یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېپه نړۍ کې د غلو دانو بحران او د خوراکي توکو د...

په نړۍ کې د غلو دانو بحران او د خوراکي توکو د بيو لوړيدل

شننه: عبدالله (لغماني)
  غربي نړۍ د يوه داسې کمپاين د پلی کولو په هڅه کې ده چې ګواکې د خوراکي توکو د بيو لوړوالي او د نړۍ بازارونو ته د غله جاتو د صادراتو د کم والي وجه د اوکراین او روسیې د جګړي له امله دی.
  په داسې حال کې چې روسیه، قزقستان بلاروس او ځیني آسيا يي هيوادونه د کرنيزو محصولاتو، کيمياوي سرې او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې د نړۍ د هيوادونو په کتار کې د جدول په سر کي ځاي لري. په ورته وخت کې د روسیې پر صادراتو بنديزونه لګول شوي، په يادو بنديزونو کي د روسيي کرنيز محصولات او غذايي توکي هم شامل دي چي نورو هيوادونو ته د کرنيزو محصولاتو صادرات له روسي څخه محدودي.
  په عين وخت کي هندوستان، قزاقستان، ترکمنستان او چين هم د خپلو خوراکي توکو د راتلونکي د خونديتوب لپاره د کرنيزو محصولاتو پر صادراتو محدوديتونه وضع کړي چي په پايله کې به په منځنۍ ختيځ کې د پرمختګ په حال کې هيوادونه به د کرنيزو محصولاتو له کمښت سره مخ شي او هم مهاله به د خوراکي توکو  نرخونه اغيزمن کړي په پايله کې به بیوزله هيوادونه د خوراکي توکو له بحران سره مخ شي دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا دمخه له شديدي قحطي، اوچکالي او اقتصادي رکود سره مخ دي‌. په ورته وخت کي لويديځ وال هڅه کوي چې ملامتي په اسيايي هيوادونو او روسیې واچوي او حالات خپل په ګټه  تمام کړي ترڅو په سيمه کې د نورو هيوادونو ملاتړ ترلاسه کړي او د روسیې په شمول د آسيا يي هيوادونو ابتکاراتو مخه ونيسي بل پلوه بلاروس او  روسیه د خوراکي توکو د بحران عامل په توګه تورن کړي.
که چيري د نړۍ د غله جاتو توليدوونکو  هيوادونو ته وګورئ د اوکراین د کرنيزو محصولاتو کچه دومره نه ده چي د نړيوالو خوراکي توکو بازار اغيزمن کړي.
  د دې خبري د اثبات لپاره راځئ د خوراک او کرنې نړيوال سازمان FAOSTAT جدول وګورو د ياد سازمان په جودل کي له روسيې څخه وروسته د غله جاتو په توليد کې په ترتیب سره امریکا، فرانسه، کانادا، المان، استرا ليا، انګلستان، پولينډ، رومانیا، اسپانيا او ډنمارک يو پر بل پسې ځای لري. چې اکثريت يي غربي هيوادونه او د اروپايي اتحادیې غړي دي چې وروسته له روسیې څخه د کرنې نړيوال سازمان د غله جاتو د تولید جدول په سر کې ځای لري. غرب د دې پرځاي چي د نفتو او ګازو په څېر غله جات ذخيره کړي او د خپلو اوږو  بار په نور واچوي بايد مسوليت ومني او لاس په کارشي نړۍ له دې بحران څخه وژغوري په ځانګړي توګه له بېوزلو هيوادونو سره دي  جدي مرستې وکړي.د بل لوري د ځيني غربي سیاست والو تصميمونه هم د دي لامل شوي چې په نړي کي د خوراکي توکو بيې لوړې شي. دبیلګی په توګه د زرغون بهیر پريکړه چي زراعتي ځمکې يي شاړي کړي  ځنګلونو او ياغي نباتاتو ته يي اختصاص ورکړي همدارنګه د څارويو تعداد يي لږ کړ ترڅو څړځايونو کي ياغي نباتات شنه پاتی شي. عفت وژونکې درمل يي منع کړل ترڅو حشرات او ځيني نباتي مرضونه د غله جاتو فصلونه لمنځه يوسي. بل لورته يي د روسي او بلاروس په با کيفيته کيمياوي سره،د کرني عصري وسايل،غله جاتو  اصلاح شوي تخمونه  او مستقيم ترانسپورت باندې بنديزونه ولګول دا مسله په خپله د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي بحران سبب کيږي.چي تر ټولو زيات خطر يي بیوزلو هیوادونو ته متوجه دي په تيره بیا افغانستان چي اوس محال د سختې قحقطي له ګواښ سره مخ ده.
  د ياد بحران په اړه د چين په شمول ډيرو نورو هيوادونو او د ملل متحد عمومي منشي ګوتريش د غرب  له خوا پر روسي د بندیزونو پاليسي په نړي کې د ويجاړوونکي اقتصادي پايلي زيږدونکي وبلله په ځانګړي توګه يي د خوراکي توکو د راتلونکي بحران په اړه يي سرګندوني وکړي او خبرداری یې ورکړ‌.
  په هر حال هیره دې نوي چي اوس محال افغانستان په هراړخيزه توګه له شديد بحران سره مخامخ دي چي له هغي جملي څخه خوراکي توکي په لومړي توب کي قرار لري‌. زموږ مشران بايد د روان بحران د منفي پايلو د مخنيوي او ګواښونو د کموالي لپاره د روسيې، بلاروس او قزاقستان هيواد سره د خوراکي توکو د رسولو په برخه کې خپل اړيکي غښتلي او پياوړي کړي ترڅو په راتلونکي کې هيواد وال ددی بحران له امله اغيزمن نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب