یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه اسلام اباد کې د افغانستان له سفارته ملي بیرغ کښته کړای...

په اسلام اباد کې د افغانستان له سفارته ملي بیرغ کښته کړای شو

تاند(سې شنبه، د اسد ۱ مه) په پاکستان کې د افغانستان د سفارت له ودانۍ څخه د افغانستان ملي بیرغ کښته او پر ځای یې د طالبانو بیرغ نصب شو.

د اسلام اباد سفارت د افغانستان لومړنی سفارت دی چې د افغانستان ملي بیرغ ورڅخه کښته کېږي او پر ځای یې د طالبانو بیرغ ځړول کېږي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت چارې مخکې لا طالبانو ته سپارل شوې وې خو د دې لپاره چې د طالبانو رژیم تراوسه هیڅ دولت د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، د افغانستان بیرغ په درسته نړۍ کې د افغانستان د سمبول په توګه پېژندل کېږي.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د لنډ وخت لپاره ملي بیرغ له ارګه لېرې کړ خو ژر یې بېرته ملي بیرغ نصب کړ خو وروسته له دې چې د پاکستان د آی ایس آی مشر کابل ته راغی ملي بیرغ کښته او د طالبانو موقت حکومت اعلان شو.

افغانان لا هم په داخل او خارج کې درې رنګه بیرغ، چې څه باندې سل کلنه تاریخچه لري، د هیواد ملي بیرغ ګڼي.

د اسد په ۲۸ مه / د اګست ۱۹/ د ننګرهار او کونړ په شمول په ځینو ولایتونو کې خلکو په دوکانونو او کورونو ملي بیرغ د خپلواکۍ د جشن په ویاړ وځړاوه خو طالبانو د برچې په زور خلک د ملي بیرغ لېرې کولو ته اړ ایستل، یو شمېر ځوانان یې ووهل او نورو ته یې د جدي سزا ورکولو خبرداري ورکړل.

په نوره نړۍ کې هم افغانانو د خپلواکۍ ۱۰۳ کالیزه د ملي بیرغونو په رپولو ولمانځله. په دغو جشنونو کې هیڅ ځای طالبي بیرغ ونه لیدل شو.

2 COMMENTS

  1. ډېر د افسوس ځای دی چې د افغانستان ملي بیرغ په یوه ګاونډي هېواد کې د افغانستان له سفارت نه ښکته کیږي او پرځای یې د یوې نامشروع ډلې جنډه چې لا تراوسه هېڅ هېواد په رسمیت ندی پيژندلی ، د پورته کولو اجازه ورکول کیږي .
    دا دپنجابیانو ښکاره دښمني له افغانستان او افغانانو سره ده .

  2. حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]
    حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).
    ((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې او دواړه يو هېواد شي)).
    پاکستان خو همدا هيله لرله چې يوه ورځ د دوی سرحد له آمو سيند سره ونښلي او پر افغانستان د دوی بيرغ ورپيږي.
    له همدې امله لومړی ورته خدای جهاديان او بيا ورته خدای طالبان وړيا ملېشه ورکړې او په عشرونو او زکاتونو راټولو مو خپل وطن ورته وران وتباه کړ. ايا داسې هوښيار ملت د زمکې پر مخ له موږ نور شته؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب