تاند:(يکشنبه،د سنبلې ديارلسمه) د ملگرو ملتونو امینت شورا په افغانستان کې د داعش ډلې د بریدونو د زیاتېدو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.
دغې شورا په یوه اعلامیه کې ،د هرات په ګذرګاه جومات کې د جمعې ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.
ياده شورا وایي چې په وروستیو کې په عامو خلکو د داعش بریدونه ډیر شوي او په تیر یوه میاشت کې کې د دې ډلې د بریدونو په پای کې ۲۵۰ تنو مرگ ژوبله اوښتې ده.
سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د طالبانو د رژيم وياند ذبيح الله مجاهد اوړمه ورځ د هرات د پېښې په غبرګون کې،چې د طالبانو مشهور ملاتړی ملا مجیب الرحمن انصاري یې په نښه کړ، د داعش ډلې خلاف د قاطعانه عملياتو د پيل خبر ورکړ.
د هرات د پېښې تلفات طالبانو ۱۸ تنه او د ټپيانو شمېر ۲۲ تنه ښودلی،خو ځايي سرچينو ويلي چې د مرګ ژوبلې کچه له اعلان شویو ارقامو څخه څو برابره زیاته وه.
د يادې پېښې مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.