شنبه, فبروري 7, 2026
Homeخبرونهتاجيکستان:د امنيتي ستونزو له کبله په افغانستان کې د کاسا زر پروژې...

تاجيکستان:د امنيتي ستونزو له کبله په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې درول شوي

تاند( شنبه ، د اسد ۲۹ مه) ‏‏‏‎ یوه تاجکستاني چارواکي ويلي، چې د کاسا زر بريښنايي پروژې چارې په افغانستان کې د امنيتي ستونزو له امله درېدلي.

د تاجکستان د برېښنا پروژې د دفتر رییس فیض علي سمیعوف رویټرز اژانس ته ویلي، د دې پروژې کار، چې له افغانستان سره د اړیکو ښه کیدو او دغې پروژې په اړه د خبرو د پیل په هیله دي.

سرچینې پر امنيتي ستونزې سربېره د نړيوال بانک او نورو ډونرانو له لوري د دغې پروژې د تمويل نه دوام د يادې پروژې د چارو دريدو سبب ګڼلی.

د کاسا زر پروژې له مخې، قرغیزستان او تاجيکستان خپله اضافي بريښنا پاکستان او افغانستان ته لېږدوي.

رویټرز اژانس وایي،چې د يادې پروژې یو لوی تمویلونکی(نړیوال بانک) د طالبانو د واکمنۍ د نه مشروعیت او نړيوالې انزوا له کبله دغه پروژه سمدستي نه غواړي تمویل کړي.

کاسا زر پروژه له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د برېښنا د لېږد ترټولو لویه پروژه ده، چې د کابو یو میلیارد او ۱۷ میلیون ډالر لګښت اټکل یې شوی دی.

امریکا متحده ایالات هم د ځينو نورو نړیوالو بنسټونو تر څنګ د يادې پروژې له تمویلونکو څخه و.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبان او تاجيکستان ښې اړيکې نه لري، ځکه تاجیکستاني چارواکي ډېر ځله د طالبانو حاکمه اداره قومي او انحصاري بولي او طالبان دغه هېواد په خپلو چارو کې په لاس وهنې تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...