یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه ۲۲ولایتونو کې بيا د سېلاوونو او ورښتونو وړاندوينه وشوه

په ۲۲ولایتونو کې بيا د سېلاوونو او ورښتونو وړاندوينه وشوه

تاند( سې شنبه ، د سنبلې اوله) ‏‏د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ۴۸ ساعتو کې په ۲۲ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلاوونو د وتو وړاندوینه وکړه.

د دغې ادارې د اعلاميې له مخې دا ورښتونه او سېلاوونه په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، بامیانو، میدان وردګو، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، روزګان، کندهار، دایکنډي او زابل ولایتونو کې اټکل شوي دي.

وروستيو طبيعي پېښو افغانستان په شدت سره ځپلی او د سلګونه تنو د مرګ ژوبلې تر څنګ ېې زرګونه کورونه وېجاړ کړي.

د‌ پېښو زيانمن شوي‌ د طالبانو له حاکمې ادارې او نړیوالې ټولنې غواړي چې د لاسنیوي لپاره ېې عاجل لاس په کار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب