یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنورستان: د‌ اسد د ۲۸مې په مناسبت بېلابېلې سيالۍ وشوې

نورستان: د‌ اسد د ۲۸مې په مناسبت بېلابېلې سيالۍ وشوې

تاند( سې شنبه ، د سنبلې اوله) د نورستان په مرکز پارون ښار کې د وزلوبې،غېږ‌ نيونې،کراټې، واليبال، خوسي او غشي ويشتلو سيالۍ ترسره شوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې په جلا اعلامیو کې ويلي،چې يادې سيالۍ د هېواد د خپلواکۍ د ١٠٣ کليزې او د طالبانو د بيا واکمنېدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت ترسره شوي دي.

سرچينه زياتوي،چې د ملي المپيک کميټې لپاره د طالبانو عمومي رییس انجنیر نظر محمد مطمئن د سياليو لوبغاړي ستایلي او د دغه ولايت د ورزشکارانو وضعیت یې له نیږدې ارزولی.

د طالبانو له واکمنيدو سره په ډېرو محرومو سيمو کې د حکومتي پاملرنې خبر ورکړل شوی.

د طالبانو منتقدین بيا باور لري،چې مخکې د نورستان په ګډون نورو سیمو د طالبانو د موجودیت بیه پرې کوله او د دوی د مزاحمت له کبله ډېرو خدماتو نه محروم پاتې وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب