یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاسپورټ رياست: تېر کال ۳۵۰کميشن کاران نیول شوي،خلک: فساد لاهم پکې پریمانه...

پاسپورټ رياست: تېر کال ۳۵۰کميشن کاران نیول شوي،خلک: فساد لاهم پکې پریمانه دی

تاند( سې شنبه ، د سنبلې اوله) ‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو نن د خپل یو کلن فعاليت راپور په يوه خبري ناسته کې وړاندې کړ.

د یاد رياست مسوولینو وویل چې په تېر یوه کال کې يې ۷۱۴زره ۳ سوه ۳۷ جلده پاسپورټونه وېشلي دي.

د پاسپورټ عمومي ریاست لپاره د طالبانو ملکي مرستیال شیرشاه قریشي وویل چې د دې ترڅنګ يې په تېر یوه کال کې د ویزې د تمدید ۴زره ۱۷۱ جلده پاسپورټونه اجرا کړي، چې له دې لارې ۸۸۵ زره ۲۳۵ امریکايي ډالر او همدارنګه ۲۲ زره ۹۰۰ یورو عوايد را ټول او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.

قریشي زیاته کړه، چې ۳ میلیونه جلده پاسپورټونه تازه چاپ شوي چې ډېر ژر به يې د ليتوانیا له هېواد څخه د را لېږدولو چارې هم بشپړې شي.

د نوموړي په خبره د تېر یوه کال په موده کې يې د اداري فساد، جعل او کمېشن کارۍ پر وړاندې جدي مبارزه کړې او ۳۵۰ تنه يې په یاد شویو مواردو د تورن کېدو له کبله نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

د قریشي په خبره د پاسپورټ ریاست یو شمېر هغه کارکونکي، چې په اداري فساد او کمېشن کارۍ کې یې لاس درلود، له دندو ګوښه شوي دي.

د پاسپورټ ریاست ملکي مرستیال همدارنګه وویل، چې پاسپورټ اخیستونکو ته د اسانتیا او ګڼه ګوڼې د کمولو په موخه يې طالبانو او د هغوی د کورنۍ د لومړۍ درجه غړو لپاره د کورنیو چارو په وزارت کې او د سوداګرو لپاره یې د کابل ښار د اتمې ناحيې اړوند د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو په ریاست کې د پاسپورټ څانګې پرانیستې دي.

طالب چارواکو دا هم وويل،چې په برېښنايي یا چپ لرونکو پاسپورټونو د اوسنیو پاسپورټونو بدلول، له عمومي ریاست سره د ولایتي مدیریتونو نښلول، د بهرنیو وګړو لپاره د ویزې د غوښتنې انلاین فورم فعاله کول، د برېښنايي پېژندپاڼو له سیستم سره د پاسپورټ سیستم نښلول، د بهرنیو چارو وزارت له ډیټابیس سره د پاسپورټ سیستم نښلول او د پولیسو د ښارګوټي په سیمه کې ستندرد او عصري مرکزي ودانۍ جوړول د پاسپورټ عمومي ریاست راتلونکي کاري پلانونه دي.

د طالبانو دغو چارواکو په داسې مهال دا څرګندونې کړي،چې د پاسپورټ ریاست د دوی د حاکمې ادارې له تر ټولو په فساد تورنو ادارو څخه ګڼل کېږي.

څو مياشتې مخکې د طالبانو د ادارې د پاسپورټ د لومړني رييس مولوي علم ګل حقاني د ورور او څو نڅيدونکو نجونو یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه.

دغه ويډيو د کابل ښار د یوه هوټل اړوند ګڼل شوې او ويل شوي وو،چې هغه پکې د طالبانو يوې ډلې نيولی دی.

په دغه ويډيو کې د پاسپورټ د پخواني رييس ورور منلې وه،چې په ياد شوي هوټل کې د پاسپورټونو د جوړولو کميشن کاري کوي او په يوه پاسپورټ ۸سوه ډالره اخلي.

د یادې ويډيو له خپريدو وروسته د طالبانو د پاسپورټ پخوانی رییس له دندې ګوښه شو،خو تر اوسه ېې طالب چارواکو د ورور د برخلیک او قضيې په اړه څه نه دي ويلي.

په کابل کې د پاسپورټ رياست مراجعین ادعا کوي،چې د پاسپورټ ریاست په فساد کې تر پخوا لا زياتوالی راغلی او د یوه پاسپورټ بيه په تور بازار کې تر يو نيم زر امریکايي ډالرو ختلې ده.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو د حاکمې ادارې د چارو ادارې عمومي رییس تېره اونۍ ادعا وکړه،چې د دوی د حکومتولۍ په يوه کلنه واکمنۍ کې د اداري فساد یوه قضيه هم نه ده ثبت شوې.

1 COMMENT

  1. د پاسپورتونو په توزیع کې د نوبت ژرنه رسېدل یوه لویه ستونزه ده . دا منو چې زمونږ مسلکي کدرونه لا تراوسه هلته فعال دي . او دوی په خورا احتیاط او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو سره د خپلو هېوادوالو په خدمت کې دي . ځکه د پاسپورت ضایع کېدل او د پرنترونو خرابوالی کولای شي ، لویې ستونزې رامنځ ته کړي .
    په ځینو موارددو کې استثناآت باید په نظر کې ولري چې باید یو مراجعه کوونکي ژر خپل پاسپورت ترلاسه کړي. مثلا د عاجل مریض لپاره ، هغو افغانانو لپاره چې فامیلونه یې په خارج کې دي او غواړي له خپلو فامیلونو سره یوځای شي او یا د خپلو اولادونو او د لویانو د تحصیل د دوام لپاره او یا هغه ځوانان چې غواړي د تحصیلي بورس په استفادې خارج ته لاړ شي .
    پداسې حال کې چې د پاسپورت ریاست د مسوولینو او منسوبینو دا نه ستړی کېدونکی خدمت د ستایلو وړ دی ، هېوادوال له دوی نه د پورته عاجلو مواردو په برخه کې پاملرنه غواړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب