یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو په اړه خبرې...

امریکا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو په اړه خبرې کوي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۱ مه) د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا حکومت غواړي چې د افغانستان د میلیاردونو ډالره کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه خبرې وکړي.

رویټرز د درو سرچینو په قول وايي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت به په متحدو ایالتونو کې د افغانستان د ملیاردونو ډالرو د ازادېدو په اړه له دې سره سره خبرې وکړي چې د کابل په زړه کې د ایمن الظواهري وژل کېدو وښوده چې القاعده په افغانستان کې حضور لري او په دې سربېره چې پوهېږي طالبان او د افغانستان بانک به له دغو پیسو ګټه واخلي.

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې نژدې ۴۰ میلیونه افغانان تر ژمي وړاندې له شدیدې لوږې سره مخامخ دي، د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره د افغانستان له ثبات سره د مرستې پرېکړه په دغه هیواد کې د بشري بحران په اړه د واشنګټن اندېښنه ښيي.

د رویټرز خبري اژانس د تېرې میاشتې راپور ته اشاره کوي چې امریکا غواړي د افغانستان بانک میلیاردونه ډالره کنګل کړې پیسې په سویس کې یوه جوړېدونکي صندوق ته وسپاري. دا صندوق به د یوه نړیوال پلاوي یا بورد له لوري د افغانستان بانک شتمني په داسې ډول افغانستان ته ورکوي چې د طالبانو لاس ته ورنه شي.

خو طالبانو په جون میاشت کې د دوحې په خبرو کې له دې وړاندیز سره مخالفت کړی و.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د امریکا او نورو هیوادونو د مرستو د بندېدو له کبله په افغانستان کې اقتصادي او بشري بحران ژور شوی دی. د افغانستان د حکومت په سلو کې ۷۰ بودجه د امریکا له لوري برابرېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب