دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهجلال اباد او اسعد اباد کې بيا ازادي نمانځونکي ځوانان د ملي...

جلال اباد او اسعد اباد کې بيا ازادي نمانځونکي ځوانان د ملي بيرغ په سر ډبول شوي

تاند( جمعه ، د اسد ۲۸ مه) ‏‏‏د طالبانو حاکمه اداره په داسې مهال نن په مختلفو مراسمو له انګريزي ښکيلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو کلیزه نمانځلې،چې د راپورونو له مخې د ننګرهار په مرکز جلال اباد او د کونړ په مرکز اسعد اباد ښارونو کې طالبانو يو شمېر ځوانان د ازادۍ ورځې په مناسبت د افغانستان د ملي بیرغ د ځړولو په سر ډبولي دي.

له بېلابېلو سرچينو څخه ترلاسه شوي معلومات څرګندوي،چې دغو ځوانانو د ښارونو په مختلفو مرکزي برخو کې غوښتل د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ ولګوي،چې طالبانو ډبولي او د دغه کار مخنيوی یې کړی.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو تېر کال په همدې ورځ په جلال اباد ښار کې پر هغو ځوانانو ډزې وکړې،چې له ملي بیرغونو سره راوتلي وو او د يوه مارش په بڼه ېې د ازادۍ ورځ نمانځله.

په هغو ډزو کې یو شمېر ځوانانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

طالبانو په نورو سيمو کې هم د ملي بیرغ د پلوۍ له امله ځینې ځوانان وهلي،ډبولي او په خوست کې خو ېې د استخباراتو ادارې پر ملي فکر پالونکو ځوانانو غوږونه نيولي او د پوزې خطونو له ويستو سره توبې ويستې وې.

له ملي فکر او ارزښتونو سره د طالبانو داسې چلند په پراخه کچه د خلکو منفي غبرګونونو سره مخ شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب