یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسراج الدين حقاني د طبيعي پېښو قربانیانو سره د نړیوالو مرستو غوښتنه...

سراج الدين حقاني د طبيعي پېښو قربانیانو سره د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه

تاند( سې شنبه ، د سنبلې اوله) ‏د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پرون په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازي آرنوټ پاولز سره لیدلي.

د نوموړي د مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي،چې دا لیدنه په افغانستان کې د پاولز د دندې د پای ته رسېدو په مناسبت شوې او د بېړنیو بشر دوستانه مرستو او د مرستندویه لوريو د امنیت په اړه خبرې پکې شوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې،چې حقاني د اروپايي ټولنې له استازي پاولز نه مننه وکړه چې پخپل ماموریت کې یې له افغانستان سره د بشري مرستو هڅې وکړې.

طالب وزير هیله مندي وښوده چې یاده ټولنه به له افغانانو او په ځانګړې توګه د وروستيو  طبعي پېښو له قربانیانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

‏سراج الدين حقاني د اروپايي ټولنې دغه استازي ته ډاډ ورکړی،چې د بشري مرستو د کارکونکو امنیت ته نوره هم جدي پاملرنه کوي.

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې،چې وروستيو طبيعي پېښو افغانستان په شدت سره ځپلی او د سلګونه تنو د مرګ ژوبلې تر څنګ ېې زرګونه کورونه وېجاړ کړي.

1 COMMENT

  1. او خره د ګیانې خر ځدراڼه ! ته نه شر میږي چې د ښځو حقوق تر پښو لاند کوې او ښځو ته د انسان او پيشو په سترګو نه ګورې خو مرسته غواړې
    ځناوره بی ستا له غوښتنې مونږ مرسته کوو ، ستا د مخ ورک شي ځناوره جاهله !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب