جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهتازه موندنې:۹۲سلنه افغانان غذايي خونديتوب نه لري

تازه موندنې:۹۲سلنه افغانان غذايي خونديتوب نه لري

تاند( پنجشنبه، د سنبلې لسمه) د براون پوهنتون په یوه تازه راپور کې د افغانستان د بشري ناورين وضعیت تر بل هر وخت ډېر کړکېچن ښودل شوی او ويل شوي،چې ۹۲سلنه افغانان غذايي خونديتوب نه لري.

سرچينه زياتوي،چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دغه کچه ۶۲سلنه وه.

راپور زیاتوي،چې اوس مهال ۵۰ سلنه افغان ماشومان د غذايي خونديتوب له نشتوالي کړيږي، هغه ارقام چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د پای ته رسېدو په نسبت پینځه برابره زيات شوي دي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د پراختيايي سازمان ارقام څرګندوي،چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتو او د نړیوالو مرستو له دریدو سره د څلوېښت میلیوني نفوس ۹۷ سلنه په فقر کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده،چې د‌ طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د پای ته رسېدو پر وخت په ۲۰۰۱ کې د فقر عمومي سطحه ۸۰ سلنه وه.

د طالبانو چارواکي بیا د اوسني وضعيت پړه په افغانستان کې د شل کلن نړیوال حضور په غاړه اچوي.

د دوی رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند پرون له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو د کليزې په نمانځغونډه کې وویل،چې د نړیوالو له شل کلن حضور څخه دوی ته څه په میراث نه دي پاتې.

د طالبانو ځينو منتقدینو بیا له دوی پوښتلي،چې که احیانا څه په میراث ورپاتې هم نه وي، دوی دې ووایي چې تېره پینځه کلنه واکمني ېې څنګه وه او څه یې افغانستان ته په میراث پريښي وو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب