تاند:(شنبه،د سنبلې دولسمه) د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف د مقاومت ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي،چې تېر کال ېې د طالبانو خلاف جګړه کې ۱۲۱ جنګیالي وژل شوي.
دغې ډلې دا هم ویلي،چې تېر کال ېې د طالبانو خلاف بریدونو او جګړو کې د طالبانو ۷۱۵ جنګیالي هم وژلي دي.
د مقاومت ډلې په اعلامیه کې ادعا شوې،چې طالبانو تېر کال ۲۲۹۹ پخواني پوځيان او ملکيان نیولي،شکنجه کړي او وژلي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو د رژيم وياند ذبيح الله مجاهد په یوه تازه مرکه کې د مقاومت ډلې په نوم د دوی خلاف د کومې ډلې فزیکي موجودیت رد کړی او ویلي،چې په دې نوم ټولنیزو رسنیو کې بې ځایه تبلیغات کیږي.
هغه دغه راز د جمهوري نظام د سرتېرو وژل او شکنجه کول هم رد کړي او ويلي،چې تېر کال تر ۱۷پورې داسې پېښې شوي،چې هغه هم شخصي بڼه لري او دوی یې قضيې تر څېړنې لاندې نیولي.
د طالبانو نور منتقدین بيا د پخوانيو امنیتي ځواکونو د نه وژلو او ځورولو په اړه د طالبانو ادعاوې بې بنسټه بولي.
دی وایی د غوایی له ښکر سره کونه په جنګ اچول.