Homeخبرونهپه متحده اماراتو کې سلګونو افغانانو مظاهره وکړه

په متحده اماراتو کې سلګونو افغانانو مظاهره وکړه

تاند(چهارشنبه، د اسد ۲ مه) افغان کډوالو، چې له یو کال راهیسې له افغانستانه راایستل شوي او په متحده عربي اماراتو کې بې برخلیکه پراته دي، د دوشنبې او سې شنبې په ورځو مظاهره وکړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مظاهره چیانو په دې اعتراض درلود چې د دوی د لېږدولو پروسه خورا سوکه ده.

دوی، چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېده، په لیکلو شعارونو کې د ازادۍ او امریکا یا کوم بل درېم هیواد ته د لېږېدو غوښتنه کوله.

رویټرز وايي چې په ترلاسه کړیو تصویرونو او ویدیوګانو کې ښځې، ماشومان او سړي لیدل کېږي چې د متحده عربي اماراتو په یوه کمپ کې په داسې حال کې اعتراض کوي چې د تودوښې درجه د سانتي ګراد مثبت ۳۸ ده.

پر یوه بینر (شعار) لیکل شوي:«یو کال بس دی.»

د متحده عربي اماراتو چارواکو او په دغه هیواد کې د امریکا سفارت د دې اعتراض په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د فبرورۍ په میاشت کې هم په دغه کمپ کې افغانانو اعتراض کړی و.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...