پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهڅو پېښې؛يو سلفي ملا وژل شوی او يوه ځوان او نجلۍ خپله...

څو پېښې؛يو سلفي ملا وژل شوی او يوه ځوان او نجلۍ خپله ځانونه وژلي

تاند( پنجشنبه، د سنبلې لسمه) ‏د کاپیسا ولایت د مرکز محمود راقي په پنجره سیمه کې امام ابوحنيفه دارالعلوم يو استاد مولوي نصرالله،چې ويل کيږي د اهل حدیث مذهبي نظريې اړوند و، پرون ناڅرګندو کسانو وژلی دی.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، نوموړی د خپل زوی او وروڼو په مخکې په ډزو ويشتل شوی.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي،خو د اهل حدیثو یا سلفي ملايانو د وژلو پړه په عام ډول پر طالبانو اچول کیږي.

د طالبانو له واکمنيدو سره دوی اهل حدیث ملایانو سره له دې کبله د وژنو تر حده په ناوړه چلند تورن شول،چې ګواکې دغه ملایان د داعش ډلې هم نظره او فکري سرچېنې بولي.

طالبانو بیا د اهل حدیثو ملايانو او ور ته د معتقدو خلکو وژل او شکنجه کول رد کړي دي.

بلخوا: د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وزګارتیا له کبله د رستم په نوم د یوه ځوان د ځانوژنې او په تخار کې ځانته د یوې نجلۍ د اور اچولو خبرونه ورکړل شوي

د رستم په اړه ويل شوي،چې واده ېې کړی و او یو درې کلن زوی لري.

په تخار کې د هوا په نوم د ځان سيزونکې نجلۍ د ځان سيزلو دلیل کورنۍ شخړه ګڼل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...