دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد اسیا ۲۰ اوره جام، پاکستان هند ته ماتې ورکړه

د اسیا ۲۰ اوره جام، پاکستان هند ته ماتې ورکړه

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۳ مه) د اسیا د شل اوره جام د دوهم پړاو سیالیو په دوام کې نن (یکشنبه) پاکستان هندوستان ته یوازې په یوه توپ ماتې ورکړه.

پاکستان چې پچه یې ګټلې وه، هند ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. هندي لوبغاړو په ۲۰ اورونو کې د ۷ ویکټونو له بایللو وروسته ۱۸۱ منډې وکړې چې ظاهراً لوړ هدف و خو داسې ښکاري چې د متحده عربي اماراتو میدانونه د دوهم بیټنګ لپاره ښه دي. په ورته ډول سریلانکا، چې پچه یې ګټلې وه او لومړی یې فیلډ غوره کړ، افغانستان ته ماتې ورکړه.

د پاکستان لپاره محمد رضوان ښه ولوبېد. ده په ۵۱ توپونو ۷۱ منډې وکړې. خو د هند لپاره ویرات کوهلي ښه بیټنګ وکړ. ده په ۴۴ توپونو ۶۰ منډې وکړې خو رن اوټ شو.

په باولینګ کې د پاکستان شاداب خان ښه لوبه وکړه. ده په ۴ اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول او نسبتاً کمې منډې یې ورکړې.

د چهارشنبې په ورځ به د پاکستان لوبډله له افغانستان سره مخامخ شي. دا سیالي د دواړو لوبډلو لپاره ډیره مهمه ده. پاکستان به پایلوبې ته د رسیدو لپاره نهايي هڅه کوي چې افغانستان ته ماتې ورکړي او افغانستان ته هم له پاکستانه ګټل په روانه اتلولۍ کې د پاتې کېدو یوازینۍ هیله ده.

په پام کې ده چې د افغانستان لوبډله د پنجشنبې په ورځ له هند سره مخامخ شي. خو مخکې تر دې چې افغانستان له پاکستان او هند سره سیالي وکړي، ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ هند او سریلانکا مخامخ شی.

د روانو شل اوره اسیايي اتلولیو په لومړي پړاو کې هند پاکستان او افغانستان سریلانکا ته ماتې ورکړې وه خو په دوهم پړاو کې دواړو ټیمونو چې په لومړي پړاو کې یې لوبې بایللې وې، له خپلو سیالانو مسابقې وګټلې. له دې اټکل کېدای شي چې په مسابقو کې هر څه ممکن دي. ښايي افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړي او ټولې محاسبې ګډې وډې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب