دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت کې د خپلواکۍ کلیزه؛د ط-انو مرستيال وزير:د‌‌ بلې جګړې پر...

دفاع وزارت کې د خپلواکۍ کلیزه؛د ط-انو مرستيال وزير:د‌‌ بلې جګړې پر لور نه ځو

تاند(جمعه ، د اسد ۲۸ مه) ‏‏‏د طالبانو دفاع وزارت نن له انګريزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳مه کليزه نمانځلې ده.

په دې مراسمو کې د طالبانو چارواکو د روان وضعیت او خپلې حکومتولۍ په اړه بېلابېلې خبرې کړي.

د طالبانو د دفاع وزارت مرستيال ملا شيرين په دې غونډه کې وويل:«د شوروي اتحاد پر وړاندې له جهاد وروسته ځکه کورنۍ جګړې پيل شوې، چې جهادي مشرانو په خپلو وعدو وفا ونکړه، موږ له دې څخه ښه عبرت اخيستی او داسې کار به ونه کړو، چې هېواد د يوې بلې جګړې لور ته لاړ شي.»

د طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان، چې د حقاني شبکې مهم کس دی، په دې غونډه کې د طالبانو د واک د وېش پر څرنګوالي ضمني نيوکې وکړې.

نوموړي ويلي:«‏د طالبانو په صف کې دې د انډیوال پر ځای هغه مجاهد ته ځای ورکړل شي چې د هېواد د خپلواکۍ لپاره یې قرباني ورکړې.»

د طالبانو د دفاع وزارت بل مرستيال مولوي عطاء الله عمري بیا ويلي، دوی به هيچا ته اجازه ور نکړي چې افغانان يو ځل بيا دنا امنیو او جګړې په سيند کې لاهو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په بدخشان کې د طالبانو چارواکو نن د خپلو درېیو وسله والو مخالفانو د وژلو او یوه بل د ټپی کیدو خبر ورکړی.

څارونکي باور لري ،چې د طالبانو له مشرانو نیولې تر منځپوړو چارواکو پورې د سولې او جګړې په اړه واحد نظر نه دی موجود.

دوی په هېواد کې د بشپړې سولې او حاکميت ادعا کوي،خو د ياغيانو او خوارجو په نوم د خپلو وسله والو مخالفانو د موجودیت او ځپلو اعلان هم کوي.

د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني څه موده مخکې طالبان د افغانستان ملي يووالي ته په خطر جوړولو تورن کړل او د طالبانو ملاتړي پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوی حکومت د ټولو افغانانو د استازیتوب په تمثیلولو کې پاتې وباله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب