دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمتقي له افغان سیلاب ځپلیو سره د نړيوالو مرستو غوښتنه وکړه

متقي له افغان سیلاب ځپلیو سره د نړيوالو مرستو غوښتنه وکړه

تاند( پنجشنبه، د سنبلې لسمه) ‏‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په کابل کې د یو شمېر بهرنيو ديپلوماتانو په ګډون له افغان سېلاب ځپليو او د طبيعي پېښو نورو زيانمنو سره د مرستو ټولولو کنفرانس بللی.

په دې کنفرانس کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمن شویو سره د مرستندویه هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان له سېلاب ځپلو او زلزله ځپلو سره دې مرستې وشي.

‏په دې کنفرانس کې د طالبانو پر چارواکو سربېره د مختلفو مرستندویه هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو پکې برخه اخیستې ده.

دا کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي، چې په افغانستان کې د طبیعي پیښو د زیان اوښتو څو اونۍ پوره کیږي.

تازه د پاکستان په مختلفو برخو کې سېلابونو زيات خلک وځپل،خو پاکستاني چارواکو ژر وکړای شول چې زيانمنو ته پراخې نړيوالې مرستې جذب کړي.

د طالبانو پر چارواکو خلک نیوکې لري،چې د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورين تر څنګ د طبيعي پېښو زيانونه ېې له یاده ویستي او هره ورځ په یو او بل نوم د واک ته رسېدو خوشالۍ نمانځي.

طالبانو له واکمنيدو وروسته څو ورځې د خپلې واکمنۍ په خوشالۍ رخصت کړي او شانداره مراسم یې پکې نیولي.

1 COMMENT

  1. هغه متل دی وايی جنګ سوړ شو او میری تود شو
    اوس زلزله څپلی ورپه یاد شول
    خپل بادار ته دی وګوری چی ټوله نړۍ يی په سر راخستی او خپلو خلکو ته له ټولی نړی مرستی غواړی چی د کعبی د امام نه واخله تر ملګرو ملتونو سرمنشی او نړیوالی رسنۍ ټولی د پاکستان د سیلاب ځپلو د غږ پورته کولو لپاره مصروف دی. او هر پاکستانی چارواکی پدی کار چی نړیوالی مرستی راجلب کړی بوخت دی.

    خو بلی خوا مټکی چی خپله خیټه سمبالولی نه شی او د نورو تالبی ملایانو سره د ملاډیزل او د هیرامنډۍ د مړوسیانو په استقبال او مراسمو جوړولو کی بوخت وی.

    دی ولس باید تاسو هرو مرو تر اوسه پیژندلی یاست چی تاسو یوازی د خپلو خوټو او خیټو چاری پر مخ بیایۍ او تر څنګ يی د هیرا منډۍ د مړوسبانو په خدمت کی مو ځانونه وقف کړی دی.
    خو انشاءالله هغه وخت لری ندی چی بیرته خپلو اصلی مرکزونو ته ورټول شۍ او دا هیواد او ولس مو له شره د ابد لپاره خلاص شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب