Homeخبرونهد ط-انو دارالافتا ۴۱۰فتواوې صادرې کړي

د ط-انو دارالافتا ۴۱۰فتواوې صادرې کړي

تاند:(شنبه،د سنبلې دولسمه)‏‏ د طالبانو د رژيم د سترې محکمې د دارالافتا لوى رييس شيخ عزيزالله مظهري نن د دغې دارالافتا په اړه په یوه خبري غونډه کې معلومات ورکړي ‌

نوموړي ويلي،چې د سترې محکمې د دارالافتا رياست رييس او مفتيان لري چې په بېلابېلو برخو کې د اړتيا له مخې د شريعت او د حنفي فقې له مخې فتوا ورکوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې د دغه رياست له لوري ٤١٠ فتواوې صادرې شوې دي.

هغه د ورکړل شويو فتواوو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو منتقدین بيا انديښنه لري،چې د طالبانو په داسې ادارو کې د ډېرو سخت دریځو ملایانو موجودیت به افراطي کړنې تشویق کړي.

هغوی غوښتنه کوي،چې په داسې ادارو کې دې د شرعياتو متخصصين پر دندو وګوماري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...