکز کې لږ تر لږه څلور سوه مشهور شاعران، لیکوال، مورخین اوسیدل.چې دخپلو لوړو او با ارزښته اثارو او تالیفاتو په پنځولو سره يي نه یوازې غزنی داسلامي تمدن، فرهنګ او ادب د پلازمېني په توګه په نړۍ کې وځلاوه بلکې دخپلو اثارو او خدمتونو په برکت يې له پیړو وروسته هم د دې جوګه کړ چې په ۲۰۱۳ کال کې يي د اسیايي هیوادونو په کتار کې یو ځل بیا د اسلامي تمدن او پلازمېني په توګه لقب خپل کړ.

غزنین په لرغوني پیر کې:

لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه غزنین یو له مشهورو ښارونو څخه دی.او له لرغوني تاریخ څخه برخمن دی. بیطلیموس په دوهمه میلادي پیړۍ کې دغزنین له ښاره د (ګزنګه) په نوم یادونه کړي.او هغه يي د پارو پامیرزاد د ټاټوبي په نوم یاد کړی. دهیواد نامتو تاریخ لیکونکی استاد علي احمد کهزاد په خپل اثر(ظهوریفتلي ها در افغانستان) کې په دې اړه ویلي:« یوه په زړه پورې مسله چې د(اخشنود) د واکمنۍ په مهال  دهندوکش په سیهل کې د یفتلي دولت د راټوکیدو  خپراوي،او استقرار پوري اړه لري. د زاولي قبیلي شتون دی. چې د اوسني غزني په شاوخوا کې يي هستوګنه درلوده. هغوئ د زاول، یا زابل او زابلستان په نومونو داسې شهرت موندلی.چې د زرو کلونو په موده کې دافغانستان ادبیاتو له یاده ونه یاستل. پروفیسور بوسورت په دایره المعارف اسلامي کې  دغزني ترنوم لاندې داسې لیکي.« دکلمي بڼه یا شکل باید کنرګ چې دکنز او خزاني په معنی ده وي.دا لیوالتیا اوهڅونه دا را په ګوته کوي چې د اسلام تر راتګ وړاندې پیړیو کې د زابلستان د سیمو مرکز و.او په دې وروستیو کې د څیړنو په مهال د بودايي دورې اثار تر ګوتو شول. د بودايي دورې څو ځایونه په نښه او د بودا مجسمې وموندل شوي. دا ټول دا راته په ډاګه کوي چې غزنين تر یفتلیانو وړاندې پیړیو کې هم د بودايي دورې مهم مرکز و.او په کوشاني دوره کې هم دا ښار د مدنیت د مرکز په توګه پیژندل کیده. دثعالبي په تاریخ کې لیکل شوي ( زال) چې د خپل پلار(سام) په نیابت کې يي په سیستان او زابلستان حکومت کاوه. د ښکار په مهال به له غزنين څخه تیریده او ترکابله پوري به وړاندې ولاړ. اوهمدا ډول د انندراج په فرهنګ کې هم غزنین دزابلستان مشهور ولایت ښودل شوی دی.

غزني په تیر تاریخ کې:

غزنه (Ghazna):دنون په فتح سره په لغت کې د پراخ اوپاک ځای ته ویل کیږي. خو زموږ د بحث وړغزني دافغانستان له ولایتونو څخه یو دی.پروفیسور(بن ونیست) باور لري چې دا توری (غزنه) هماغه د ګانزاګ دی.ددغه پروفیسور له څیړنو داسې ښکاري.چې په سغدي ژبه یوه ټوټه باندې دا توری بیا د (ګزنګ) په ډول لیکل شوی. چې د خزاني په معنا ده. په ځینو لیکنو کې غزنه بیا د(غزنو) په توګه هم راغلی. د فرهنګ وتمدن اسلامی غزنین مولف وايي: د بیهقي په تاریخ کې هم د غزنه توری راغلی. همدا ډول بل ځای بیا هم وايي: د یمیني تاریخ په ترڅ کې دغزنه توري یادونه شوي ده. دغزنوي دورې د ټولو شاعرانو په شعرونو کې هم د غزنه، غزنین، غزني یادونه شوي ده. دبیلګې په توګه منوچهري دامغاني چې وايي:

در دل قیصر بسیم وقزع افتاده بود

تا بیارند به غزني سر او بر خشبي

اوهمدا شان دغزنوی دربار ستر شاعرعنصري هم په خپلو شعرونو کې د(غزنی)توري یادونه کوي

(شه ګیتي زغزني تاختن برد

برافغانان و برګبران کهبر

فردوسي او نجیبي هم دغزني توري په خپلو شعرونو کې کاروي.

زغزني سوی اندراب امدم

ازاسایش ره شتاب امدم

اویا دا

هرچه بعالم دغا وسخره بوده است

از در فرغانه تا به غزني وقزدار

همدا رنګه د اثار البلاد لیکوال هم په خپلو لیکنو کې داسې کاږي،

(غزنه ولایتي است واسعه درخراسان درطرف خراسان مابین خراسان وهند…) مقدسي هم په « احسن التفاسیم في معرفه الاقالیم» کې داسي لیکي. ( بر غزنه دوهزار سر به بهای ۶۰۰۰۰۰ وبرکابلستان ۱۵۰۰۰۰۰ درم است)[8]

داښار د تاریخ په اوږدو کې یو اباد او ښیرازه ښار و. دعلم او پوهي مرکز او د واکمنو د پام وړ و. له ابادي يي فردوسي په شاهنامه کې داسې یادونه کوي.

گزین کرد خسرو به رستم سپرد       بدو گـــفت کـــای نامبردار گرد

ره سیستان گیر وبرکـــش سپــاه       به هندوستان اندرون کینه خـواه

ز غــزنین برو تابه راه بــریـــن      که گردد تــرا تاج وتــخت نگـین

مشهور چیني زایر اوګرځندوی هیون تسانګ د ۶۳۳ میلادي په شا وخوا کې دغزنین یادونه په چینايي ژبه کړي او هغه يي( هوسي نا) یاد کړی. هغه يي د زابلستان مرکز بللی دی. دغه ګرځندوی دغزني ښار اباد او ښیرازه یاد کړی.او د تیر تاریخ په اړه يي غزنی د اشکانیانو په دوره پوري تړلی دی. خو داسلام په راتګ سره بیا د یعقوب لیث په زمانه کې لا پراخ شوی. او آن چې د بالاحصار رغونه يي هم دهغه په دوران کې تر سره شوي ده. دهفت اقلیم دکتاب لیکوال مرحوم احمد علی دراني په هغې مقاله کې چې په کابل مجله کې يي خپره کړي دغزني د پراخوالي او عظمت په اړه لیکلي[9]«  په غزني اوشاوخوا کې یوازې  د دیني مدرسو او جوماتونو شمیر دولس زره(۱۲۰۰۰) بابه ته رسیده.»  استادغلام جیلاني جلالي هم په خپل اثر غزنه وغزنویان کې کاږي« دغزنين ښار پراخوالی د ال ناصر او غوریانو په دوره کې ( په ۵- او ۴ پیړیو) کې له بغداد ښار سره چې ورته مدینته الاسلام ویل کیده برابري کوله[10]

استاد عبدالاحد ستاک سروری په خپل اثر(قلعت غزنین)[11] کې د غزني د بالاحصار د جوړیدو یادونه  تر میلاد دوه زره کاله وړاندي یادوي.

غزني د اسلام د راتګ په پیرکې:

افغانستان ته د اسلامی لښکرو په راتګ سره د غزني په اړوندو کې د لویک کورني واک درلود. دلته غواړم د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبی د څیړنه په پایله هماغه یو شعر چې دی يي پښتو بولي او د لویک یادونه په کې شوي ده هم را نقل کړم
په زمی کزنه ښخید لویک لویانو بویله لویا
کښه تور به براغلوم(بلوم؟)ممله تیزیو په ملا[12]

د دې بیت هره مسره پینځلس هجاوي لري. چې په اوسنۍ املا  داسې کیږي.

په زمي غزنه ښخید لویک لویانو بایله لویا

کښه تور به براغلوم (بلوم؟) ممله تازیو په ملا

له دې لیکنو جوته کیږي چې په غزني کې د اسلام تر راتګ وړاندې د لویک کورنۍ واکمنه او شاهي کورنۍ وه به زابلستان او غزني کې چې د کابلشاهانو سره يي خپلوي لرله، د دوئ نوم له پښتو(لوی) څخه جوړ دی او ژبه يي پښتو وه او او فدیمتر« لویک» وجویر(هجویر) نومیده (۱۲۰هــ ) حدود. دغه بیت د لویکانو دژبې نمونه پاته ده. وګورۍ پښتوڅوارلس سوه کاله پخوا ۷۵ – ۷۸ مخونو پوري.

 په ۳۶ ق کال کې د لویک یا انوک کورنۍ مخکني واکمنان د اسلام په دین نه و مشرف شوي. مسعودي او بلاذری هغوئ د رتبیل او د سیستان لیکوال يي زنبیل په نوم یادوي.  کله چې دعربي لښکرو مشر مشاجع په دې سیمه کې ماته وخوړه. نو بیا عبدالله بن عامر، ربیع ابن زیاد خپلې لښکري د سیستان په لور را وخوځولي. نو بیا ربیع د هیرمند له څنډو تر تیر شو. او دلته د مسلمانانو او دسیستان دعسکرو ترمنځ سخته نشته وشوه. د سیستان د تاریخ لیکوال په دې باب داسې کاږي.( له دې جګړې وروسته بیا دسیستان پاچا «ایران»[13] بن رستم بن ازاد خوبن بختیاري، خپل،خپلوان،لویان او مشران راوغوښتل او ورته يي وویل:

… چاره او تدبیر په دې وشو چې سوله وکړو. دا سوله فاتح لښکرو ته د زرو تنو مریانو(غلامانو) او زرو زرینو جامونو، په ورکولو سره  وشوه. ربیع له زرنج څخه خواش ا وبست ته ولاړ.

د یادونې وړ ده چې دغزني ښار ته  داسلامي لښکرو په راتګ سره ځیني عمراني کارونه هم تر سره شول. د دغه لرغوني او تاریخي ښار د زړې کلا چې په کتابونو کې ورته د قلعت غزنین او حصارشهرکهن نوم هم ورکول شوی. رغونه او همدا راز د بالاحصار د مرمت چارې هم د اسلامي لښکرو د مشر یعقوب لیث په وخت کې وشوي. وروسته له هغه چې یعقوب د کابل په ګډون د دې سیمو واکمن کیږي. نو بیا د رتبیل شاه زوی نیسي. دا ځل د هغه دا لښکرکښۍ په ۲۵۸ کال کې تر سره کیږي. د «سیستان تاریخ» د لیکوال په خبره چې« یعقوب زابلستان ته ورسیده نو بیا يي د رتبیل زوی په نای لامان زندان کې بندی کړ.( ښايي دا به هماغه نای قلعه زندان وي. چې نښې نښانې يي لا هم په قره باغ ولسوالي کې لیدلي کیږي.او څه موده په کې مسعود سعد هم بندي و»

د غزنویانو پیر یا دوران:

د غزنویانو پیر یا دوره دترک ټبر حکومتي دورې ته ویلای شو. چې په غزني کې یی بنسټ  په ۳۶۶هـ ق کال کې د ناصرالدین سبکتګین په لاس کیښود شو. سبکتګین د ساماني امیرانو څخه یو و.دا چې دده پلازمېنه غزنی و. نو د کورنۍ غړي يي په غزنوي او غزنویانو مشهور شول. چې تر دوو پیړیو زیات يي دایران په ختیځو څنډو، اوسني ټول افغانستان ، دهند په ځینو برخو او(سند اوپنجاب) باندې واک وچلاوه. په دې موده کې ددې کورنۍ ۱۷ تنو دسلطنت په ګدۍ ګونډ ولګاوه. قدرت الله حیدري په خپل اثر فرهنګ وتمدن اسلامي کې په دې اړه داسې کاږي:

( دغې کورنۍ د تاسیس له پیله بیا په ۴۳۱ کال کې د طغرل سلجوقي له لاسه د سلطان مسعود تر زوال پوري، نږدې اویا کاله د غزنویانو د قدرت او ترقي دوره وه. او  دوهمه دوره بیا د سلطان مسعود له وژل کیدو او په ۴۳۲ کال کې د خسرو ملک غزنوي تر وژنې پوري د یولړ پیښو له مخامخ کیدو سره مل وه. چې دا دورې د دغې کورنۍ د زوال دوره وه. چې بالاخره د دوې د سلطنت او واکمنۍ لمنه بیا تر یوه ښاره پوري را کوچنۍ او لنډه شوه. دا ګډوډې تر دې حده راورسیده چې په یوه کال ۴۴۱ کې درۍ تنه د سلطنت په ګدۍ کیناستل.چې د واک دوره يي هم تر دوو میاشتو پورې وه. د دې کورنۍ وروستی واکمن ملک خسروهم په لاهور ښار کې اوسیده چې بیا د سلطان غیاث الدین غوري له خوا په ۵۸۳ کې له ماتې سره مخ او اسیر شو چې بیا یي په ۵۸۵ کال کې وواژه. هغه غزنی چې یو مهال د نړۍ له فرهنګي، علمي او له معتبرو مرکزونو څخه ګڼل کیده. د سیاست او اقتصاد په ډګر کې يې هم نوم درلود. بیا په یوه کنډواله بدل شو. په دغې دوره کې اقتصادي حالت خورا ښه و. همدا ډول یی د استیفا دیوان هم فعال و.

د غزنوي دورې سیاسي او اداري تشکیلات:

د غزنوي حکومتی نظام په سر کې چې له ډیرو صلاحیتونو او واک څخه برخمن و.او په ټولو متصرف شویو سیمو کې واک درلود ، یو کس د امیر، سلطان لوی سلطان په نومونو یادیده. او ټول واک هم له همده سره و. لکه چې محمدناظم په خپل کتاب [14]( د سلطان محمود د ژوند وختونه) کې کاږي ( هغه په حقیقت کې دخپل وخت کې یو مطلق العنان واکمن ګڼل کیده. همدا ډول يي د مقنینه، قضایه او د سلطنت اجرایوي چاري، او د رعایت اوخلکو د مرګ او ژوند چارو اختیار يي هم درلود)

د دربار ریاست:  دغزنوي سلطنت په دربار کې د ریاست یو تن ریس شتون درلود. چې هغه ته به يي لوی حاجب ویل: دغه کس په حقیقت کې د دربار د وزیر په حد کې صلاحیتونه لرل.

 د وکالت دیوان: د وکالت دیوان په غزنوي نظام مهمه اداره ګڼله کیده. له کارې اړخه د دبار له پاره خورا داهمیت وړ و. دغه دیوان د دربار له پاره د سلطان او د دسلطنتي کورنۍ له پاره يي دخالصو املاکو په برخه کې کار کاوه. او د سلطان د حرم له پاره يي مالي اړخونه او اړیتاووي تر څار لاندې نیولي.باسورث کاږي( دسلطنتی کورنۍ دخصوصی املاکو او شتمنیو ځانګړې اداره وه) په همدې ترتیت څو نورې مهمې څانګې هم په غزنوي دربار کې فعالې وي، چې دموضوع د اوږدیدو له کبله يي غواړم یوازي  دنومونو په لکیلو یادونه وکړم ـ سلطنتی ساتندویه ګارد، د رسالت دیوان- یا اداره، د عرض دیوان – یا اداره، د اشرافو دیوان- یا اداره

قضایی چارې :

د مظالمو دیوان – یا اداره، د قضا دیوان – یا اداره، د حسبه یا امربالمعروف نهی المنکر، د شرطه دیوان – یا اداره

اقتصادي چارې:

۱ املاک خالصه  او د سلاطینو خصوصی شتمنیو اداره۲ خراج او سوغاتونه ۳ د مړو د دارایی اداره ۴ د جنګي غنیمتونه اداره ۵  د مالیاتو اداره۶ ادبی چارې۷ دهنر اداره  ۸ د شعر اداره- دغزنوي دورې کابو ټولو واکمنو له شعر او شاعر څخه ملاتړ کاوه. په تیره بیا سلطان محمود غزنوی خو له غزلبولو، بولله ویونکو، تاریخ لیکونکو، لیکوالو، او فنکارانو څخه  په کلکه ملاتړ کاوه او د هغوئ د هڅونې په موخه به يي ورته انعامونو، منسبونه، القاب،جایزې ، نقدې ډالۍ او سوغاتونه ورکول. نازول يي په مهمو غونډو او مجلسونو کې به يي ورسره د پریکړو په مهال هم کینول. سلا اومشورې به يي ورسره کولې. حکیم ابوالقاسم عنصری بلخی(متوفی ۴۳۱) له سلطانه ډیر انعامونه ترلاسه کول. همدا ډول فرخی سیستاني د سلطان محمود له ډالیو، انعامونو او سوغاتونو یادونه کوي او وایي

« ده بار نه ده که بار فزون کرد ــــ  بر دامن من بخشش او بدره ودینار»

د سلطان محمود په دربار کې نه یوازې د فارسی ادب لیکوالان او شاعران نازول کیدل بلکې د نورو ژبو لکه عربی شاعران يي هم نازول لکه یو ځل چې يي ابوالفتح بستی ته په دوه بیته شعر هم لس زره دیناره ورکړل. آن غضایری ته يي چې له ری ښار څخه يي شعرونه غزنوي دربار ته استولی ول، ډیر سوغاتونه ور واستول شول. د غزنوي واکمنۍ ځینو لوړ پوړو چارواکو لکه احمد بن حسن میوندي(میمندی) هم په پارسي او عربي ژبو شعر وایه،  په  ځینو لیکنو کې راغلي  چې  محمود د پښتو ژبې د پوهیدو په مقصد ده ته د پښتو ژبې د څو نورو تورو د جوړیدو هم وویل: او د ده په هڅو د پښتو ژبې څو توری ایجاد شول. او هغه له پارسي علاوه وو. د وزیر ابو العباس اسفراینی  زوی حجاج هم د شعر دیوان درلود. او ورته په درنه سترګه کتل کیدل.

دغزنوي پیر مهمې څیرې:

لکه چې روښانه ده د غزنویانو په پیرکې تر ټولوچارو لومړي د دې دورې واکمنو ورته پام کاوه هغه د اسلام د سپیڅلي دین خپراوي او د غزنوی امپراتوري د پراخیدو او د خپلې واکمنۍ په قلمرو کې د نیاوو یا عدالت ټینګښت و. دغزنوي دورې په څه د پاسه دوه سوه کلنه موده کې تر ‌ډیره داسلام د سپیڅلي دین او ادب د پراخیدو په برخه کې په علمي او اساسي توګه کار شوی. په دې ویاړ په غزني لوی علمي مرکزونه، فرهنګي بنسټونه ، مدرسې او جوماتونه اباد او په کې په زرګونوتنو زده کړه کوله. یوازې سید حسن اشرف غزنوي په زرګونو شاګردان درلودل. همدا ډول په دې ټوله موده کې یوازې محمود نه بلکې د ده څخه را وروستو واکمنو هم لکه چې لازمه وه. په زړه پورې کارونه تر سره کړي. دوې که له یوې خوا د تورې او ځواک په مټ د اسلامي تمدن اوثقافت د پلازمېنې د بنسټ د پیاوړتیا له پاره کار کړی. له بلې خوا يي د قلم، ادب، هنر اوپوهي د پراختیا له لارې هم دومره کارونه تر سره کړي چې غزني يي په معاصره دوره کې هم د اسلامي نړۍ په تیره بیا د اسیايي هیوادونو په کتار کې د اسلامي تمدن پلازمېنه وګرځاوه. ښه به وي چې په دې برخه کې دهغوو نومیالیو لنډه یادونه هم وکړو. په دغه فصل کې د ځینو مهمو شخصیتونو، سلاطینو او قلموالو په لنډه توګه یادونه راشي . څو لوستونکي په دې هم وپوهیږي چې د غزنوي دوري د عروج لاملونه په کوم کسانو پوري تړاو درلود.

 د اسلامي دورې د اثارو، ودانیو اومشهورو شخیصیتونو پیژندنه

غزني په څلورمه او پینځمه پیړۍ کې د اسلامي تمدن او ثقافت د پلازمېنې په توګه په اسلامي نړۍ کې ځانګړی ځای درلود. کنه هسي خو  د بابر په خبره له غرونو، تیږو پرته په کې بل څه نه لیدل کیږي، بابر په خپل کتاب بابر نامه کې کاږي« زه حیران یم چې د دغو سپیرو غرونو په منځ کې سلطان محمود څه لیدلي وو. چې د خپلې امپراتوري د مرکز په توګه يي غوره کړی و.» خو اصلی خبره داده چې دغزنویانو په دوره کې غزنی د سترو ادبیانو، لیکوالو، شاعرانو او مورخینو د ټاټوبي په نوم پیژندل کیده. ځکه غزني ته د غزنوی امپراتوري په قلمرو کې  له هره ځای او سیمو څخه په سلګونو میشتو پوهانو راتګ او دلته د دوئ د اوسیدو، پنځونو له پاره مساعد محیط دوئ نور هم وهڅول چې هلي ځلې وکړي، علمي تحقیقات او څیړنې تر سره کړي. تالیفات او اثار خلق کړي چې د همدې هلو ځلو په پایله کې غزني د یوه مهم مرکز په توګه وپیژندل شو. دا دهمدې شخصیتونو د هلو ځلو، زیار اوکوښښ برکت و. چې په  پایله کې غزني ته دعروس الفلک، عروس البلاد، شهر اولیا، اوعلم د ځانګو نومونه ورکول شول. په دې برخه کې غواړم یو شمیر تاریخي ابدې، مزارونه، څلي او منارونه او هغه شخصیتونه در وپیژنم کوم چې نومونه يي لاهم دغزني د تاریخ په پاڼو کې په زرینوکرښو لیک دی.

البتګین:

تاریخ لیکونکي چې دغزنویانو له لړۍ څخه خبرې کوي.نو بیا د البتګین له رول څخه سترګي نه شي پټولای.تګین یو تُرکی نوم دی. چې له (آلب) یعني زړور او(تګین) یعني ښکلي،ښایسته څخه يي ترکیب موندلی دی. خو وروسته له هغه چې دالبتګین او ساماني چارواکو ترمنځ اړیکې خړې پړې شوي.نو له بخارا څخه يي دبلخ په لوري له خپلو عسکرو سره یوځای حرکت وکړ. بلخ يي وینو.بیا يي له بخارايي لښکرو څخه دخلم ښار هم ونیو.بیا يي د بامیانو له امیر سره جګړه وکړه. دهغه له ماتې وروسته کابل او بیا هم په غزني کې د ابو علي  یا ابوبکرلویک اویا نوک سره وجنګیده. غزني يي کلا بند کړ. له څو مودې کلابندۍ وروسته يي په ۳۵۱ق کال کې غزنین په بشپړه توګه په خپله ولکه کې راوست. شبانکاره په دې اړه کاږي: البتګین د غزنین او کابل په ملکونو او له هغوو ها خوا کې اهستوګن شو او ډیر ولایتونه په غزني ور زیات شول. د پاچاهی بنسټ يي کیښود. د یادونې وړ ده چې د خپل دغه تحقیق په برخه کې غواړم لرغوني غزني له سلګونو تاریخي ابدو، زیارتونو، مزارونو،څلو اومنارونو او یو شمیر هغوو شخصیتونو په باب یو څه وکاږم چې غزني يي دخپلو هلوځلو او کار کړنو په برکت کابو دولس سوه کاله وروسته هم ددې جوګه کړ، چې د اسیايي هیوادونو په کتار کې د ۲۰۱۳ کال د فرهنګي او اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه وپیژاند چې دا به د راتلونکو له پاره  دلا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کیدو په برخه کې بې ګټي نه وي.

ناصرالدین سبکتګین :[15]

     ناصرالدین سبکتګین، چې په لومړیو کې د البتګین غلام  و. خو ډیر د  يي هغه په دربار کې لوړمقامونه ترلاسه کړل.ان چې د البتګین زوم هم شو. ناصرالدین سبکتګین  د حضرت محمود غزنوی پلار او د غزنوی دوری بنسټ ایښودونکی و. چې په ۳۳۱ کال کې زیږدلی. وروسته له شلو کالوپادشاهي څخه د۵۶کالو په عمر د۳۸۷هـــ د شعبان په میاشت کې له نړۍ سترګي پټي کړي. څیړونکي وایی. هغه یو عادل ،پرهیزګاره اوزړور مجاهد پاله سړی و. لوړ قد یی درلود . مخ یی چیچکی و. سبکتګین د سامانی کورنۍ په لمن کې لوی شوی  اوروزنه  یی هم لیدلی وه. هغه ښه پوځي وړتیا لرله او دواکمنۍ په مهال یی دغزنویانو سلطنت پراختیا  وموندله. خو دده له مړینې وروسته د پاته شونو ترمنځ د قدرت د ترلاسه کیدو په سر جنجالونه پیل شول. ده دخپلو اولادونو له منځه  اسمعیل  د الپتګین لمسي ولیعهد ټاکلی و. خو هغه ته يي دا هم ویلي و. چې دسلطان محمود له رايي به غاړه نه غړوي. که يي ته د غزنین په امیري وټاکلي نو په تا به يي احسان کړی وي.[16] اوس مهال د سبکتګین مقبره دغزني ښار شمال ختیځ ته په یوه تاریخي ابده بدله شوي او د یوه تاریخي میراث په توګه له کلتوري ادارو سره ثبت شوي. او د۲۰۱۳ کال په ویاړ چې غزني داسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه ونومول شو. ورغول شوه.

سلطان محمود[17]

د سلطان محمود غزنوي لقب ابوالقاسم، نوم يي محمود او د پلار نوم يې سبكتګين وو. چې له ۳۸۹ څخه تر ۴۲۱ هجري قمري پورې يي پاچاهي کړي ده. سلطان محمود غزنوي دسیف الدوله، یمین الدوله، امین المله او غازي او دې ته ورته  نورو القابو سره يي هم شهرت درلود او دغزنویانو د دورې تر ټولو مشهوره څیره ګڼل کیږي.[18]  مشر زوى په ۳۶۱هجري  سپوږميزكال كې د نړۍ ته راغى .چې  دا نیټه د۹۷۱ میلادی کال سره برابره ده، او د۴۲۱هــجری قمری دربیع الثانی د۳۲ مي  چې د۱۰۳۰ میلادی کال داپریل دمیاشتی  له ۳۰ سره سمون خوری په۵۹ کلنی کې یی له نړۍ څخه سترګي پټي کړي. هغه په خپل وخت كې له ستروواكمنو څخه وو.اولس ۱۷ ځله يې په هندوستان يرغلونه وكړل. له اسلام ،هنر اوادبياتو سره يې ډيره مينه وه، هغه لوى پوځي قوماندانان ،انځورګران ،عارفان، شاعران، موسيقي پوهان، عالمان اوپوهان خپل دربارته راوبلل. د كرهڼې، اوابادې،  سخت مينه وال و.د عروس الفلك او د غزني ستر كتابتون د هغه له شهكارونو څخه ګڼل كيږي، سخاوت ،میړانه،دچاروتدبیر،عدالت،او زړورتوب او تر ټولو مهم د اچې اسلامی عقیده یی ترننه پوری په کتابونو کې ثبت دی.. سلطان محمود:دسلطان سبكتګين زوى په ۳۶۱هجري سپوږميزكال كې دنړۍ ته راغى . هغه په خپل وخت كې له ستروواكمنو څخه وو.اولس ۱۷ ځله يې په هندوستان يرغلونه وكړل. له اسلام ،هنر اوادبياتو سره يې ډيره مينه وه، هغه لوى پوځي قوماندانان، انځورګران، عارفان، شاعران، موسيقي پوهان، عالمان اوپوهان خپل دربارته راوبلل. د كرهڼې، اوابادې،  سخت مينه وال و.د عروس الفلك اود غزني ستر كتابتون د هغه له شهكارونو څخه ګڼل كيږي، د هغه په وخت كې د غزني ښار په عروس البلادهم مشهور و.  په ورته وخت کې د نورو ژبو ودې او پراختیا ته هم پام کیده. محمد ولي ځلمی په خپل اثر غزنی دلنډ تاریخ اوفرهنګ له پلوه په ۲۰۰ مخ کې لیکي[19]« دخیر الغات مولف قاضي خیرالله نوښاري د خپل کتاب د لومړۍ برخې په څلورم مخ کې لیکي.

داسلام تر راتګ پخوا پښتو ژبې ځان ته تهجي توري نه درلوده. او پښتو یوازې د وینا ژبه وه، خو د سلطان محمود په زمانه کې دده وزیر احمد بن حسن میمندي قاضی سیف الله وګماره چې د پښتوژبې د ږغونو له پاره  دعربي، پارسي، پینجابي، سندي دالبفاوو په مرسته د پښتوژبې د غږونو د پاره توري وټاکل»

د ده د مزار موقیعت: د کابل – غزنی په لویه لار، د فیروزه  په ودانۍ کې په( روضه مشهور) کلي دی. دسلطان محمود مقبره هم د اسلامی تمدن د پلازمینې دنوموني په ویاړ روغول شوي او دغزني او نورو سیمو خلک يي زیارت ته راځي.

د مسعود منار

د سلطان مسعود دپیر منار.

دغزني منارونه:

مرحوم استاد غلام جیلاني جلالي په خپل مشهور اثر( غزنه وغزنویان) کې د غزني د منارونو په تړاو داسي کاږي.

د غزني عوام د دې دوو منارونو چې د روضي او دغزني د اوسني ښار په منځ کې جوړ دي. هغه اعلیحصرت یمین الدول سلطان محمود زابلي ته منسبوي. په داسې حال کې چې دا حدس  سم  نه دی. رښتیا خو داده هغه منار چې د روضی د کلي خواته ودان دی. دریم مسعود بن سلطان ابراهیم بن سلطان مسعود بن سلطان محمود جوړ کړی. او دوهم منار چې د غزني د ښار لوري ته جوړ او ولاړ دی. دا بیا د دریم مسعود د زوی بهرام شاه د واکمنۍ په مهال جوړ شوی دی.[20]

 په هرحال دا منارونه د غزنوی د وري د شهکاریو څخه ګنل کیږي. چې پکې د معماری هنر په  ښه ډول په ښه ډول ځلیدلی دی. د مسعود منارله پخو خښتو،ګچ څخه جوړ شوی.ویل کیږي دا دواړه منارونه په دوو برخوکې جوړ شوی. چې لاندۍ برخه یی اته څنډې لري او پورتنې برخه یی دستني په ډول وه. چې دیوې زلزلې په ترڅ کې ړنګ شوی، اوس یی یوازې اته څنډیزه اوستوری ډوله برخه پاته دي اوبام ته یی دننه کږه وږه لاره لري. د مرحوم محمد رضا غزنوی د لیکني له مخي پکې دا توري کښل شوي دي (السطان الاعظم ملک الاسلام علاءالدوله والدین ابوسعیدمسعود بن ظهیر الدوله امیر المومنین ابراهیم خلدالله ملکه). دغه منار(څلی) په ۴۹۲ کال کې جوړ شوی دی، بنسټ ایښودنکي يي له جوړیدو شپاړلس کاله وروسته په ۳۹ کلنۍ کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي. یعني دریم مسعود چې په ۴۵۳ هـ ق کې زیږیدلی و په (۵۰۸) کال  کې له نړۍ کوچیدلی.

د منار موقعیت: دغزنی ښارشمال ته د سلطان محمود روضی ته نږدي به یوکیلو متري کې دی. دغزنه او غزنویان د لیکوال په خبره چې د دغه منار لیکنې په کوفی لیک دود کښل شوي دي. او داسې پرې لیک دي.

« بسم الرحمن الرحیم: السطان المعظم الاسلام علاء الدوله والدین ابوسعد مسعود بن ظهرالدوله ابراهیم خلد الله ملکه» اوس مهال هم په همدې منار کې یوه خښته لیدله کیږي چې پرې د «مسعود» نوم له ورایه ښکاري. دا منار یوځلې په ۱۳۶۴ کال کې دنجیب الله د واکمنۍ په مهال رغول شوی. که څه هم دا رغونه په ډیره فنی او مسلکي توګه نه ده شوي. خو لږ تر لږه له چپه کیدو ژغورل شوی دی. د یادونې وړ دی چې د دغه منار دوهم ځل رغیدنه هم د ۲۰۱۳کال په ویاړ تر سره شوي. هغه مهال چې ښاغلي موسی خان اکبرزاده د غزني د والی په توګه دنده لرله د ده تر څارنې او لارښوونې لاندې يي د رغوني چارې تر سره شوي.د معلوماتو له مخې چې لګښت يي په غزني کې د پولنډې ځواکونو د بیا رغاونې  د ټیم له خوا ورکول شو. دا هم باید ووایم چې کله غزني د اسلامی تمدن د پلازمېنې په توګه ونومول شو په دغه ویاړ په غزني ۳۲ تاریخي ودانۍ، سیمې او ابدات ورغول شول. چې د زیاترو لګښت يي هم د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له لوري ورکول شو. چې په خپل ځای به يي یادونه او ذکر وشی.

د بهرام شاه منار(څلی)[21]

دسلطان بهرام شاه د پیر منار له رغیدو وروسته

–  دا منار هم د غزنویانو په پیر کې د معماري هنرد لوړتیا بیانونکی دی. چې په کې د پخو خښتولویي اونازکې کښیدي شاملي دي او د اجری برخه یی خورا مهمه ده. په دې منارونو کې د د خښتو اوډل کاریدنه او ځای پرځای کیدنه خورا ښکلا لري. دغه منار ته د ننوتو ور د وخت په تیریدو او د خاوروی په را ښویدو سره اوس د منار په پورتنی برخه کې له ځمکي لوړ دی ،همدا ډول په مناره کې په کوفي لیک ،لیکنه لاهم ښکاریږی. په منار کې د بنسټ ایښودونکي یادونه په دا ډول شوی ده (( بسم الله الرحمن الرحیم :السلطان الاعظم لک الاسلام یمن الدوله وامین المله ابومظفربهرامشاه خلدالله تعالی ملکه) دا منارونه له هغو ابدو څخه ګڼله کیږي چې غزنوي واکمنو د خپلو سوبو او فحتو په ویاړ جوړکړي اوس هم ورته له لیرو سیمو څخه لیدو ته خلک راځي. بهرام شاه د مسعود زوی ، د ابراهیم لمسی،د دویم مسعود کړوسی او د سلطان محمود کوسی دی. چې په ۵۱۲کې د شاهي په ګډۍ کینوست.  دا منار هم چې د اوسني غزني ښار ته نږدي څیرمه دی. په ۲۰۱۳ کال کې د نورو تاریخی څلو، ودانیو او مزارونو ترڅنګ ورغول شو. اوس مهال هم د دې منارونو شاوخوا ته په رسمي توګه  د څیړنو په موخه څیړنې وشوې او د ساتنې چارو ته يي هم پام کیږي. خو له دې سره سره لاهم ځینې د اثارو قاچاقیان هڅه کوي له دې ځایونو څخه په پټه توګه اثار ترګوتو او بیا يې په ناقانونه توګه بهر پلوري.

د غزني د تاریخي ودانیو اوڅلو په جوړیدو سره شوني ده چې ډیر ژر دغه تاریخي ولایت ته سیلانیان را مات شي. او په دې توګه به د غزني د خلکو په اقتصادي حالت کې هم بدلون رامنځ ته شي. دا ځکه چې غزني لاهم ډیر داسې ځایونه او تاریخي اثار لري.چې په لیدو ارزي او د ګرځندویانو د پا م وړ ګرځیدلای شي. که چیرته د غزني دفرهنګي چارو اداروته مالي امکانات په واک کې ورکول شي. چې د غزني تاریخي ځایونو او اثار په مسلکي توګه ورغول شي. غزنی به یوځل بیا په سیمه کې د تاریخي اثارو په یوه تر ټولو بډایه منقول او غیرمنقول موزیم باندي واوړي.

ــ ابو ریحان البيروني:[22]

نوم یی محمد داحمد  زوی په ابوريحان البيرونې  یادیده. په ۳۶۲ کې دخوارزم په بیرون نومي سیمه کې نړۍ ته راغی. په شپږ كلنۍ كې يې دسلطان محمود دربار ته لاروموندله . هغه په بيلابيلو علومو لكه نجوم، رياضي ، هندسه ، جغرافيه ،او سيمې اوتوكم په تاريخ كې معلومات درلود. هغه ډير كتابونه دهندوانو ، اريايي توكم، عربو ،يهودو، قبطيانو، يونايانو ، روميا نو، جغرافيه ،نجوم ، ستورو، اودهسك ګرځيدو په اړه وليكل، هغه په ۴۴۰ هجري سپوږميز كال كې په غزني كې مړ شو. البیروني دغزنویانو دامپراتوري مشهور فیلسوف او ستورپیژندونکی و. البیروني هم ګڼ شمیر اثار لري.[23]

۱  کتاب تحقیق ماللهند من مقوله مقبوله فی العقل اومرذوله.[24]

۲ کتاب الامسامره لاخبار خوارزم۳  اثار الباقیه عن القرون الخالیه۴ کتاب القانون المسعودی فی الهیت والنجم ۵ کتاب الجماهر فی معرفه الجواهر ۶تحدید النهایات الاماکن لتصحیح مسافات المساکن: ۷ الصیدله فی طب. د یادونې وړ ده چې د البیروني اثار په بیلا بیلوټولنیزو برخو کې شته هغه دخپل عمر په اوږدو کې له سلطان محمود غزنوي سره په زیاترو سفرونو کې ملګری و. په تیره بیا دهند په سفر کې دهغه سره مل و. چې ددغه سفر په ترڅ کې يي خپل مشهور اثر « کتاب تحقیق ماللهند من مقوله مقبوله فی العقل اومرذوله» ولیکه په دغه اثر کې تر ډیره د هند په تاریخ، مذهب او ټولنیزو مسایلو بحث شوی دی.

د غزنوی دورې مشهور صوفی شاعر حضرت حکیم سنایی:

د غزنوی دوری دسلطان بهرام شاه هم مهالي صوفی شاعرحضرت سنایی زیارت له رغونې مخکې.

 ابوالمجد مجد ود ابن آدم په حكيم سنايي مشهور(۴۷۶_۵۳۵ هجري قمري) ددري ژبې له سترو شاعرانو څخه دى . هغه لومړنى شاعر دى چې تصوف يې دشعر په ژبه انځور كړ. سنايي دومره له نفسي غوښتنو ليرې و. چې دبهرام شاه لوريې دخپلې ښځې په توګه ونه منله . هغه دپاچا ستايلو ته ليوال نه و،دازاد فكر څيښتن و اوداستبداد او بې انصافي په وړاندې يې مبارزه كوله ،دهغه مزار چې دغزنويانو په پېر كې جوړشوى و، دامير حبيب الله خان په وخت كې هم په يوه نوي ودانۍ واوښت ،سنايي دیوه صوفي شاعر به توګه چې دشعرپه ژبه يي په لومړي ځل دعرفان ،روحانیت اوتصوف پړاونه بیان کړل . او دخپل ژوند په موده کې دبیت الله شریف دفریضي د ادا کولو دسفر ترڅنګ يي نورواسلامی سیمو ته هم سفرونه وکړ.اوهمداډول یی دتصوف او عرفان په برخه کې خورا ارزښتمن اثار ولیکل.چې یوشمیر یی دادي  ۱ حدیقۀ الحقیقت 2 سیرالعبادالمعاد. او نور…[25]

خواجه لايخوار:[26]

د دغه سترفقير شخصيت  او د حال دڅيښتن نوم  محمد دى.  دغزني له اصلې اوسيدونکو څخه و.دغزنويانو د  دورې سلطان ابراهيم په وخت  كې يې ژوند كاوه . هغه له وتلوعارفانو اوصوفيانو څخه و.هغه ته يې ملنګ هم وايه. دنړۍ او افغانستان ديو شمير پوهانو په وينا چې دغه ستر شخصيت دحضرت سنايي (رح) په افکارو اوحال کې روحي بدلون راوست . ویل کیږي یوه ورځ حصرت سنایی دسلطام بهرام شاه دربارته روان و. اودهغه په ستاینه کې یی قصیده شعر هم ویلې و. چې ناڅاپه یی له شا یو غږ واوریده.دسنایی سترګي دړندې شي چې دحقیقی سلطان په ځای دمجازی سلطان ستاینه کوي.سنایی مخ شا ته واړاوه اوڅوک یی ونه لیدل، بیرته به خپله لار روان شو. دوهم ځل بیا دا غږ اوری.سترګي یی به حضرت لایخوارلګیږی.نوبیا دبهرام ددربار په لوری ګام نه اخلي ،اوله  هغې ورځي وروسته له یوه فکری اوروحی انقلاب سره مخ کیږی. او دسلاطینو له ستاینې لاس اخلي اوپه دې ډول تل پاتي کیږی. نوځکه هم ده ته دسنایی داستاد خطاب هم کیږی.حضرت لایخوار ولی دبهرام شاه هم عصر و. چې په هغه پير کې يي له فانې نړۍ سترګي پټي کړي او اوس يي مزار په خواجه لايخوار ولي شهرت موندلى چې خلک ورته ډير درناوي کوي.ډيرو زيارت كونكو يې دزيارت په دننه كې په ديوالونو لاس ليكونه كړى وو. نږدي درۍ سوه كاله وړاندې ديوې شخصي غوښتنې په بنسټ دا زيارت رنګ شو. ودانۍ دغزنويانو په دوران پورې تړاو لري. چې لاهم شته. يوځلې په ۱۳۷۰هجري لمريزكال مې جوړه شوه. موقعيت: دکابل – کندهار عمومي سړک ، نوي ښار ته څيرمه د اربابا صاحب د کلي شمال ته  .


جمع اوليا  عروس الفلک:[27]

( د غزني تاریخي او فرهنګي اهمیت ) لیکوال  ولی ځلمي د خپل دغه اثر په ۲۵۲مخ کې  داسې کاږي«دغه  جومات د شلګر دروازې ته څیرمه  د سید حسن علوي د مزار خواته واقع او په غالب ګمان د محمودي عروس الفلک د جامع د بقایاو څخه ده»
دا يو جامع جومات دى چې دريځ (محراب) يي د غزنويانو د دورې يوتاريخي اثر دي. خلك د جمع اوليا جومات سپيڅيلى ځاى ګڼي اويوشمير خو د دوعا کولو او ثواب په نیت  هالته ورځي ، پخوانۍ ودانۍ يۍ دغزنويانو په وخت كې جوړه شوي وه ،خو ځله يې ودانۍ رغول شوي ده . خينو ويلې چې ددغه جومات محراب دسلطان ابراهيم په وخت كې ودان شوى.

شامیر پالیز وان:

د شامیرصاحب زیارت له ودانیدو وروسته

– شامير پاليزوان د ځينو څيړونکوپه وينا د سيدمير کلال زوى دى. چې د حضرت شاه نقشبند بهاوالدين چې په بلا ګردان يي شهرت درلود مرشد و.له بخارا څخه غزني ته راغلى. نوموړى دسابه  تازه او نازکو بوټوپه خوراک  دقناعت له کبله په پاليزوان مشهور شو.خو ځیني بیا په دې باوردي چې دی په خپله دکرنی په چاروبوخت و.اوپالیزوانی یی هم کوله په هرحال هیڅ تاریخ د ده د مړينه کره نيټه نه ده ښودلي او په هيڅ تذکره کې نه ده موندل شوي. ولسي وګړي د ده په اړه ډيري کيسي لري.

دزیارت موقعيت: دغزني د زاړه ښارپه جنوب  نيم کيلو متري  کې دى چې اوس دا سيمه هم د نوي ښار يوه برخه ګرځيدلي. چې د شاه ميرپه نوم يې بولي.

تاج اوليا:

دا ستر شخصيت يو شمير ليکوالو او مورخينو د سيد علي هجويري ماما او ځينو هم  د حکيم سنايي خوريي بللى. او د نوم په اړه يې د نظر اختلاف شته .د يوې وينا له مخې نوم يې سيدعبدالله واو په بله وينا چې شيخ عمادالدين دى .

يوشمير څيړونکې وايي چې دى د حضرت حکيم سنايي، خواجه لايخوار او سيدحسن غزنوي سره هم ليدلې کتل کړي . او د سلطان ارسلان شاه غزنوي (٥٠٩-٥١١) د احترام وړ هم و.

مزار يي د کابل- کندهار په لويه لار د خواجه لايخوار زيارت ته څيرمه دى.

– علي لالا

نوم يي على لقب يې رضي الدين اوكورني نوم يې لالا دى ، پلار يي شيخ سعيد لالا چې د حضرت حکيم سنايي (رح) د کاکا زوى و، حضرت علي لالا په تصوف او عرفان کې لوړ مقام درلود اوپه شعر او دب کې يي هم لوړ ځاي خپل کړى و، شيخ رکن الدين علاوالدوله يي په ولايت کې مقام د بايزيد بسطامي (سلطان العرفا) سره برابر بللى دى داستر عرفاني شخصيت په ٦٤٢هــ ق کې وفات شوى .

مزار يي: دغزني ښار جنوب ته دی دعلي لالا په کلي

البته د شیخ حضرت علي لالا د تصوف اوشخصیت په اړه د تذکره عرفای غزني لیکوال شاغلي محمد اکبرسنا په خپل اثر کې کاږي.« یوه ورځ څوک له خوارزم څخه د شیخ احمد یسوي خانقاه ته راغی. له هغه يي وپوښتل نن په دغې طایفه کې څوک شته؟ هغه ورته وویل: په دې وروستیو کې یو ځوان راغلي دی. چې نوم يي نجم الدین دی. او دا چارې په مخ وړي. شیخ هغه مهال په ګوښه کې ناست و. دا خبرې يي اوریدې. په بیړه له څلي خونې را ووت. او سفر ته چمتو شو. احمد ورته وویل څه خبره ده؟

ويي ویل:

– سفر کوم. بیا يي ورته وویل: ـ صبر وکړه چې ژمی تیر شي. ده ورته وویل

ـ نه شم کولای. او په هماغه ورځ خوارزم ته روان شو.او د هغه مبارک لوی او نوموتی پیر له پیروانو څخه شو. بیا دهغه په حلقه کې شامل شو.[28]

 د سیدحسن اغا – مزار

سید حسن اشرف دغزنوی دوري مشهور شاعر

 سيد حسن د سيد ناصر علوي زوى چې دپينځمې پيړۍ له شاعرانو او دولتي شخصيتونو څخه  و. دی د حضرت سنايي له نږدې دوستانوڅخه شميرل کيږي د هغه پخوانى دوست مسعود سعد سليمان چې د ده د مړينې په مها ل په بنديخانه و. له هغه يي دشعر په چوکاټ کې داسې ويرنه وکښه چې پکې يي د خپل زړه درد، ويراوژړاياده کړي هغه په ديرش کلنۍ کې (٤٩٥_٤٩٩) دا چی دغزنويانو د واكمنې په وروستيو كې له پيژندل شويو شاعرانو څخه وو، شعرونه يې تر ډيره په ستاينه (مدح) كې دي .هغه په ۴۹۵_۴۹۹كې مړشو . نوموړی يي په اشرف الشعرا په نوم هم يا داوه. خوعوام يي د سيدحسن اغا په نوم پيژنې ،د هغه زيارت ته ښځي اونارينه راځي ، دزيارت ګومبزه يې له ۲۰۰ تر۳۰۰پورې مخينه لري. سید حسن غزنوي لوی دیوان لري. دی د غزنوی دوري په قاضیانو او لویو مدرسینو کې ګڼل کیږي. د سیدحسن اشرف غزنوي په اړوند هم د تذکره عرفای غزني لیکوال سنا داسي معلومات وړاندې کوي.« تذکره لیکونکي د سید حسن بن ناصر علوي په اړه د تیرونې مرتکب شوي دي.او دا دواړه وینا وال يي یو تن را پیژندلی دی. د همدې تیروتنې په اساس د سید حسن  بن ناصرعلوي مزار چې د جمع اولیا زیارت ته څیرمه دی. سید حسن اشرف انګیري.چې داسې نه ده»[29].

دغزنوي دورې دواکمنونوم لړ:

لکه څرنګه چې مخکي یادونه وشوه. چې الب تګین چې د غزنوی واکمني د رامنځ ته کیدو بانی بلل شوی. له هغه نه را نیولي بیا تر وروستي سلطان ملک خسرو پورې کابو شل تنو دسلطنت په ګدۍ ګونډ وهلی دی. هغه مهال چې الب تګین په ۳۵۱ق کال کې غزنین په بشپړه توګه په خپله ولکه کې وینو بیا دا لړۍ تر ۱۱۶۰ میلادي پورې وغځیده یا په بله خبره له هغه مهال چې سبګتګین په  ۹۷۷میلادی کې دغزني د امیر په توګه د قدرت واګي په لاس کې ونیولي بیا د خسرو تر واکمنۍ پوري چې په ۱۱۶۰ کال کې پای ته ورسیده، د ال ناصر کورنۍ په واک کې وه. غواړم په لنډه توګه ددې کورنۍ د واک دوره دیوه جدول په ډول معرفی کړم. باور لرم چې دا معلومات به هم له خپل اهمیت څخه برخمن او په دې ډول به  د راتلونکو له پاره له ګټي خالي نه وي. دا جدول په وروستۍ پاڼه کې کتلای شئ.

سبکتگین
(
امارت۹۷۷– ۹۹۷ میلادی)
امیر غزنه
البتګین ۳۵۰ ق    
     
محمود
(
۹۹۸-۱۰۳۰)
سلطان غزنه
ابوالمظفر نصر
(
۹۹۷– ?)
والی بست
اسماعیل
۹۹۷-۹۹۸)
امیر غزنه
محمد
(
۱۰۳۰)
سلطان غزنه
مسعود
(
۱۰۳۰-۱۰۴۱)
سلطان غزنه
عبدالرشید
(
۱۰۴۹-۱۰۵۲)
سلطان غزنه
مودود
۱۰۴۱-۱۰۴۸)
سلطان غزنه
علی
(
۱۰۴۸-۱۰۴۹)
سلطان غزنه
فرخزاد
(
۱۰۵۳-۱۰۵۹)
سلطان غزنه
ابراهیم
(
۱۰۵۹-۱۰۹۹)
سلطان غزنه
مسعود دوم
(
۱۰۴۸)
سلطان غزنه
مسعود سوم
(
۱۰۹۹-۱۱۱۵)
سلطان غزنه
شیرزاد
(
۱۱۱۵-۱۱۱۶)
سلطان غزنه
ارسلان‌شاه
(
۱۱۱۶-۱۱۱۷)
سلطان غزنه
بهرام‌شاه
۱۱۱۷-۱۱۵۷)
سلطان غزنه
خسروشاه
(
۱۱۵۷-۱۱۶۰)
سلطان غزنه
خسروملک
(
۱۱۶۰-۱۱۸۶)
سلطان غزنه

په معاصر تاریخ کې د غزني ځای

د افغانستان په معاصر کې هم دغزني ولایت له یوه ځانګړي اهمیت څخه برخمن و. دا چې  د نوی نسل له پاره د تیرو کړه وړه بې اهمیته نه شو ګنلای. موږ د تاریخ په تعریف کې لولو، تاریخ هغه علم دی چې د تیرو له کړو وړو بحث کوي، ښه يي د نوی نسل لپاره الګو او بیلګه او بد یی هم عبرت کیدای شي. په دې فصل به موږ هڅه وکړو، هغه شمیر نومیالی او معاصر شخصیتونه در وپیژنو کوم چې په معاصر تاریخ کې يي دافغانستان په پیښو، حوادثو او کړنو کې مهم رول لوبولی. له شکه پرته د دوئ کارونه به زموږ له پاره سرمشق کیدای شي.

غزني ته کلونه وړاندې استاد مسعود د( غزنه ګنجي از ادمها) نوم ورکړی . هغه په خپل دغه نومي اثر کې په سلګونو ملي، علمي، فرهنګي، سیاسي، ټولنیز، قومي او مخه ور معرفی کړي دي. په دغه اثرکې او همدا ډول د مرحوم عبدالروف بینوا( اوسني لیکوال) او  د ( افغانستان نومیالي) کې هم د غزني ځیني مشهور شخصیتونه معرفي شوي دی. په دې لړکې به زه هم هڅه وکړم څو نوموتي معاصر او په ټولنه کې تاثیرلرونکي شخصیتونه له بیلابیلو ماخذونو او سرچینو څخه در وپیژنم. همدا ډول به په معاصر تاریخ کې د دوئ د کړنو او په افغاني ټولنه کې د دوې د هلو ځلو په پایله کې د بدلون او اوښتون په تړاو هم په مختصره توګه یادونه وشي.

د غزني  د څومشهورو شخصیتونو، سیاستوالو او فرهنګپالو پیژندنه

د افغانستان په معاصر تاریخ د غزني له سیمې څخه هم داسې شخصیتونه را پورته شوي چې کارنامي او کار کړنې يي د افغانستان اوسیمې په کچه د تاریخ په پاڼو کې ثبت دي. دا چې وايي تاریخ هغه بې رحمه قاضی دی چې له کوم سلیقه وي چلند پرته د هرچا کړنې د راتلونکي مخ ته ږدي. د غزني په سیمه او که ووایو په دې جغرافیی پورې تړلي شخصیتونه په دې لنډه لیکنه کې د ځایدو ګنجایش نه لري. خو په اجمالي ‌ډول به د احمدشاه بابا د واکمنۍ له مهال نه بیا تر اوس مهاله پورې ځینې مشهورو شخصیتونه معرفی شي.

ازادخان افغان:

ازادخان افغان او احمدشاه درانی په حقیقت کې دواړه هم عصره وتلی جنګیالي او با تدبیره شخصیتونه و. ازاد خان افغان د ګڼ شمیر افغاني لښکرو په مټ يي د ایران، ازربایجان، کردستان اوکرجستان دهیوادونو په زیارتره سیمو کې حکومت کړی. نوموړی دغزني له پښتون – غلجی ټبرڅخه دی.  لیکوال محمد طاهر کاڼی په خپل اثر(اعلیحضرت ازاد خان افغان) کې داسې لیکي« ازاد خان د سلیمان زوی دافغانستان د غزني ولایت داندړو په سیمه کې پر ۱۷۰۵ زیږیدیز کال زیږیدلی »[30] په غزني کې د ده  داولادې ځینې کورنۍ د غزني ښار ته څیرمه په شمالي څنډه کې د ازادخان کلا کې اوسي. چې زیاتره يي له خپلو نومونو سره لیکي( ازاد زوی) او ځیني يي بیا ( ازادخیل) (ازاد) او یو شمیر يي له ازادی زوی سره اندړ هم ور زیاتوي، ډیري يي لوستي او په کار پوه خلک دي. د ده د ژوند په اړوند  د افغانستان په تاریخونو کې ویل کیږي په عمدي توګه ډیر څه نه دي ویل شوي. خو پوهیالی محمد نعیم ازاد زوی په خپل اثر( [31]آزادخان افغان شهریار ایران و فرمانروای اذربایجان وکردستان) کې په دې تړاو داسي کاږي. امریکايي لیکوال پروفیسور جان ر، پری(John R. Perry) په خپل کتاب کریم خان زند، کې د هغه یادونه کوي او د خپل کتاب یو فصل يي دهغه کارکړنو ته ځانګړی کړی دی. د بیلګې په توګه جان پري د کتاب په ۴۸ مخ کې کاږي. ازادخان د سلیمان زوی او د کابل د افغانانو له غلجي قبیلي څخه دی. په ۱۷۳۸ م کال چې هغه مهال د کابل ښار د نادر افشار لاس ته ولویده   نو دي ورسره یو ځای شو.د نادرخان دواکمنۍ له پای ته رسیدو سره هغه له امیر اسلان خان قرقلو افشار وروسته د ازربایجان د اردو دوهم  کس ګڼل کیده. په هغې جګړه کې چې د امیر اسلان او ابراهیم میرزا ترمنخ وشو. د ازادخان د فعالیت په برکت دا جګړه یو طرفه شوه او ده ته هم د خان لقب ورکول شو. وروسته له خپلو ۱۵۰۰۰افغاني لښکرو او عسکرو سره له میر سید سره یوځای شو. له دې وروسته بیا له پاشاه سلیمان سره یو ځای او د ظهر، د عثمانی کرد ښار سرحدونه يي له دې امله چې دی او نور افغانان سنیان ول غوره کړل. خو ازاد خان په کرجستان، ازاربایجان اود ارمنستان په زیاترو سیمو حکومت کړی.« ازادخان افغان په ۱۷۸۱ زیږدیز کال یی په ایران کې له دې نړۍ پټي کړي.»

ملا دین محمد اندړ

ملا دین محمد اندړ چې په ملامشک عالم مشهور و. د غزنی ولایت د اندړو ولسوالی د ګنډهیر په کلی وزیږده .نوموړی د علماوو استاد او دفضلاوو مرشد او ستر مجاهد و. نوموړي په ۱۳۰۳ هــ ق  کې له دې نړۍ سترګي پټي کړي. چې یادونه او خاطرې یې د تل له پاره د خلکوپه زړونو کې تل پاتې دي. هغه د یوې لويي دیني مدرسي بنسټ ایښودونکی و. چې په غزنی کې د معرفت د لارویانو ترڅنګ د افغانستان د نورو ولایتونو زده کونکي هم دعلم د حصول په مقصد دلته راتلل.هغه د هیواد یو سیاسي، علمي اوعرفانی شخصیت و، چې د هیواد معاصر تاریخ پرې ویاړي او له انګریزانو سره په لومړۍ جګړه کې د افغاني مجاهدینو مشري په ښه توګه سرته ورسوله، استاد غلام محمد غبار په خپل مشهور اثر( افغانستان د تاریخ په پوړیوکې) لیکي. ملامشک عالم له کابله دانګریزانو له وتو وروسته د لنډې مودي له پاره د جهادي شورا مشري کوله. چې په دې توګه ده ته د افغانستان مشرتوب سپارل شوی و.[32] د ده په اړه د هیواد یو شمیرلیکوالو اثار او لیکنې کړي. خود انګریزانوپه مقابل کې د ده جهادي هلوځلو په انګریزانو ځمکه سره تبۍ ګرځولي وه. استاد خالق رشید په خپل اثر( د شهادت تر دمه ځایه) کې د غازي ملا مشک عالم په اړه په هندوستان کې د موجودو اسنادو په بنسټ کاږي چې دی له نیکه مرغه د هغوو غازیانو په لړ کې دی. چې انګریزان ورته د نه پخلا کیدونکی هیوادپال په سترګه ګوري، چې له هغوئ سره يي هیڅ ډول معاملو ته غاړه نه ده ایښي. ملا مشک عالم د امام المجاهدین والمسلمین لقب هم ورکول شو. دی د امیر عبدالرحمن د ظلم اواستبداد سره هم سخت مخالف و.

 غازي صاحب خان تره کی

 غازی صاحب خان دغزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې سترګي رڼې کړي د زیږیدو کره نیټه يي نه ده معلومه خو د۱۲۵۶هجرې  قمرې کال دعقرب له میاشتي څخه بیا د۱۲۵۸هجري قمرې کال تر سنبلې پوري دغه ۲۳ میاشتي دانګریزي لښکرو د دوهم واري یرغل اودافغانانود غښتلي اوبي ساري مقاومت له خپل کورکلي،هیواد اونامؤس څخه د ساتنې موده ګڼله کیږي او ورته  دافغان او انګلیس تر منځ د دوهمي جګړی نوم ورکړل شوېدي .
د انګریزانو په وړاندې جهاد کې د( غازي صاحب خان او دهغه ورور غازي پیرمحمد خان) هم  برخه وال وو. انګریزان د۱۲۵۶ هجري کال تر ورستیو پوري پدي ونه توانیدل چي له کندهاره بیا تر کابل پوري پر دي علاقه خپله سلطه برقراره کړي. د غزنې او قلات په علاقو کښي ډیر مخور مشران وو. خود ملا دین محمد مشهور په ملامشک عالم مشرتوب د عمر اوعلم له برکته هرچا له ستونزې پرته ومانه، د ملامشک عالم تر مشري لاندی مشران سره جرګه شول. فیصله وشوه چي په دوو استقامتونو باید له انګریز سره وجنګیږو. یو د میدان ښاراو کابل پر لور بل د کندهاراو زابل پر لور. د کابل اومیدان پر لور د محاذ مشر (عبدالکریم خان) د ملامشک عالم مشر زوي اود کندهار او زابل پر لور د محاذ مشر (غازي صاحب خان) تعین سول. د کابل پرلو ر ورسره مله او ملګري عبدالقادرخان غزنوی، ملاعبدالغفورخان لنګري او ګل محمد خان اندړ وو. د کندهارپرلور دوه وروڼه پیر محمد خان اوپه خپله (غازي صاحب خان) وو. د زابل د شاجوی پرعلاقه ملي بهادر مجاهد غازي صاحب خان  له خپلو( پنځوزرو) ملګرو سره یوځاي دانګریز مقابلې ته ملا وتړل. دلته د غازي صاحب خان تر مشري لاندي افغانانو دانګریزانو لاره بنده کړل .اوپر انګریزانو يې حملې شروع کړي.دري ورځي سختي جګړي دوام لاره، خو د انګریز ي منظمو فرقو  چي عصري توپونه  اوتوپک يې لرل د زیاتو تلفاتو په زغمولو سره مړي پرځاي پر یښول او بیرته د کندهار پرلور له کومه چي راغلې وه پر هغه لاره  وتښتیدل. په خفګان سره باید ولیکم چي پدي د سړو اووسلو په لحاظ نا برابره  جګړه کي ، دوسوه افغانان دخپلو مشرانو ( غازي صاحب خان او غازي پیر محمد خان) سره یوځاي شهیدان سول، ویل کیږي د غازي پیر محمد خان یو لاس د جنګ په دریمه ورځ د فرنګي د توپ ګولې خوراک شو خوپیر محمدخان  پدغه حالت کي هم جنګ ته دوام ورکړي ویني يې تلي په یو لاس يې توره چلوله څو شهید شو.

محمد هاشم میوندوال:

شهید محمد هاشم میوندوال، دمرحوم حاجی عبدالحلیم په کور کې سترګي وغړولي دغزني ولایت د مقر ولسوالي اوسیدونکی و. په قوم دینار خیل و. په غازي او حبیبه لیسه کې يي  زده کړي وکړي. له دولسم ټولګي څخه له فارغیدو وروسته په ۱۳۲۱ کال کې د مطبوعاتو په ریاست کې به دنده وګمارل شو. ډیر ژر بیا د انیس په جریده کې مقرر شو. وروسته د هرات اتفاق اسلام د چلوونکي په توګه مقرر شو. په ۱۹۴۵ کال کې د دايره المعارف په مرکز کې مقرر شو. له څه مودې وروسته بیا د مطبوعاتو د ریاست د ریس په توګه مقرر شو. میوندوال بیا په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ور وسپارله شوه. بیا په لندن کې دسفیر په توګه او بیا هم په ۱۹۶۴ کال کې د مرحوم داکټریوسف په کابینه کې د مطبوعاتو د وزیر په توګه مقرر شو، په ۱۹۶۵ کال کې چې ډاکتر یوسف له صدارت څخه استعفا وکړه.او میوندوال د۱۳۴۴ کال د لړم په میاشت کې د کابینې په جوړولو وګمارل شو. د۱۹۶۹ کال په اکتوبر کې يي له صدارت څخه استعفا وکړه. لنډه موده يي بهر ته سفر وکړ.شهید میوندال د محمد داود خان دجمهوریت په مهال د کودتا په تور بندي شو. چې وروسته د مطبوعاتو له لوري اعلان وشو. چې میوندوال ځان زندۍ کړی.

غلام جیلاني جلالي:

د اوسنی لیکوال په نوم اثر لیکوال مرحوم عبدالروف بینوا دخپل کتاب په ۲۴۳ مخ کې دنورو لیکوالو او شاعرانو دپیژندنې ترڅنګ د پښتو او دري ژبې وتلی لیکوال، شاعر او تاریخ لیکونکي غلام جیلاني جلالي داسې را پیژنې.[33]

مرحوم غلام جیلاني جلالي د مرحوم میر عبدالستار زوی په ۱۳۱۴ هـ ق کال کې  دغزني په (واغز)[34]زوکړی. په زيي میرزی دی. چې زیات ټبر يي تر اوسه کوچیان دي.د دوئ علمي کورنۍ په واغز کې مشهوره ده.او هرڅوک يي پیژني د ده شپږم پلار میرامام شاه مرحوم د بانوري نقشبندي لوی شیخ و. چې د احمدشاه بابا معاصر او ډیرقدر یی کیده. مرحوم جلالي په حکومتی ادارو کې بیلابیلي دندې سرته رسولي. مرحوم بینوا د ده د لیکوالي په تړاو داسې کاږي، ( جلالي د پښتو اوپاړسو ښه پیاوړی لیکوال دی.په تیره بیا په تاریخي موضوعاتو کې د بشپړې څیړنې اوتتبع خاوند دئ. له عربي او انګلیسي څخه هم استفاده کولای سي. استاد جلالي په بیلابیلو موضوعاتو سلګونه مقالي لیکلي، د دې ترخوا تر ۴۰ زیات اثار يي د کتابونو په بڼه چاپ شوي دی. چې مشهور يی دادي

 ۱ ( غزنه وغزنویان) ۲ (نامه احمد شاه بابا به نام سلطان مصطفی ثالث عثماني) ۳  (علم اقتصاد)  ۴ د مصر مختصر تاریخ ۵ دابن سینا فلسفه ۶ د ادب او ادبیاتو مقام د بشرپه ژوند کې ۷ دهرات تاریخ قبل الاسلام   ۸ د اندلس مدنیت ۹ انګلیسي قاموس- په پښتو او فارسي۱۰ دافغانستان تاریخچه او شعر یي۱۱ د پښتو ملي ادب او موسیقي ۱۲ دسنايي اثار- چهار کتاب ۱۳د بلخ برمکیان تاریخ۱۴  د پښتو ادبیاتو تاریخچه ۱۵  د ال ناصر متروکات

۱۶ د سقراط محکمه ۱۷ په افغانستان کې د چنګیز او چنګیزیانو واقعات او نور… چې د ټولو اثارو شمیريي شاوخوا ۶۵ عنوانه ته رسیږي.

 مرحوم جلالي څلور زامن او اوه لوڼې درلودي. مرحوم نادر جلالی، چې په پښتو، دري،انګلیسي او روسي ژبو يي ګڼ اثار لیکلي او ژباړلي دي. مرحوم لطیف جلالی هم وتلی لیکوال او یو مهال د رادیو افغانستان ریس او هم د ازادی رادیو مشرپاته شوی و. ډاکترسلام جلالي چې په کابل کې داندراګاندي د روغتون مشر او د رادیو افغانستان تکړه ویاند و. ډاکتر علي احمد جلالي وتلی سیاستوال تاریخ لیکونکی، دا امریکا غږ رادیو مشر او د کرزي په اداره کې د کورنیو چارو وزیر پاته شوی. یوه لور يي عایشه جلالی هم لوستي میرمن ده.

اکادمیسین عبدالاحد عشرتي

اکادمیسن عبدالاحد عشرتي چې په بیلا بیلو برخو په تیره بیا دینې چارو کې تر ۱۵۰ زیات اثار لیکلي دی، هغه که څه هم چې اوس دعمر په لحاظ او تر اوه اتیا کلونو اوړي. خو لاهم خپلو علمي لیکنو ته دوام ورکوي. خان اقا سعید د ډاکتراحمد طارق عشرتي په مرسته« نی نواز، زمزمه های شب هنګام» اثر کې چې په حقیقت کې د عشرتي  د اثارو په معرفي کیدو کې معلومات وړاندې کوي. ددغه کتاب په سریزه کې چې په ۱۳۸۴ کال کې خپور شوی داسې لیکلي: [35]
«عشرتي چې سږکال يي ۷۴ کاله د زیږیدو له نیټې نه تیریږي. په ۱۳۱۰ هـ ل کال دغزني ولایت په مرکز د عشرت بیګ بابا په کلي کې  وزیږیده اوپه یوه مشهوره، فضلیت اوکمال لرونکي اوعلمپاله کورنۍ کې وروزل شو. خپلې لومړنۍ زده کړي يي له معمول سره سم په سنايي ښوونځي کې پای ته ورسول. وروسته بیا مشهورې دیني مدرسې(دارالعلوم) کې چې یوه پراخه تعلیمي، دیني کړنلاره يي درلوده. شامل شو. او په جدیت يي زده کړې پیل او تعقیب کړي. هغه په «۲۵»کلنۍ کې دشرعیاتو له فاکولتي د لیسانس سند تر لاسه کړ. خو له دې وروسته يي هم خپلو مطالعاتو ته دوام ورکړ. اکادمیسین عشرتي په هره برخه کې زیاتي لیکني لري، خو ډیری يي دیني، قضايي او عرفاني دی. له دې ورهاخوا عشرتي صاحب شعر هم لیکي. که څه هم دعشرتي  اثار په دري ـ فارسي لیکل شوي، خو په پښتو ژبه هم اثار لري.زیاتره په همدغه اثرکې دده ګڼ شمیر اثار معرفی شوی. چې دلته يي دځينو یادونه کوم.

۱ مسولیت جزا ۲ دیروز امروزـ یا عروج ونزول عالم اسلام ۳ خدا شناسي نیاز طبیعی انسان۴ یهودیت چست؟ ۵ نظام مردمی دراسلام ۶ اسلامی و دموکراسي ۷ اولین حکومت اسلامی افغانستان ۸ تصوف یا وادي ګم ګشتګان ۹دعا ونیایش در قران ۹ سید جمال الدین افغانی وماسونیه ۱۰ اسلام وتکنولوجی ۱۱ زن وخانواده در اغوش اسلام

لکه څرنګه چې مخکي یادونه وشوه چې استاد عشرتی تر یو سل او پینځوس زیات اثارلري.خو د ده په لیکنو کې طنزي لیکني او اشعار هم لیدل کیږي. چې د ( ازردګي معاف) او د روزنامچهء میرزا ترنوم لاندې په دوهمه رساله کې خوندي دي. چې د ځینوهغوو يي  یوازې دعنوانونو یادونه بې اهمیته نه ده.

۱ دعای ما چرا قبول نمیشود ۲ دستوری امده ایم ۳ شترمرغ دالر نشان، بنګ لالا- خیتوال- بازی ګربه وموش، نفس ما هم کمتر از فرعون نیست، کاکا سیفو، زه هغه پور غواړم، قدرت خان او نور…[36] د نی نواز غزنه د اثر په ۲۶۴ مخ کې د استاد مشر زوی ډاکتر احمد طارق عشرتي داسې لیکي.( اسم: عبدالاحد عشرتي ولد غلام حیدر. تولد: ۱۳۱۰ هـ ش، قریه عشرت بابا مربوط مرکز ولایت غزني

تحصیلات: تاصنف هفتم: لیسه سنايي غزني، تحصیلات بکلوریا وعالی: مدرسه شرعیات و فاکولته شرعیات

 ماموریت: ماموریت ایشان از سال ۱۳۳۵ اغاز می ګردد.ودرسال ۱۳۶۹ به انجام می رسید.»

لکه چې مخکې وویل شول غزنی د سړیو خزانه ده، په دې خبره کې نه کومه مبالغه شوي اونه هم له دلیل پرته ویل شوی. دم ګړۍ هم دغزني په کلتوري کړیو کې په زرګونو،علمي شخصیتونه، ددینې چارو پوهان، عالمان، استادان، ادیبان، لیکوالان، شاعران، مورخین، او قلموال، انجینران، ډاکټران، د پوځی چارو کارپوهان د تاریخ په اوږدو کې تیر شوي. چې کارونه يي دویاړ وړ دی. دا چې لیکنه د ټولو د معرفي او پيژندلو له پاره پراخه لمنه نه لري خپه یم  زه به په دې برخه یوازي د لږ شمیر دې درنو قلموالولنډه  یادونه وکړم.

محي الدین انیس دغزني دمقر ولسوالي اوسیدنکي او دانیس ورځپاڼې بنسټ ایښودونکی، پوهاند روستار تره کی، استاد احسان تره کی، قدیر تره کی، محمدعثمان تره کی ،مرحوم محمد ابراهیم ثابت چې دسنايي اونیزې له لومړنیو چلوونکو او د غوریانو دتاریخ لیکوال هم ،مرحوم استاد غلام صدیق محبي، د داود خان په کابینه کې دلوړو زده کړو لومړنی وزیر، د کابل پوهنتون استاد، او د فزیک په برخه کې د دوکتورا لرونکي فزیک پوه،ستور مزلي عبدالاحد مومند چې په ۱۳۶۷ کال کې يي د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ په مهال د کیهاني څیړنو په مقصد فضا ته سفر وکړ، نوموړی په وروستیو کې د نجیب الله په کابینه کې د ملکی هوانوردی د وزیر په توګه دنده درلوده.، استاد محمد صدیق پسرلی دهیواد او سیمې په کچه د پښتو غزلبول شاعر او شاوخوا (۱۴ )عنوانه بیلابیل اثار يي خپاره شوی، بخملي صحرا، کوچي ملا، زهره، د نی کوڅه، غزلبڼ او پسته اور يي هغه ادبي شهکارونه دي چې پښتوادب په اسمان کې به تل ځلانده وي.

  ښاغلی ګلبدین حکمتیار چې تر ډیره د سیاست په ډګر کې پاته شوي. خو تر څنګ يي په لسګونو قلمه اثار هم خپاره شوی. ۱ ابراهیم در ازمون خدا ۲ پټې توطیی،لوڅې څیرې، ښځه او اسلام – اسلامي نهضت او نور چې د ټولو شمیريي تر یوسل اوشلو اوړي.

 نورمحمد تره کي چې یو مهال دافغانستان دولت ریس و. خو تر خوا يي ګڼ شمیر ناولونه هم چا پ شوي. چې یو شمیر يي په دې نومونو خپاره شوی، ۱ دبنګ مسافري، څړه، سنګسار، بې تربیته زوی، دبزګر لور، موچي ناولونه او دلنډو کیسو ټولګي دي.ترخوا يي عروسي من درخیبر له انګلیسي څخه ژباړه ده. ډاکتر علی احمد جلالي چې هم دسیاست په ډګر کې وتلي څیره دي، هم په پوځي برخه کې یو مسلکي منصبدارخو تر خوا يي د پښتو، دري، انګلیسی ژبې تکړه لیکوال، دده له مهمو اثارو څخه( اردو افغانستان از نګاه عسکري) له غرونو هاخوا اونور… استاد جلات خان حکمتي، مرحوم عبدالله ګل ریان، موسی خان متی زی،  پرفیسور استاد عبدالخالق رشید، محبوب جلالزی دي. دا هم باید یاده کړو چې دری ادبیاتو په برخه کې د استاد ره نورد زریاب چې د سیمې په کچه وتلی لیکوال او یو مهال د افغانستان د لیکوالو دټولنې ریس هم پاته شوی. اکادمیسن عبدالاحد عشرتي چې سلګونه عنوانه اثار لري. صبورالله سیاسنګ، کریم میثاق، عبدالاحد ستاک سروری، محمدګل میامن، احمدشاه رفیقي، پوهاند تاج محمد زریر، استاد باقی هیله من، استاد محمد اکبرسنا، ډاکتر صدیق نصرت، غلام محمد ضیا روان، حاجي محمد شریف صدیقي، فیض محمد فنايي، نیازمحمد خوشه ، غلام حسین رمزی، عبدالعلي فکوري، غفور سنګین عشرتی، فکرت، غفور حمیدی او… یادولای شو.

 خو د پښتو ادب په اوسنیو لیکوالو اوشاعرانو کې بیا  میرویس باوری، عنایت الله کاکړ، یارمحمد همت محمد نواب اجرستانی،مجیدالله قرار، حفیظ الله همیم، چې   د بی لومړیتوبه ولس، ۲ په جګړه ځپلو هیوادونو کې دحکومتولۍ ننګوني، اثار یی هم خپاره شوي. همدا ډول د شاعر او ژورنالیست عبدالرحمن ومان هم ۱ دا څراغ در سره واخله ۲ دراوۍ، او د سکروبخۍ شعري ټولګي هم خپري شوي اود نصیراحمد احمدی هم شاوخوا ، چې تر اوسه ۱۳ ناولونه خپاره شوي.چې مشهور يي دادي.

۱بوډا اود لیوانوپلونه ۲زرو  ۳ بوړبوکۍ ۴ نیکه ۵ پټان ۶ سیلۍ ۷ بغدادي پیر ۸ په فلسفه کې تلپاتي څیرې ۹ – قاتل-۱۰ لنډه کیسه څنګه ولیکو او نور…

 فیض محمد ځلاند، رحمت الله اندړ، ډاکترمحمد رحمت الله تنها، یونس برهان اسدالله نیازی، عبدالوهاب بازید، ایاز ترنک، سید شاه سقیم، رحیم هلال، دلدار، اجمل بلهارجلالزی، چې دا اثار يي خپاره شوي. ۱ دغزني د پښتنو سیمودودونه ۲ له ماشوم سره زموږ چلند ۳ لومړنۍ مینه ژباړه ناول- ۴ کټ مټ لکه یوه مور ژباړه ناول ۵ وړکتون شعري ټولګه، سوځیدلي بورا د لنډو کیسو ټولګه، شیراحمد حیدر چې دا اثار يي خپاره شوي ۱ څپه ناول ۲ لنډې کیسې به څنګه لیکو – ژباړه.

بازمحمد ښادمن، میرویس باوري، عبدالله شاه ژوندون، د نسیم ایثار هم دا اثار خپاره شوي دي ۱ دبهلول په کچکول کې،۲ له شپږمې زوايي،  منیراحمد احمدی محمد ابراهیم خانيخیل،  نقیب الله عزیزي،حبیب الرحمن تاثیریو دشعرونوجونګ خپور شوی. مزمل هوتک چې دا اثار يي خپاره شوي. زموږ کلی، ۲ دهند یونلیک۳ دخالق رشید شعر اوادبي هلي ځلي او نعمت الله افغان چې د( نرګسونه) په نوم یوه شعري ټولګه يي خپره شوي ده. بشیر ریان، ابراهیم امیري، سیف الله مفتون، او…چې دا ټول د ادبي اثارو مولفین هم دي.

په ښځینه لیکوالو کې هم د بیلقس اندړ، تورپیکۍ غشی اندړ، سپوږمۍ نوري اندړ، حمیرا، اصفه اندړ، پرښته دوست اندړ، راضيه اندړ څېړنياره، هوسۍ اندړ سعديه اندړ ، شپنه شپيلۍ ، فرشته جلالزۍ، ګل مينه ارماني خزان او… نومونه یادولای شوچې شعرونه او لیکنې يي د هیواد په بیلا بیلو مطبوعاتو کې خپاره شوي دي

اوسنی غزنی یا د(اسلامي تمدن پلازمینه)

د غزني لرغوني ښار د اسیايي هیوادونو په کتار کې د اسلامي تمدن د پلازمېینې په توګه د یوه لرغوني او پخواني ښار په توګه افغانستان، د سیمې اسلامي هیوادونو اوپه ټوله کې بیا د اسیايي هیوادونو له پاره د اهمیت او ارزښت وړ و. داسې چې د څو کلنو جګړو په ترځ کې ځپل شوي یو ولایت چې لاهم د خپلو تاریخي اثارو په درلودولو سره ددې جوګه کیږي.چې د نړۍ په کچه لا هم داسې یو امتیاز تر لاسه کړي.غزني لا هم په خپله غیږه په سلګونو تاریخي او د اسلامی دورې اثار لري. چې د لیدو وړ او له تاریخي پلوه ددې ارزښت لري. چې د نړۍ د لرغونو او په زړه پورو اثارو په توګه د یوه مهم تمدن څرکونه په کې تر سترګو کیږی. داسې تمدن چې له دغه لرغوني ښاره وټوکیدو او د نړۍ بیلا بیلو سیمو ته يي نیاو(عدالت) فرهنګ او ادب ولیږداوه. اوس به په لنډه توګه د اوسني غزني په جغرافیايي، اقتصادي، کلتوري، سیاسي او کرنیز وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړو.

د غزني جغرافیايي موقعیت او ارزښت

غزني دم ګړۍ د اتلسو ولسوالیو په درلودلو سره، د ځینو رسمي شمیرو له مخي شاوخوا یونیم میلیون نفوس لري. لکه مخکي چې یادونه وشوه. دغه ولایت دهیواد له اوو ولایتونو وردګ، لوګر، پکتیکا، پکتیا، زابل، بامیان اوارزوګان سره ګډه پله لري. له دې ور ها خوا د هیواد څو نورو جنوبی او لویدیځو ولایتونو لکه کندهار، زابل، ارزوګان، هلمند، فراه، هرات او نیمروز لوري ته د کابل- کندهار په لویه تلونکي لاره پروت دی. په عین حال کې غزني د افغانستان په مرکزي سیمه پورې تړاو لري.چې ددغې لويي لارې له امله اوس مهال په یوه مهم اقتصادي مرکز اوشتی دی. ګڼ سوداګریز توکي په لاره د هیواد مرکز کابل او بیا شمالی او شرقی ولایتونو ته لیږدول کیږي. اوهمداسي سهیلي او جنوبي ولایتونو ته هم له دې لارې سوداګریز توکي رسول کیږي.

په غزني کې د افغانستان مشهور قومونه، پښتانه، تاجک، هزاره، قزلباش، ترکمن او یوشمیر سیکان او اهل هنود ژوند کوي.

اوسنی غزني له کلتوري اړخه:

غزني دعلم، پوهي اوادب له اړخه په افغانستان کې ځانته مقام درلود. په اوسني وخت کې هغه مهال چې د ۲۰۱۳کال کې د اسلامي تمدن پلازمېنه نومول کیده. که څه هم پکي له امنیتي پلوه زیاتې ستونزې موجودي وي. خو بیا هم په کې تر یوه بریده فرهنګي هلي ځلي رواني وي.

د سنايي اونیزه:

دسنايي اونیزه چې بیا وروسته ورځپاڼه شوه. په ۱۳۲۶هـ کال کې تاسیس شوه په دې ټوله موده کې یوازي د یوې لنډې مودې له پاره متوقفه شوه. اوس هم د اطلاعاتو اوفرهنګ د ریاست له لوري خپریږي. سنايي اونیزي چلوونکي د هیواد وتلي لیکوالان ول. لومړي مدیر چلوونکی يي هم محمد ابراهیم ثابت، غلام غوث عالمی غزنوی، غلام جلالی جلالي، فدا محمد صارم،  عنایت الله رشید، محمد جان کامران، نورمحمدپوینده، حیا ساعي، ګل محمد،جمعه محمدپیکار، ستاک سروري، حضرتګل سوله اییز، دل اقا عظیمي، رحمت الله طبیب زاده، محمد هاشم بهادري، مولوی فیض احمد فیض، لطف الله حکیمي، اسدالله بلهار جلالزی، عبدالعلي فکوری وو.دا خپرنیز ارګان تر ډیره د غزني دتاریخ د روښانه کولو په برخه کې ښه ځلیدلی دی.

البته باید یادونه وکړم. چې دم ګړۍ اوس په غزني کې یو خصوصي تلویزیون(غزنویان) او پینځه سیمه ایز خپلواک رادیويي استیشنونه فعالیت لري. همدا ډول یوه دولتی رادیو هم فعاله ده. په تیرو څو کلونو کې د پښتوژبې ځیني خپرونې له چاپه را ووتي چې یوازي یادونه يي اړینه بولم.

زمزمه اونیزه چې د استاد غلام جیلاني جلالی دفرهنګي ټولني اونیز خپرنیز ارګان و. مسول چلوونکي يي هم عارف روان و. ۲- لونګ میاشتني مسول چلوونکي يي یونس برهان و. ۳ ژمنه مهالنۍ مسول چلوونکي يي هم عبدالولي خانزاده و.۴ صلح وفلاح مهالنۍ مسول یی چلوونکي يي عبدالخالق حقیقي و.۵ عروس البلاد میاشتنۍ  مسول چلوونکي اسدالله بلهار جلالزی و. چې دا خپرونه بیا په دواړو رسمي ژبو پښتو او دري خپریده ۶ مرسله، میاشتنۍ چلوونکي يي  اشرف غیرت و.۷ پخلامهالنۍ، چلوونکي يي سعید الرحمن فقیرزی و. ۸ ومان مهالنۍ  مسول چلوونکي يي سیف الله مفتون ۹ محمود غزنوی مهالنۍ  مسول چلوونکی نصرالله ۱۰ ناور مسول چلوونکی عبدالله ویدیال ۱۱ کنډو میاشتني چلوونکي يي هم غني غالب و. ۱۲غږ میاشتنۍ لومړني مسول چلوونکي يي جمیل وقار و.په دې موده کې د کلیوال کلتوري ټولنې دغږ مجلي د خپریدو ترڅنګ شاوخوا اوه عنوانه  نورپښتو اثار هم خپاره کړل. دا هم باید ووایو چې یو شمیر دری خپروني هم په دې کلونو کې خپریدي. چې دا ټولي اوس د مالي ستونزو له کبله له چاپیدو پاته دي.چې له بده مرغه اوږدې جګړې، کمزوري اقتصاد د ژوندانه په ټولو اړخونو تر یوه بریده سیوری غوړولی.

 پایله:

د ۲۰۱۳ کال په ویاړ چې غزني په کې د اسلامي ثقافت پلازمیني لقب او ویاړ درلود په همدې مناسبت  لږ ترلږه ۲۳ تاریخي ودانۍ، لکه د سلطان عبدالرزاق مقبره، د سلطان محمود زیارت او شاوخو ملحقات،د خواجه لایخوار، پیرشاطربابا، حکیم صاحب سنايي، شیخ علي لالا، شریف خان زیارت، منارونه، شامیر صاحب، د زاړه لرغونی ښارجامع جومات، امام سیدحاجی، پیرقرضداران، سلطان ابراهیم، سلطان سبکتګین، بهلول صاحب، خواجه بلغار، سیداحمد مکه یی، او یو شمیر نور مقبرې، زیارتونو او… . چې عمرونه يي تر سلګونو کلونو اوړي ورغول شوي. یا لږ ترلږه له چپه کیدو وژغورل شوي. له بلې خوا په همدې مناسبت د اسلامي ثقافت د مرکز په نوم لویه ودانۍ چې په کې دمګړۍ تخنیکي پوهنتون هم فعال دی جوړه او په لږ ترلږه – ۵۲ ودانۍ، لارې، واټونه، د ملي ارشیف ودانۍ، د البیروني دعامه کتابتون ودانۍ، د ملي رادیو تلویزیون ودانۍ، وداني شوي. کې غزني کې د پښتو ژبې ازاد، خپلواکه ادبې او فرهنګي فعالیتونو په را وټوکیدو. په دې موده کې شاوخوا ۱۲ خپرنیزې چاپ کیدي. په ټوله د کلتور د وزارت او نورو فرهنګی ټولنو او ادارو له لوري  دغزني په اړه په تیر کې خپاره شوي اثار چې شمیر يي ترکابو څلویښتو عنوانونو زیات ول د دوهم ځل پاره په زرګونوټوکه کې چاپ کړل شول. په ورته وخت کې د یو شمیر لیکوالو نوي اثار هم د ۲۰۱۳ کال په ویاړ چاپ او د لوستونکو په واک ورکول شول. د حضرت سنايي حدیقه، سیرالعباد اللمعیاد- کلیات اشعار- شرح حدیقه بیا ځلې له چاپه را ووتل د استاد خلیلی سلطنت غزنویان، حکیم سنایی غزنوی – د لوی استاد غلام جیلاني جلالی، غزنه وغزنویان – او د شعرونو کلیات يي، همدا ډول په بیلا بیلو برخو کې د غزني میشتو فرهنګیانو اثار خپاره شوي. موږ د غزني د تیرتاریخ برم او فرهنګي هستۍ په برخه کې په پښتو ژبه کې د یوه لاس تر ګوتو کم شمیر کې اثار لرل، په دې څیړنه کې د لرغوني غزني د کلتوري ځای ځایګي په اړه له معتبرو تاریخي اثارو څخه ارزښتمن معلومات را ټول شول. تر ډیره بریده دا هم روښانه شوه چې تاریخي غزني او د هغه ویاړلو کلتوري ارزښتونوته یو شمیر کلتوري غله په کمین کې ناست دی. هڅه کوي چې دا میراثونه خپل وګڼي د دې له پاره چې دا تاریخي ارزښتونه لا ښه و ساتل شي نو دهیواد په لومړي رسمي ژبه د دې ارزښتونوپیژندل او لیکل اړین و.موږ د دې څیړنې په پایله کې دې نتیجې ته ورسیدو چې لا هم د غزني لرغونی، منځنی او اوس مهاله تاریخ لا هم دومره زیات مواد لري. چې په اړه يي زښته زیات څه لیکل کیدای شي. او په دې هم وپوهیدوچې د غزني په جغرافیا کې د سترمجاهد سلطان محمود غزنوی او کورنۍ سربیره يي نورو وتليو شخصیتونوهم د هیواد د تاریخ پاڼې په خپلو کارنامو سره دومره شکلي کړی. چې که يي په اړه څه کاږو د هر یوه له کارنامو به دیوانونه جوړ شی. د بیلګي په توګه د ازادخان افغان او ملا مشک عالم. شهید میوندوال، استاد غلام جیلانی جلالی، پوهاند غلام صدیق محبی اونور…، د دې څیړنې په پایله کې دا هم راته په ګوته شوه چې غزني لاهم د توریزم او ګرځندوی په برخه کې دومره زیات دلیدو وړځایونه شته چې که د هیواد کلتوري اداري په دې برخه کې پانګونه او پاملرنه وکړي نو د زیاتو کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو او سیلانیانو پام به ورته واوړی. چې دهیواد په اقتصاد به يي مثبتي اغیزي محسوس شي. همدا ډول غزني د اسلامي تمدن ترڅنګ د بودیزم د دورې یوبډایه زیرمه تون هم دی. چې د ګڼ شمیر اثارو په درلودلو سره  يې د فرهنګي تنوع په برخه کې اغیزې جوتي اوښکاره دي. په عین حال کې دا هم روښانه شوه چې نړۍ لاهم دغزني د تیر برم او ویاړونو په پار غزني ته د نړۍ په تیره بیا داسلامي نړۍ د اسیايي هیوادونو په کتار کې دا لقب ورکوي.

اخځ لیکونه:

۱ـ احمدی ګل اغا وردګ- غزني د اسلامي تمدن پلازمېنه / – چاپ کال ۱۳۹۴- کلیوال ملګري ټولنه – جلال اباد

 ۲ بینوا- عبدالروف- اوسني لیکوال– وزارت اطلاعات وفرهنګ ۱۳۴۶

۳ـ  باوری – رسول – لرغونی افغانستان – چاپ ۱۳۹۵ – دانش خپرندویه ټولنه – کابل

۴ – جلالی- غلام جیلانی- غزنه وغزنویان – دوهم چاپ ۱۳۹۰ دبیهقي د نشراتو ریاست کابل

۵- حیدری قدرت الله – فرهنګ وتمدن اسلامی غزنین درعهد غزنویان، ـ دوهم چاپ ۱۳۹۰ دبیهقي د نشراتو ریاست کابل

۶- خلیلی خلیل الله- سلطنت غزنویان دوهم چاپ کال ۱۳۹۰- دبیهقي د نشراتو ریاست کابل افغانستان

۷- ځلمی ولی ـ غزنی د لنډ تاریخ او فرهنګ له پلوه – دوهم چاپ ۱۳۹۰ د بیهقي د نشراتو ریاست کابل.

۸- رشید- خالق ـ  مجموعه مقالات – سمینار البیرونی/–چاپ کال ۱۳۹۷- د بهیقی د نشراتو ریاست- کابل.

۹ – سعید خان اقا ـ نی نواز غزنه– –  چاپ کال۱۳۸۹ –  د میهن مطبعه

۱۰- ستاک عبدالاحد سروری ـ قعلت غزنین ـ دوهم چاپ ۱۳۹۰ د بیهقي د نشراتو ریاست کابل.

۱۱ـ سنا محمد اکبر- اشعهء زرین تذکره عرفای غزني –  – چاپ کال ۱۳۷۵- پشاور- مطبعه میوند.

۱۲- شریفی- بسم الله- دغزني ولایت د تاریخي مزارونو لنډه پیژندنه/  چاپ کال ۱۳۹۳- مطبعه میهن کابل .

۱۳ ـ عاطف عبدالطیف ـ مجموعه مقالات سمینار البیرونی  –  چاپ کال ۱۳۹۷دبهیقی د نشراتو ریاست- کابل

۱۴ غبارغلام محمد- افغانستان در مسیر تاریخ –  –  نوی چاپ کال۱۳۸۹پشاور دانش خپرندویه ټولنه.

۱۵ـ محمد رضا- ریاض الالواح – دوهم چاپ ۱۳۹۰-  دبیهقی د نشراتوریاست – اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت- مطبعه ازادی.

۱۶ـ محمدطاهرکاڼی- اعلیحضرت ازاد خان افغان-– چاپ کال۱۳۹۴- پښتو ودې ټولنه جرمنی.

۱۷محمد ناظم – محمود غزنوی  ژوند اوپیښي– ۱۳۸۷- پشاور دانش خپروندیه ټولنه- ژباړن استاد پوهاند بشیر دودیال.

۱۸محمد نجیم- ازاد خان افغان – شهریار ایران وفرمانروای اذربایجان وکردستان-– چاپ کال ۱۳۹۰کابل مطبعه میوند

۱۹- زما شخصي یاداښتونه – د غزني مزارونه او مشاهیر ناچاپ

[1] غزنه وغزنویان – استاد غلام جیلانی جلالی ص ۲۰- ۲۱- ۲۲- ۲۳/

[2] فرهنګ وتمدن اسلامی غزنین درعهد غزنویان، قدرت الله حیدری ص ۸-

[3] سایت رادیو بی بی سی – یونس برهان

[4] – غزنی داسلامی تمدن پلازمېنه-  ۲۴ مخ  ګل اغا احمدی وردک

[5]  غزني داسلامي تمدن پلازمېنه- ۲۱۷-۲۱۸ مخونه

[6] باوری رسول-  لرغونی افغانستان-۷۸ مخ –

[7]  غزني داسلامي تمدن پلازمېنه / ګل اغا احمدی وردګ، ۵۰ مخ

[8] فرهنګ وتمدن اسلامی غزنین- قدرت الله حیدری- ۱۸ مخ-

[9]  فرهنګ و تمدن اسلامی – حیدری- قدرت الله – ۲۹ مخ

[10]  غزنه او غزنویان- جلالی غلام جیلانی ۱۷۶-۱۶۸ مخونه

[11] قعلت غزنین – ستاک عبدالاحد سروری- ۱۸ مخ-

[12] حبیبی عبدالحی – پښتوڅوارلس سوه کاله پخوا۶۲- ۶۳ مخونه –

[13]  بلازری ددغه پاچا نوم ابر ویزمرزبان زرنج او یا هم سجستان یاد کړی

[14] محمود غزنوی-  محمد ناظم – ۱۳۴ مخ – حیات  و اوقات

[15] مخ   دغزني ولایت دتاریخي مزارونو لنډه پیژندنه/ بسم الله شریفی  ۴۷

[16] فرهنګ وتمدن اسلامي غزنین در عهد غزنویان- قدرت الله حیدری-۵۹ – ۶۶مخ

[17] غزنه و غزنویان / استاد غلام جیلانی جلالی ص ۲۳۱ر

[18] غزني داسلامي تمدن پلازمېنه/ ګل اغا احمدی وردګ /ص ۲۰۶/

[19]  غزني دلنډ تاریخ او فرهنګ له پلوه- محمد ولي ځلمي ۲۰۰ مخ

[20] غزنه وغزنویان – استاد غلام جیلانی جلالی ص ۱۸۳-

[21] غزنه وغزنویان – استاد غلام جیلانی جلالی ص ۱۸۴-

[22] دغزني ولایت دتاریخي مزارونو او ځایونو لنډه پیژندنه- بسم الله شریفی- ص۴۸-

[23]  مجموعه مقالات – سمینار البیرونی/ رشید خالق-۱۷۹- ن

[24] مجموعه مقالات سمینار البیرونی  استاد عبدالطیف عاطف ص ۲۲۰-

[25] اشعهء زرین تذکره عرفای غزني – محمد اکبر سنا غزنوی

[26] ریاض الالواح، مرحوم شیخ محمد رضا- ص۵۸/

[27]  دغزني تاریخي اوفرهنګی اهمیت- ولی ځلمی ۲۵۲مخ

[28] اشعه ء زرین تذکره عرفای غزني – محمد اکبر سنا- ص ۱۳۶-۱۳۷-

[29] تذکره عرفای غزني- محمد اکبر سنا غزنوی- ص ۱۰۶-

[30] اعلیحضرت ازاد خان افغان- کاڼی محمد طاهر-۴-مخ

[31] ازاد خان افغان – شهریار ایران وفرمانروای اذربایجان وکردستان – ۳-۴ مخونه

[32] افغانستان در مسیر تاریخ – غلام محمد غبار  ۳۹۸- مخ

[33]  اوسني لیکوال- عبدالروف بینوا- ۲۳۴ مخ-

[34]  واغز دغزني ولایت اړوند په اوسني اداري جوړښت کې یوه غرنۍ ولسوالي ده. چې اوسني میرزایان يي په دا ډول(واغظ) لیکي

[35] خان اقا سعید- نی نواز غزنه ۴ مخ

[36] نی نواز غزنه – ۱۵۵- ۱۵۶ مخونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب