لیکنه: عزت الله پېژاند، د پوهنتون استاد
مجیب رحمن انصاري او د هغه کورنۍ د هرات د مشهور زیارت خواجه عبدالله انصاری متولیان ول چې ویل کېږي له دې لارې یې له یاد زیارت سره د ملي سوداګرو او وخت د حکمتونو مرستې د ځان په ګټه لګولې او آن د هغه یو ورور په دغو مرستو او چندو له ایران سره یو تجارت هم پیل کړ. د انصاري دغه ورور له ایران سره د سوداګرۍ ترڅنګ د یاد هیواد له شیعه پلوه حکومت سره ځانګړې اړیکې هم جوړې کړي وې.
انصاري د ایران د زاهدان ښار په دارالعلوم کې له مولوي عبدالحمید څخه دیني زده کړه کړې وه. عبدالحمید بیا خپله د پاکستان په دیوبند کې زده کړې کړې وې او د یاد مرکز له نظریې څخه متاثر و. انصاري په دوه زره او نهم کال کې د یوه تحصیلي بورس له لارې د سعودي عربستان د مدینې پوهنتون ته ولاړ او هلته یې هم دیني زده کړې پیل کړې، خو تر څه وخت تېرولو وروسته له یاد هیواد څخه د کوم تحصیلي سند د ترلاسه کولو پرته بیرته افغانستان ته راستون شو او د سني او شعیه د تفرقه اچونې په هڅو یې لاس پوري کړ. هغه په دغه موده کې د څه وخت لپاره د هرات په غیاثیه مدرسه کې تدریس هم کاوه. د یادې مدرسې مشر مولوي خدای داد و، خو وروسته د همدغه ډول تبلیغاتو له وجې خدایداد نوموړی له یادې مدرسې وشړی، چې وروسته یې یاد تبلیغات خپله د خواجه عبدالله انصار په زیارت/ کې جومات د وعضونو د لړۍ په شکل پیل کړل.
انصاري وروسته د سعودي عربستان په مالي ملاتړ په هرات کې یوه ستره مدرسه جوړه کړه او له دې لارې یې په منظمه توګه د وهابیت تبلیغات پیل کړل. نوموړي د جمهوریت په کلونو کې د هرات ولایت په محلي سیاست کې کافي نفوذ درلود او داسي ویل کېږي چې له مرکزه د هرات هر نوي ټاکل شوي والي به ولایت ته تر تګ مخکې یو ځل خامخا د انصاري دربار ته ورغلی وای او وروسته یې په دنده پیل کړی وای. د دې ترڅنګ چې به له کابله هرات ته هر دولتي او مهم پلاوي سفر کاوه نو اړ ول چې د خپلو چارو او هدف د لاښه پلي کېدو لپاره له انصاري سره لیدنې ته د خپل سفر په اجنډا کې ځای ورکړي. دا کار آن لږ تر لږه یو ځل په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو قوماندان هم کړی و.
انصاري په پیل کې د لنډ وخت لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کاوه او د خپلو ویناوو په ترڅ کې به یې هغوی په ښه نوم او د وطن او ناموس ساتونکي یاد ول، خو وروسته یې د کوم څرګند دلیدل پرته لوبه بدله کړه او د همدې ځواکونو پر ضد یې خوله خلاصه کړه. دا هغه مهال و چې په اغلب ګومان نوموړي له تالیبانو سره پټې اړیکې پیل جوړې کړې وې، خو داسي ښکارېدل چې په ورته وخت کې یې له داعش سره هم لاس یو کړی وي.
مولوي انصاري د جمهوریت ملاتړ ګناه، انتحار یا ځانمرګی استشهاد، د تالیبانو له اوامرو سرغړنه بغاوت، له کوره بهر د ښځو کار او زده کړې بېغرتي، او کرونا ناروغي د خدای رحمت ګڼل. هغه د روان میلادي کال په جولای کې د لویې جرګې په تالار کې د تالیبانو له خوا په یوه رابلل شوې غونډه کې وویل چې د تالیبانو د حاکمیت د هر مخالف «سر باید غوڅ کړل شي»، چې د هغه دغه نظر د ګڼ شمېر افغانانو او یو شمېر نړیوالو بشري بنسټونو له خوا وغندل شو.
ویل کېږي چې نوموړي ولسمشر غني ته د یو لیک په استولو سره هغه ملحد ګڼلی و او ورته لیکلي یې و چې د هغه په لاس د شهادت آرمان لري. خو له دې ټولو مخالفتونو او تندو نیوکو سره سره جمهوریت نه یوازي د هغه د نظریاتو او عقایدو درناوی وکړ، بلکې د هغه د سر او مال ساتنه یې هم وکړه. له توقع خلاف هغه د خپلې خوښې او خپلو پلویانو (تالیبانو) په قلمرو کې د روان زېږدیز کال د سمپټمبر میاشتې پر دویمه نېټه د هرات په ګازرګاه جومات کې له خپلو ساتونکو سره په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. د هغه د وژنې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخیستې او نه هم تالیبانو ویلي چې په دغه کار تر شا د چا لاس و.
انصاري تر وژل کېدو څو دقیقې مخکې له کابله د ریس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغنيبرادر په مشري هرات ته د یوه ورغلي پلاوي په مخکې د وینا پر مهال وویل چې خپل «دین او دنیا» دواړه د تالیبانو په واک کې ورکوي او ډاډه دی چې هغوی به یې ارومرو ورته جوړوي.
انصاري هم د جمهوریت په دوره او هم تر هغه وروسته د تالیبانو د رژیم پر مهال یوه جنجالي څېره وه چې مطلق اکثریت عام افغانان، په ځانګړې توګه لوستی قشر او ځوانان یې د نظریاتو خلاف ول. په دغه لړ کې د هرات ولایت تازه یو شمېر روڼ اندو او د نظر خاوندانو انصاري «د مذهب دلال» ګڼلی دی.