دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهفرهاد دریا د الهې د خونديتوب لپاره د نړيوالو د مداخلې غوښتنه...

فرهاد دریا د الهې د خونديتوب لپاره د نړيوالو د مداخلې غوښتنه وکړه

تاند( پنجشنبه، د سنبلې لسمه) ‏د افغانستان مشهور هنرمن فرهاد دریا د الهې دلاورزۍ په نوم د هغې افغانې مېرمنې د خوندیتوب لپاره د نړيوالو د عاجلې مداخلې غوښتنه وکړه،چې وايي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخواني وياند قاري سعید خوستي له جنسي تیري وروسته په زوره په نکاح کړې او اوس ېې د شکنجو لپاره نظر بنده کړې ده.

ښاغلي دریا په مشخص ډول د افغان ښځو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړې استازې، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له دفتر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي څخه د الهې دلاورزۍ د ژغورنې لپاره د عاجلو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

افغان هنرمن وايي نړيوال دې نه پریږدي،چې الهه دلاورزۍ د طالبانو په لاس د ډېرو نورو مېرمنو په شان په مرموز ډول ووژل شي.

هغه په ورته وخت کې له یادو نړیوالو استازو غوښتي،چې په خبره يې که بې ګناه الهه او نورې داسې ډېرې مېرمنې ژغورلی نه شي،خپلو حکومتونو ته دې ووايي چې د طالبانو «وحشي ډلې» سره دې مذاکرات نه کوي او افغان ملت دې په لاس تړلي او پښې تړلي ډول دوی ته نه سپاري.

د قاري سعید خوستي او الهه دلاورزۍ قضیه له څو ورځو راهيسې په ټولنیزو رسنیو کې یوه مهمه د بحث وړ موضوع ده.

قاري سعید خوستي ویلي،چې د الهې دلاورزۍ په غوښتنه ېې له هغې سره واده کړی و،خو د هغې د «عقیدوي ستونزو» له کبله ېې طلاقه کړې او د شکنجې ادعاوې بې بنسټه دي.

خلکو بیا د طالبانو پر ادارې نيوکې کړي، چې د اسلامي شريعت د تطبيق له ادعاوو سره یې بيا هم قاري سعید خوستی نه دی نیولی او په دې اړه بې تفاوته دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب