چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپښتونخوا کې ستر لاریون؛د علي وزير د‌ خوشې کیدو او د پښتنو...

پښتونخوا کې ستر لاریون؛د علي وزير د‌ خوشې کیدو او د پښتنو سيمو د خوندیتوب غږ وشو

تاند:(يکشنبه،د سنبلې ديارلسمه)‏‏ د پاکستان تر ولکې لاندې د پښتونخوا په خیبر سیمه کې زرګونو پښتنو فعالانو نن د يوه لوی لاریون له ترسره کولو سره په مختلفو برخو کې د پاکستان د حکومت خلاف غږ پورته کړ.

دا لاریون،چې د پښتون ژغورنې غورځنګ،ملي جمهوري غورځنګ او نورو پښتنو ملتپالو ډلو په مشرۍ تر سره شو، د پاکستان پارلمان کې د وزيرستان د استازي علي وزير د‌ خوشې کیدو پر غوښتنې یې ټینګار وکړ.

ښاغلی وزیر له څو کلونو راهيسې له دې کبله پاکستان بندي کړی،چې په قبايلي سيمو کې ېې د پاکستان د پوځ له پښتون ضدو سياستونو او وژنو پرده پورته کړې وه.

پښتنو ملتپالو دغه راز د پښتنو سيمو کې د پاکستان د تحريک طالبان ډلې د بیا حاکمیدو د مرموزې لوبې مخالفت هم وکړ او په دې اړه ېې د پاکستان د پوځ د څو مخو سياستونو خبر ورکړ.

پښتنو ملتپالو وویل،چې د پاکستان پوځ په لر او بر کې د پښتنو د ځپلو او سره پاشلو اصلي دښمن دی او په افغانستان کې یې د طالبانو له واک ته رسولو وروسته اوس په بره پښتونخوا کې د خپلو استخباراتي سياستونو لپاره پر پښتنو سيمو د پاکستاني طالبانو د حاکمولو لوبه پیل کړې ده.

پاکستاني پوځ او حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان مخکې هم ډېر ځله په داسې تورونو تورن شوی،خو دغه هېواد ېې د ځواب ویلو پر ځای پښتانه فعالان زنداني کړي،وژلي او نادرکه کړي دي.

1 COMMENT

  1. اوس زموږ د ژغورنو هیله د کوزې خوا پښتانه دي بر پښتانه خو د مرګ په خوب ویده دي. دغه د مرګ په خوب ویده به د اسرافیل په شپیلۍ راویښیږي او ددوۍ لاره به د جهنم په خوا وي ☹️( الحب الوطن منل ایمان) زموږ د جاهل ملت مینه ( الحب منل مال) ده. څنګه د نیکو په وینو ګټلی سرلوړی افغانستان د نیکونو حرامي لمسیانو لیلام او د غلام غلام تورغري پنجابي فرنګي مستعمره یې کړ. اوس زموږ هیله له کوزو اتلانو څخه ده او داسي به هم وسي.که هغه موږ ونه ژغوري او ددجال ابلیس پنجابي غاښونه ورمات نه کړي د ستر نیکه حاجي میرویس خان ستر احمدشاه بابا زموږ د حورو اناګانو زرغونې انا او نازو انا او د ستر غازي ایوب خان اکبرخان امان الله خان محمد جانخان او د جهانسوز غوري علاولدین په هدیرو به د تور دجال پنجاب او نړیوالو غلګرو تر شوبلو لاندي کیږي. 😭 زموږ د باباګانو لمسیان سي د پنجاب په ځنځیرو تړلي او دوۍ دغه فولادي ځنځرونه ماتوي او نیکونو قبرونه به بیرته رغوي. دریغا سي برو ایمان وجدان په پیسو خرڅ کړی خو منظور او د هغه لښکرې به له اباسینه تر امو بیا لوی افغانستان جوړوي انشاءالله تعالى ❤️❤️❤️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب