Homeخبرونهد پاکستان سېلونو ۴۲۰زره افغان کډوال هم زيانمن کړي

د پاکستان سېلونو ۴۲۰زره افغان کډوال هم زيانمن کړي

تاند:(يکشنبه،د سنبلې ديارلسمه)‏‏ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ ویلي،چې په پاکستان کې د وروستیو سېلونو له کبله ۴۲۰زره افغان کډوال هم زيانمن شوي،چې تر اوسه ېې هیڅ کوم لاسنيوی نه دی شوی.

دغې کميشنرۍ له افغان کډوالو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

ويل شوي،چې دغه کډوال په خیبر پښتونخوا،سند او بلوچستان ايالتونو کې زيانمن شوي.

پاکستان په وروستيو کې سختو سیلونو وځپه.

پاکستاني چارواکو ويلي ،چې د سیلونو له کبله ۱۱۰۰تنه مړه شوي،۱۶۰۰تنه نادرکه دي او ۳۳میلیونه تنه نور زيانمن شوي دي.

په وروستيو کې افغانستان هم د طبیعي پېښو له کبله سخت ځپل شوی،چې د طالبانو حاکم رژیم یې مالي زیانونه ۲میلیارده ډالره اټکل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...