Homeخبرونهبدخشان کې د ۳ط-الب ضدو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

بدخشان کې د ۳ط-الب ضدو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

تاند( جمعه ، د اسد ۲۸ مه) ‏‏د ‎بدخشان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د ‎راغستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د درې طالب ضد وسله وال وژل شوي او يو بل ټپي دی.

نوموړي دغه وسله وال باغيان ګڼلي او ویلي،چی د طالبانو د امنیتي ځواکونو په کمین کې وژل شوي.

طالبانو د دغو کسانو د اړونډې ډلې په اړه څه نه دي ويلي.

په بدخشان او نورو شمالي ولايتونو کې د پنجشېر مقاومت ډلې تر څنګ ځينې نورې وسله والې ډلې هم د طالبانو خلاف د جګړې ادعا لري.

طالبان دوی ته د مرګ ژوبلې د اوښتو د ادعاوو پر وخت د دوی خلاف د وسله والې مبارزې موجوديت ردوي،خو خپله وخت په وخت د خپلو وسله والو مخالفانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...