یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د یادونو څراغ || عبدالرشید سعادت

د یادونو څراغ || عبدالرشید سعادت

     د یخ سېلیو نوي غوړیدلي ګلان د نودو له خاښونو څخه د ځمکې مخ ته له یوې څپېړې سره ستانه کړي وو د سیند څپو د سیند پر غاړه نرمه سندره خوره کړې وه، یو ساعت مخکې وریدلي باران د شنه چمن اوږدې څانګې په سجده کړې وې.

      د ټولګي له وره په وتو کې وم، چې د ټولګي درېیمې څوکۍ په کریکو پیل وکړ په کریکو کریکو کې یې دا وویل دومره بې وفا ملګرتیا مې تر اوسه هېڅ لیدلې نه وه هی! هی! تر زینو مې همدا نارې او کریکې په غوږو کې تاویدې راتاویدې څه شوې؟ ولې؟ دومره زر لاړې تا خو ماته د لاس نښه هم رانه کړه؟ هغه خپل نوم یا تخلص دې هم زما پر مخ ونه لیکلو قلم درسره نه و که زما له مخ دې بد راتلل؟ خیر دا هماغه مخ دی چې تا څلور کلونه پرې کتاب او کتابچه نیولې خیر! اوس به دې هغه خپل نوم یا تخلص د یادګار لپاره پرې لیکلی و. زه خو نه پوهېږم؟ هو! ته خو دومره کبرجن او بې وفا نه وې چې دا ولې دې داسې وکړل اخر دلیل یې څه و؟

     له پوهنتونه په وتو کې وم چې د پوهنتون د انګړ هر بوټي، چمن، ونې او د ټولګي دېوالونو په کریکو پیل وکړ اسمان هم په حیرت سره د پوهنتون انګړ ته کتل د پوهنتون له انګړ څخه بهر ونو مخونه د پوهنتون انګړ پر لور را کاږه کړي وو او دې ټولو همدا پېغورونه راکول، چې ته خو دومره کبرجن او بې وفا نه وې تا خو به یوار موږ خبر کړي وو! داسې یو ناڅاپه تلل مې نه وو لیدلي؟ دا څه کوې موږ نه پوهېږو چې له موږ خپه یې؟ که موږ ستا د مسافر زړه حال نه دی ساتلی هو! موږ خو ستا هغه ملګري یو چې هر وخت به خپه شوې نو ډک زړه به دې د ورېز اسمان په شان زموږ په لمن کې خالي کولو یادونه دې زموږ سره دي ستا هغه وېښته تر اوسه چمن امانت ساتلي دي، چې هر وخت به دې درس ویلو او وېښته به دې د چمن پر پاک او سپېڅلي مخ پرېوتل چمن هم له تا څخه  ډېر ښه و، چې ستا هغه وېښته یې تر اوسه له مخ څحه لرې کړي نه دي او د تل لپاره به یې درته امانت ساتي؛ خو تا زموږ زړونه همداسې زخمي پرېښودل او په مغروره ډول لاړې. 

      اخر ولې دومره سخت زړی یې؟ هو! ریښتیا تا خو داسې کار وکړلو چې موږ ټول دې د خپګان په کور مېلمه کړو ته به داسې وکړې هغه ټول انځورونه چې دې زموږ په ښکلې غېږ کې اخیستي هغه خپل بدرنګه څېره چې دې پرې ښکلې کړې هغه ټول ورک کړه! ګوره دا خبره دې په زړه کلکه ونیسه او هغه انځورونه له دې وروسته ونه وینو! 

     سهار وختي چې له ښاره وتم نو د دې ښار هرې کوڅې او د پارک هغه ونې هم چیغې وهلې چې زه به یې تل سیورې ته ناست وم، د کتابو او چپټرونو پاڼې به مې اړولې، یو یو وېښته به مې د چوپټر په پاڼو کې لویده، سیند هم له درده په څپو و، د ښامار په شان غوریده د غاړې تیږې به یې کله په خوله کې واخیستلې او تر ستونې به یې تېرې کړې، تر دې وروسته مې د ټولګیوالو هغه خنداوې، یو ځای درسونه، بحثونه، له پوهنتونه تر اتاقه یو ځای تلل، ټوکې او یادونه راپه زړه شول له سترګو مې اوښکې په څپو شوې او د دردیدلې مور په څېر د پسرلني باران غوندې شیبې شیبې د مخ پر ځمکه راروانې شوې او په سلګو سلګو کې تر غرونو ترې پناه شوم، د تل لپاره ترېنه بېل شوم. نور به نه دوی ما او نه به زه دوی ووینم، د دوه کلونو ورسته به مو نمبرونه هم کار ونه کړي، د هر چا انجام به بېل وي، کلونه وروسته به مو هغه څېرې هم یو د بل له ذهنه ووځي، د دوه لسیزو په تیریدو سره به د هر چا ژوند بېل وي څوک به ژوندي ګرځي او د چا پر مقبره به د سهار باد نرم لاسونه تېروي او هغه بیرغ به پرې رپېږي چې مور یې ورته جوړ کړی وي. هغه یو یو یاد به یې د قبر شناختوته ډالۍ کوي، د ځینو یادونه به د ځینو سره د هغه صندوق د څیزونو په څېر کلک شوي وي، چې له څښتنه یې کلي ورکه وي او څیزونه یې په کې بند وي صندوق به وي خو کلي به یې د تل لپاره له دوی لاره بېله کړې وي.

د ۱۳۹۸کال د لیندۍ۲۷مه 

د لېسانس دورې وروستۍ شپه/پلخمری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب