سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهکابل کې یوه ماشومه نجلۍ له تښتونکو وژغورل شوه

کابل کې یوه ماشومه نجلۍ له تښتونکو وژغورل شوه

تاند( شنبه ، د اسد ۲۹ مه) ‏‏‏‎‏په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ځواکونو د انسان تښتوونکو له منګولو یوه ماشومه آزاده کړه او تړاو یې درې تنه ونیول.

د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مرستیال مولوي موسی جان ابراهیم وايي چې ځواکونو يې دغه ماشومه د شمالي کوتل دروازه کې د انسان تښتوونکو له منګولو آزاده کړه او خپلې کورنۍ ته یې وسپارله.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د‌ طالبانو له واکمنيدو سره، سره له دې چې دوی د بشپړ امنيت ادعا کوي،خو د پراخ فقر او اقتصادي ناورين له امله د انسان تښتونې په ګډون د ګڼو جنايي پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکول کېږي.

شنونکي باور لري،چې که طالبان په خپلو سختو دريځونو او نړۍ سره په تعامل کې ژر نرمښت رانه ولي او نړیوالې مرستې جذب نه کړای شي، فقر به یې د یوه لوی دښمن په توګه وده وکړي او د دوی حکومتولي او دوام به سخت وننګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب